جګړه دټولو بدبختیو مور اوسوله نیکمرغي ده/ احسان الله کمال

جګړه دټولو بدبختیو مور اوسوله نیکمرغي ده.

ليکوال: احسان الله کمال

د اسلام مبارک دین سولي او امن ته  زیات ارزښت ورکړی دئ، په قرآن عظیم الشان کي هم تر هرڅه وړاندي سوله او امن اړین بلل سوي او  سولي ته  لومړیتوب ورکړل سوی دئ.

کله چي ابراهیم (ع ) د مکې معظمې ښارته ورغلی او هلته يې بیت الله شریفه جوړه کړه، نو لومړنۍ غوښتنه يې دخپل رب ج څخه دهغه ځای اوسېدونکوته سوله او امن وو، چي په اړه يې الله (ج) د قرآن العظیم الشان د البقري سورت په ۱۲۶ ایت کي فرمایې:  ژباړه ( اي پروردګاره  دغه سیمه د امن ځاي او خلګو ته يې له کښت څخه روزي ورکړي )، ځکه نو پرموږ هریوه لازمه ده، چي دسولي او امن لپاره کار وکړو او خپل هيواد د امن او سولي کور جوړ کړو .

دا خو د سولي نشتوالی او د بدمرغه جګړې موجودیت دئ، چي څلور میلیونه کوچنیان مو د زده کړو له نعمت څخه بې برخي دي، دا جګړه ده چي زموږ ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه د اور خوراک کوي.

80a7bc08-2c7b-4724-92af-ff57ba93c731_mw1024_n_s

دا جګړه ده چي له نه سړو یې سړي جوړ کړي دي، غله یې اتلان کړي دي او وطنپال افغانان یې له وطنه زړه توري کړي دي.

دا جګړه ده چي دوه نیم میلیون وطنوال مو معیوب دي او ډېری یې د دې پر ځا ی چي خپلي کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي د کورنۍ او ټولني د اوږو بار ګرځېدلي دي.

دا خو جګړه ده چي میلیونونه افغانان له خپله کوره لیري په پردیو وطنونو کي د غربت ژوند تېروي او لا مو ځوانان له وطنه په تېښته دي.

دا خبره خو هرڅوک مني چي جګړه د ټولو بدبختیو مور ده او سوله نیکمرغي ده. که موږ له بدمرغیو ژغورل کیږو او ولس مو د سولي په رڼا کي نیکمرغه کېږي نو تر دې لوئ ارزښت چیري دي.

14632965_940098142788882_7724464862324058749_n-640x330

 د افغانانو ګټه په سوله او کراري کي ده، د افغانانو ګټه د هيواد په بیا جوړولو او ابادۍ کي ده، د افغانانو ګټه په ملي یووالي او یو بل ته په تېریدنه کي ده، د افغانانو ګټه په لوړ فرهنګ، ښه تعلیم، اتفاق او صداقت کي ده؛ نو راځئ چي دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړو او هغه توان چي لرو یې په دې برخه کي په کار واچوو.

په دې توګه به مو لږ تر لږه په ښو تبلیغاتو د خپل دین او وطن پر وړاندي خپل رسالت د سولي په موندلو او جګړې د ختمېدو په لار کي ترسره کړی وي.

د سولي په لار کي د ولسونو یووالی یو اساسي رکن دئ او که چېري یووالی او تفاهم موجود نه وي بیا د سولي تمه او هیله هسي یو خیال او ارزو ده.

b186bd17-3ea9-40bb-814f-405900b1e13b_w987_r1_s-400x225

یووالی هم بل څوک موږ ته نه سي راوستلای، هغه موږ خپله افغانان راوستلای سو او باید پخپله يې راولو؛ ځکه په یووالي کې زموږ ګټه ده.

د نورو ګټه زموږ په بېلتون او بې‌اتفاقۍ کي ده.

راځئ چي پخپله خپله ګټه تر لاسه کړو او لار ورته هواره کړو.

که چېري افغانان د ځان لوړتیا، ارامتيا، پرمختیا او سوکالي غواړي نو په خپل هیواد کي دي د ملي یووالي فضا را منځته کړي.

569 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

books

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده ليکوال: نسيم ځواک د اسلام مبارک ...