طالب مشران دخپلو همسنګرو دسر په بیه تجارت کوي/ کريم الله هيوادمل

طالب مشران دخپلو همسنګرو دسر په بیه تجارت کوي

ليکوال: کريم الله هيوادمل

کلونه کېږي، چي طالب مشران او نوري تروريستي ډلي په افغانستان کي د افغانانو عامه قتل و قتال ته لمن وهي.

دا اجيري ډلي ټپلي غواړي افغان مظلوم ملت تل د بل چا محتاجه کړي.

په زرګونو افغانان د تروريزم له امله په شهادت ورسېدل او په زرګونو نور بيا د خپل ټاټوبي څخه کډه کوي او په نورو هيوادونو کي د مهاجرت شپې او ورځي تېروي.

طالب مشران هریو د افغانانو د وژلو او مظلومو افغانانو د سر پرېکولو فتوالري او دا فتوا اوس د هر تروريست په جېب کي ده.

په تېرو څو کلونو کي په افغانستان کي تروريستانو دخپلو نا اهله او دقدرت لیونیو مشرانو په امر او دشریعت دهر ډول موازینو خلاف يو زيات شمېر بې ګناه انسانان په بهرنيو فتواوو په شهادت ورسول، په يوه ورځ او يوه شېبه کي يې په زرګونو کورنۍ په يوه انفجار کي د غم، وير، ساندو او اوښکو پر ټغر کښېنولې، آن، د واټونو پر سر د يوې مړۍ حلالي ډوډۍ د پيدا کولو لپاره سهار له کوره راوتلي ناخبره کوچني ماشومان هم د تروريستانو وحشي تروريزم  وخوړل او هیڅ افغان هم ددوئ دشره څخه نه دي په امان او په تېرو څو کلنو کي هیڅ داسي سیمه نسته، چي ددوئ دوحشت څخه خلاصه وي.

14572794_1270684889658289_5338778650216294529_n

اوس به راسو، چي د طالبانو مشران څوک او څه کوي؟ ایا دوئ جهاد کوي او که دخپلو مګرو او عامو افغانانو په وژولو خپله سوداګري کوي؟

دطالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور، چي همدا اوس يې ميلیونه ډالر په مختلفو اکاونټونو کي جمع دي له کومه کړي؟

ملا اختر محمد منصور، چي دطالبانو دواکمنۍ په وخت کي د اریانا افغان هوايي شرکت مشر او وروسته دهوانوردۍ وزیر سو، هغه وخت يې یوشمېر بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړه او له هغه وخته يې د خپلو ملګرو پرسر سوداګري پېل کړه، چي بیا دطالبانو ترواکمنۍ ورسته   په ۲۰۰۴ کال کي ملا منصور د طالبانو په تحريک کي دڅوتنو نورو مشرانو لکه ملاګل اغا، اخترمحمد عثماني، عبدالصمد ثاني، مولوي ناني او نورو سره يو ځای يې ځانونه ملا عُمر ته نور هم نژدې کړل، تر څو هغه په تدریجي ډول منزوي کړي او په خپله د واک او ځواک په سرچينو قبضه وکړي، چي همداسي يې وکړه او په خپل دي ناځوانمردانه پلان کي کامیاب او د بهرنیو استخباراتو په ملاتړ يې ملا محمدعمر اخند مړ او دهغه له مړينې وروسته خپله واک ترلاسه او په ميلینونه ډالر هغه، چي دتنکیو ځوانانو دمرګ په بدل کي لاسته ورغلي وه، په خپلو شخصي اکاونټونو کي جمع کړه، چي همدا اوس دموثقو سرچینو دمعلوماتو پر اساس د طالبانو مخکني مړه سوي مشر ملا منصور د طالبانو څخه يو بيليون ډالره غلا کړي او په يو شمېر اکاونټونو کي يې ساتلي دي.

n00070767-b

د دغه پېسو په اړه يوازي دده نژدې ملګری حاجي ګل اغا او د طالبانو نور مشران خبر دي، چي ملا منصور دغه پېسي چېري ساتلي دي، البته ودي ته ورته ددوئ اکثره مشران په ډوبۍ او یوشمېر نورو هيوادونو کي دخپلو کورنیو سره ښه خوشحاله ژوند لري او دلته يې زموږ پرغریبو او بیګناه هیوادوالو ژوند سور تنور ګرځولی دی او د ژوند د هر ډول اسانتیاوو څخه يې بې برخي کړي دي.

البته په دې ورستیو کي راپورونه ورکړل سوی، چي دملامنصور نژدې ملګري عبدالصمد ثاني، مولوي ناني او څو نور دطالبانو د اوسني مشر سره دمخالف پرسر بندیان او حتا لادرکه  دي، خو کار پوهان په دې باور دي، چي اصلي جنجال دملامنصور پر ميلیونو غلاسوو پېسو دی، چي دهغه انډیوالانو ته يې درک معلوم دی.

اوس طالبان په دې پوهېږي، چي مشران يې دقدرت او پېسو پر سر دیو بل سره په رقابت او جګړه بوخت دي او اکثره مشران يې دخپلو شتمنیو او دځانونو دپټولو په لټه کي دي، چي دحقیقت په پوهېدو سره زیات شمېر عادي طالبانو هم دجګړې څخه لاس اخستی او عادي ژوند يې پېل کړی دی.

                                                   دهغه ورځي په هیله، چي په هيواد کي مو سراسري سوله تامین سي، آمین

4e8a7d82-eba5-43b2-af5e-912c82d5275d_w987_r1_s

1115 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

mian-page-14-651x260

ددولت وسله وال مخالفین دمالي ستونزو سره مخ سوي دي

په دې ورستیو وختو کي طالبان د سختو مالي ستونزو سره مخامخ سوي دي. ليکنه: ...