القاعده د افغانستان د ورانۍ اصلي عامل دی/ محمد عارف مهمند

القاعده د افغانستان د ورانۍ اصلي عامل دی

 

ليکوال: محمد عارف مهمند

دالقاعده شبکې تروريستانو او د هغوى نورو حاميانو د تېرو څه د پاسه ديارلسو کلونو په روانه جګړه کي زموږ ګران هيواد افغانستان په دوزخ مبدل کړ.

د هيواد کلتور، رسوم، عنعنات او اسلامي ارشادات يې تحريف کړل، دا شبکه غواړي افغانان محوه کړي.

افغانان بايد دا درک کړي او په دې پوه سي، چي القاعده زموږ سره د مرستي او کومک لپاره نه راځي، بلکي زموږ د تباهۍ او بربادۍ لپاره راځي، خو دا د پرديو پروژه فقط او فقط د افغانستان او افغانانو پر ضد فعاليت کوي.

جنايت جديد تروريستهاي وابسته به القاعده در سوريه

ددې ډول اشخاصو سره مرسته کول يا ځاى ورکول د ټولو افغانانو او افغانيت توهين او سپکاوى دى.

القاعده شبکه غواړي دا هيواد سور تنور کړي او پښتانه داسي وځپي، چي نه اقتصاد، نه تعليم، نه ښوونځۍ، نه ښوونکى، نه روغتون، نه ډاکتر ته لاسرسى ولري او نه هم د خپل ځان آزادي او مصؤنيت احساس کړي.

خو الحمدالله پر لوئ خداي ج توکل او د افغان ملت په پوره همکارۍ زموږ ملي ځواکونو، چي دنړیوالي ټولني ملا تړ هم دځان سره لري داثابته کړه، چي القاعده شبکه نور په افغانستان کي خپلو شومو موخو او اهدافو ته نه سي رسېدلاى.

د القاعدې جګړه مارانو په جګړه ایز ډګرکي د افغانستان په يو زيات شمېر ولايتونو کي ماته وخوړل.

د افغان دولت او پوځ په وړاندي يې هم ماتي وخوړل او د جګړې مورال او توان يې له لاس ورکړ، په دې مفهوم چي القاعده نور په افغانستان کي د جګړې توان نه لري او افراد يې په  مطلق ډول د شکست او له منځه تلوسره مخ دي.

دالقاعده ډلي مشران اوس یوازي په دي لټه کي دي، چي خپل ځان ته سرمایه برابره کړي، دوی دخپلو افرادو په غم کي نه دي.

ترهګر او نور القاعده بايد په دې پوه سي، چي افغانستان به نور نه يوازي د دوى لپاره يو خوندي پټنځاى نه وي، بلکي د دوى لپاره به دا ځل افغانستان د تل لپاره قبرستان وي.

 دالقاعده شبکي مشر ایمن الظواهري دطالبانو دنوي مشر ملا هبت الله سره بیعت  وکړ، چي مقصد يې دخپل موجودیت ښوول وه، خو اصلاً دالقاعده شبکې مشر یوازي دځان په غم کي دی او دطالبانوپه واسطه خپل ځان ساتي او سرمایه پیداکوي .

26794_537

 دطالبانو لپاره نور دا دشرم خبره ده، چي دوی دالقاعده شبکې سره یوځاي کېږي.

دوی باید دملا محمد عمر او ملا منصور دمرګ څخه عبرت واخلي، دوی باید نور په دې پوه سي، چي عام ولس ددوی په اعمالو پوه سوی او ښه مثال يې دادی، چي عام ولس نور دوی ته د خوندي پټنځايونو د ورکولو څخه  انکار کوي او دا هغه ښکاره اقدامات دي، چې خلګ نور د طالبانو او القاعده افراطګرو او داسي نورو وسلوالو ډلو په وړاندي درېږي او دوی ته دنورو، ورانکاریو اجازه نه ورکوي.

اوس هر افغان ته دا معلومه ده، چي موږ به هغه وخت یوهوسا او ډاډمن ژوند ولرو، څو په خپل هيواد کي مو په ګډه او یوالي هر ترهګر، تروریست او پرديپال ته غاښ ماتونکی جواب ورکړی وي او هر اوسېدونکي مو دهېواد په بیا رغونه او سمسورتیا کي برخه اخیستې وي.

img_9853

نو طالب مشرانو ته هم پکار ده، چي خپل ځان دپردیو دتسلط څخه خلاص او دسولي دراواني پروسې سره یوځای سي او دخپل ملت سره يوځاي دخپل هيواد په پرمختک کي دنورو هيواد والو په څېر برخه واخلي.

540 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18057104_1426277867431610_6819491757666807454_n

د الله ج په کور کي ستر وحشت

ليکنه: عبدالله وحدت دڅولسيزو را په دې خوا په ګران هیواد افغانستان کي دوطن ددښمنانو ...