د کابل او ډهلي اړيکو؛ د آی ايس آی مشر په زړه خوړین کړی دئ/ خوشحال آصفي

د کابل او ډهلي اړيکو؛ د آی ايس آی مشر په زړه خوړین کړی دئ.

ليکنه: خوشحال آصفي

د کلونو راهيسي پاکستاني چارواکي پر افغان حکومت نیوکه لري، چي د پاکستان په پرتله هندوستان ته ډېر نيژدې دئ او خوږې اړيکي ورسره لري، خو په وروستيو کي د آی ايس آی نوي مشر نويد مختار د کابل او ډهلي د اړيکو نژدېوالي ته په غبرګون کي وايي، چي پاکستان کولاى سي، په افغانستان کي د هند رول د کمزوره کولو لپاره و توندو يا يرغليزو لارو چارو ته مخه کړي، چي د نوي ډهلي لپاره د کابل د نيابتي دريځ مخنيوى وسي.

_92933507_ee6a1e34-7643-4866-bc4d-3d6ef6c7e2c3

هندوستان ټايمز هندۍ ورځپاڼه وايي نويد مختار په امريکا کي د زدکړو پر مهال د “افغانستان، بديلي راتلونکي او پايلي” تر سرليک لاندي خپله يوه ليکنه کي ټينگار کړى، چي پاکستان بايد په افغانستان کي د هند د اغېز په وړاندي مبارزه وکړي. سرچينه د آی ايس آی د نوي مشر په حواله وايي، که افغانستان د يوې بلي غليمې مورچې په توگه را ښکاره کېږي او د هند لپاره يو نيابتي دريځ خپلوي، نو اړينه ده، چي پاکستان يې مخنيوى وکړي.

د ورځپاڼي په وينا، نويد مختار د افغان طالبانو په وړاندي د پاکستان نورو پوځي مشرانو ته ورته ذهنيت لري، چې هغوی ته يې ځاى ورکړى او پلوي يې کوي.

دا لومړی ځل نه دئ، چي پاکستان، د افغانستان او هندوستان له نيږدې اړيکو زړه خوري او ورباندي نيوکه کوي، بلکي تر دې وړاندي يې هم بيلابيلو چارواکو ورته څرګندوني کړي او آن په افغانستان کي د هندوستان د نفوذ د مخنيوي په سبب يې د وسله والو طالبانو د ترهګريزي ډلي په جوړولو هم اعتراف کړی دئ.

img13043135

تير کال د پاكستان پخواني كودتايي ولسمشر پروېز مشرف اسامه بن لادن، طالبان، حقاني شبکه او نوري ترهګري ډلي د پاکستان اتلان وبلل.

مشرف ويلي: ((په ١٩٩٠ کال کي کله چي کشميريانو د خپلواکۍ تحريک پيل کړ، نو موږ د وسله والو ١٢ ډلي جوړي کړې، هغوى ته مو روزنه ورکړه.))

پاکستان تل د کابل او ډهلي ترمنځ نيږدې اړيکو ځورولی دئ او د دغو اړيکو د پرېکولو او مخنيوي لپاره يې ډيري هڅي کړي دي، خو پر دې يې فکر نه دی کړی، چي څه سبب سول، چي افغانستان خپل ګاونډی هيواد پاکستان پرېږدي او له ليري هيواد هندوستان سره اړيکې نيږدې او ژوري کوي؟

mandegar-3247

ډېر ښکاره او لکه د لمر په شان روښانه ځواب لري. لکه څنګه چي کلي په زور نه کيږي، مينه په زور نه جوړيږي او د يو چا په زړه کي ځای پيدا کول هم د زور خبره نه ده، نو همداسي په ډيپلوماسۍ کي هم د دوو هيوادونو تر منځ اړيکي د متقابل خوږ نيت له امله جوړيږي.

خو له بده مرغه، چي پاکستان هيڅکله د افغانستان لپاره ښه نيت نه دئ درلودلی او تل يې د افغانانو په بربادۍ کي خپلي ګټي خوندي کړي دي، کله يې د مجاهد په نوم د ترهګرو ډلو په لاس د افغانانو وينه توئ کړې او کله يې د طالب او داعش په نوم افغان وژني ته ادامه ورکړې ده، کله يې د اشرارو او کله يې د جاسوس په نامه راته قومي مخور وژلی دی، کله يې په خپله او کله يې د طالب په مرسته د افغانانو د زده کړي او سرنوشت جوړولو تاسيسات ويجاړ کړي دي او …

197

خو په مقابل کي هندوستان، هم په ډيپلوماسۍ او هم په اخلاقي لحاظ پاکستان ته ماته ورکړې ده.

هندوستان د افغانستان ابادۍ او پاکستان يې بربادۍ ته ملا تړلې ده، هندوستان راته ښوونځي او نوري اړيني ودانۍ رغولي دي، خو پاکستان مو د زده کړو ځايونو سوځولي دي، هندوستان مو زيربنايي پروژې پلي کړي دي، خو پاکستان يې د تخريب هڅي کړي دي.

هندوستان مو د ژوند د خونديتوب لپاره سړکونه جوړوي، خو پاکستان يې د طالب په مرسته په دې نوم، چي د کفارو په پيسو جوړ سوی دی؛ په بمونو الوځوي، هندوستان مو لکه د وروڼو په شان په زړونو پوري نيسي او مينه راکوي، خو پاکستان د سکني وروڼو تر منځ هم د نفاق اور بلوي او په دښمنۍ مو اړوي. او …

cjzljkkwyaex7xj

نو تاسي قضاوت وکړئ، چي د کابل او ډهلي اړيکي به څنګه نه نيږدې کيږي او له اسلام آباده به ولي واټن نه اخلي.

دا چي پاکستان له لومړۍ ورځي راهيسي د طالبانو پټ او ښکاره ملاتړ کوي او روزنه يې کوي، نو افغانان هم اړ دي، چي د پاکستان پر ځای د هند دوستي وپالي.

لیکنه: خوشحال آصفي

1809 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18057104_1426277867431610_6819491757666807454_n

د الله ج په کور کي ستر وحشت

ليکنه: عبدالله وحدت دڅولسيزو را په دې خوا په ګران هیواد افغانستان کي دوطن ددښمنانو ...