دطالبانو مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله فرار ته مجبور سول/ مبين ځلاند

دطالبانو  مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله  فرار ته مجبور سول

ليکوال: مبين ځلاند

دطالبانو مشر ملا هيبت الله، چي د ملاعمر او منصور په پرتله د طالبانو په منځ کي یو بي ‌صلاحيته مشردي او ترلاس لاندي کسان یا خو دده په خبره نه کوي او یا هم دده دبې کفایتۍ له کبله دهغه په کیسه کي نه دي او هرڅه په خپل سر او یاهم دپاکستان دیو شمېر استخباراتي کړیو په قومانده ترسره کوي، نوځکه هيبت الله خپل ځان په بشپړ ډول د آی ایس آي لوموته سپارلی او ټوله تکیه يې پر آی ایس آی ده او فکر کوي، چې له هر څه بې‌ خبره ساتل کېږي.

b724d8f6-0fc2-4286-98f9-0a224c59ce6f_cx3_cy23_cw93_w610_r1_s_r1
دطالبانو نور لوړپوړي کسان، په ځانګړې توګه مرستيالان يې روسيې او ايران ته نژدې سوي او ورځ تر بلي د لوبي لپاره نوي پلانونه جوړوي، خو دئ له دې سره سره چي روسيې ته يې يو ځل سفر هم کړی، له هر څه بې‌ خبره دئ، نو ځکه خو دی ځان ګوښه ويني او دغه محروميت ( ملا ) ورځ تر بلې ای ‌ايس ‌ای ته نږدې کوي او پرخپلو ملګرو يې اعتماد کمېږي.

د وسله والو طالبانو دهمدغو خپل منځي اختلافاتو له امله ځیني طالب مشران له کوټې څخه هلمند ولایت ته تللي دي، چي ددوی تر منځ دغه اختلافات د مالي ستونزو له امله رامنځ ته سوي دي.

د طالبانو یوه غړي آزادۍ راډیو ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، ملا ګل آغا، ملا صدر ابراهیم او ملا عبدالمنان اخند هغه طالب مشران دي، چي د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخندزاده سره د اختلافاتو له کبله د کوټي څخه هلمند ته تللي دي.

دغه طالب سرچینې زیاته کړې، چي ملا ګل آغا د طالبانو مالي مسؤول ګڼل کېږي او پر داسي مهال هلمند ته ولاړ، چي د پاکستان استخباراتي ادارې یې د نیولو هڅه کوله، په وروستيو کي د هلمند ځينو اوسېدونکو او قومي مخورو هم تائيد کړې چې د وسله والو طالبانو ځينې وتلي قوماندانان دغه ولايت ته ورغلي دي.

taliban-fighter-457x300

 

د وسله والو طالبانو يوې بلې سرچينې هم دا موضوع تائيد کړه او ازادي راډيو ته يې وويل چې ملا ګل اغا د طالبانو د مخکېني مشر ملا منصور له ملاتړو څخه دى چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته يې زړه نه و، چي ټولي مالي منابع د طالبانو له اوسني مشر ملا هيبت الله اخندزاده سره شريک کړي.

د ده په وينا، پاکستان له ملا ګل اغا غوښتنه کړې، څو هغه مالي منابع چې مخکې يې دغه ډله تمويلوله، له هيبت الله اخندزاده سره شريک کړي چې په وروستيو کې له مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان دى.

خو څرنګه چې ملا ګل اغا له هيبت الله اخندزاده سره ښې اړيکې نه لري او باور هم نه ورباندې کوي، مخکې تر دې چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا ونيول سي، هلمند ته وتښتېد.

راپورونه وايي، وسله والو طالبانو له اوږدې مودې راهيسې نه يوازې له خپلو سيمه ييزو شريکانو، ځينو شتمنو افغانانو او عرب سوداګرو مالي مرستې ترلاسه کولې، بلکې د کوکنارو د کښت، د قيمتي ډبرو د قاچاق دغه راز د عشر او زکات د راټولولو له لارې يې هم پيسې لاس ته راوړلې.

وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې هم وايي، د هلمند لپاره د طالبانو د پوځي شورا مسؤل ملا صدر ابراهيم او د هلمند لپاره د طالبانو نومول سوى والي ملا عبدالمنان له ملا هيبت الله اخندزاده سره د ناسمو اړيکو له کبله هلمند ته تللي دي.

د دغو سرچينو په وينا، تر دې مخکې د ژمي په راتګ او د جنګ له کمېدو سره د وسله والو طالبانو ډېر جنګيالي کوټې ته تلل، خو اوس د دې ډلې د مشرتابه او کليدي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له کبله هغو کسانو چې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور پلوي کوله، سږکال کوټې ته نه دي تللي.

d4f299ff-66d6-4a28-9477-c2a9285564d4_w610_r1_s

د هلمند د اوپراتيفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان هم تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې تائيد کړه چې د طالبانو د ډلې ځينې غړي هلمند ته ورغلي دي.  ((دا خبره پرځاى ده چې د طالبانو او د هغوى د قوماندانانو ترمنځ د عشر، زکات، خيراتونو، جبر او فشار په نتيجه کې چې له ولس څخه پيسې راټولېږي، پر سر يې لانجې وې، دوى يوه اوونۍ مخکې له کوټې دوه- درې کسان رااستولي وو چې راسي دا پروسيجر وڅاري چې څومره پيسې ټولې سوي، خو د شورا په نامه څه چې دلته رهبري وکړي، هېڅ نه سته؛ دا تبليغاتي هڅه ده .))

که څه هم د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د داخلي اختلافاتو او هلمند ته د دې ډلې د ځينو مهمو مشرانو د تګ په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو ملا عبدالمنان نيازي چې ځان د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د بېلې سوې ډلې وياند معرفي کوي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کوټې په شورا کې د اختلافاتو د ولاړېدو خبر تاييد کړه .

1257 ټول کتل سوی شمېر 30 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

mvi_481201-05-07_fa_rszd

ښځي هم دکار او زده کړو حق لري/ عبدالحق قيومي

ښځي هم دکار او زده کړو حق لري ليکوال: عبدالحق قيومي که موږ غواړو، چي ...