د وسله والو طالبانو وحشت او جنايت

د وسله والو طالبانو وحشت او جنايت
ليکوال:شمس سباون
وسله وال طالبان، د افغانستان لپاره یو خطرناکه او زهرجنه ډله ،خو د هغو استخباراتي کړیو لپاره،چي د افغانستان د ورانوي او دلته د خپل غلام حکومت جوړولو هیله لري ښه آله ده.

ښه بېلګه يې په هيواد کي وروستي ترهګریز او تروریستي بریدونه،چي له امله د هيواد په یو شمېر ولایتونو کي زموږ بې ګناه هيوادوال شهیدان او زیاتي کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه سول.

هغوي همیشه هڅه کړې،چي د پردیو استخباراتي کړیو په امر د کروندګرو لخوا د حاصلاتو د راټولو پر وخت جګړې وکړي او زموږ بې ګناه هيوادوال د سپر په توګه وکاروي او هغوی اړ کړي،چي خپلي سیمي او کښتونه پریږدي.
وسله وال طالبان ځکه د افغانستان لپاره خطرناک او مُضر دي،چي د افغانانو له نیک او پاک احساس څخه بده ګټه اخلي او د اسلام په نوم غیري اسلامي کارونه کوي او دلته په افغان خاوره کي د پردیو د استخباراتو اجنډا عملي کوي او د هغوی د لاسته راوړونو لپاره کار کوي.
وسله وال طالبان،چي باید وسله وال ترهګر وبلل سي، د پردیو د اجینټانو لپاره په ټول توان او وس سره قتل عام کوي،عامه شتمنۍ ته زیان اړوي،د قدرت د لاسته راولو د لیونۍ نشې لپاره د هیڅ جنایت څخه درېغ نه کوي.په مساجدو،ښوونځیو،مدرسو او ګڼ میشتو سیمو کي چاودني کوي او غواړي په دې ډول سره په خلګو کي ویره خپره کړي او خلګ د هيواد جوړني څخه را وګرځوي،خو افغانان باتور او میړني خلګ دي،چي پر خپله پاکه خاوره سر و مال قربانوي او د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته يې خپل زامن او وروڼه ورکړي او د دې پاکي او اعظيمي خاوري ساتنه کوي.
اوس د خلګو په مرسته الحمدالله افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه تونېدلي،چي د پريپالو او د پرديو د استخباراتي کړیو د مزدورانو شومو اهدامو مخه ونیسي.
یوه پخوانۍ لنډۍ ده وایي:
طالبان نه دي ښاماران دي
د وظیفي پر ځای مې ګوتې کیمنډینه
دا لنډۍ ډیر پخوا د هغو طالبانو په باره کې ویل شوې چې طالبانو به په جوماتونو او حجرو کې ژوند کاوه، طالبانو به په مدرسو او حجرو کې دیني زده کړې کولې او تر ډیره یې د دین خدمت کاوو، په چایې کار نه درلود. نه یې دپاچاهي تمه لرله، نه یې څوک وژل، نه یې څوک له ښوونځیو منع کول، نه یې ښوونځي سوځول، نه یې بهرني هیوادونه لیدلي ول او نه یې هم له بهرنیو استخباراتو سره ګوتې پټې کړې وې، ځکه خو خلکو هم ورته درناوی درلود.
خو دا څه وشول چې دا نسبتآ نیک خلک په بله واوښتل او دګوتو پر ځای یې ټوپکو ته لاس کړ. یو علت یې هم دثور بدمرغه کودتا او ورپسې د جهادي تنظیمونو لیونتوبونه ول. دثور له کودتا وروسته لکه څنګه چې ددې کودتا کوونکو به ویل دا یو بنسټیز بدلون و، داسې بدلون چې په انسانانو کې یې هم منفي بدلون راووست. زموږ په میلیونونو هیوادوال نورو هیوادونو ته هجرت ته مجبور شول. په دې ډله کې داسې کسان هم ول چې نورو هیوادونو ترې پخپله ګټه ښه استفاده وکړه، دوی یې زموږ په وطن کې دجګړو او وینې تویولو لپاره په داسې روحیه وروزل چې هیڅ وخت یې پخپل وطن کې د وینو تویول هیر نه کړل. دوی یې داسې وروزل چې که په بل هیواد کې هرڅه وي دوی ته به ښه ښکاري خو پخپل وطن کې به هرڅه ته دکرکې په سترګه ګوري او هیڅوک به ددوی په ذهن مسلمان نه وي. د اسلامي حزب دځینو غړو په اړه ویل کیږي چې دوی به چې پخپل منځ کې سره ناست و نو نور افغانان به یې مسلمانان نه بلل. که به یې دکوم داسې مجلس کیسه کوله چې هلته به دوه تنه د دوی دتنظیم او نور به عادي افغانان وو، نوویل به یې چې مثلآ هلته دوه مسلمانان ناست و او نور دانور خلک و.
طالبان هم همداسې وروزل شول ددوی په نزد ډیری افغانان له لارې وتلي دي، موږ ولیدل چې څنګه یې په هلمند کې یو کوچنی ماشوم د موروپلار دسترګو په وړاندې په دار وځړاوو، موږ ولیدل چې څومره ملایان یې بهرنیانو او دمجاهدینو اسلامي حکومت ته دجاسوسي په تور ووژل.
طالبان اوس هغه پخواني طالبان نه دي، اوس قدرت ته درسیدو لپاره له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.
خو موږ افغانانو ته په کار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره سوچ وکړو او بیا د بهرنیانو اوخود غرضو هیوادونو د استخباراتي لوبو ښکار نه شو.

0_15655693_353_00-6c18c

1074 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Taliban guerrilla fighters hold their weapons at a secret base in eastern Afghanistan February 3, 2007. The Taliban promised a spring offensive of thousands of suicide bombers as the United States, doubling its combat troops in Afghanistan, took over command of the 33,000- strong  NATO force in the country on Sunday. Picture taken February 3, 2007.  REUTERS/Saeed Ali Achakzai   (PAKISTAN)

دطالبانو لپاره دسولي ورستی چانس

ليکوال: احمد الله خاورين طالبانو ته اصلاً یوه لار پاته ده، چي باید دافغان دولت ...