جګړه مارې ډلې په ولس کې ځای نه لري /ویښ افغان

په دې وروستیو کې جګړه مارو ډلو د ځینو څیړنو او ټولپوښتنو له مخې په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
او د هغو خلکو د شمیر سلنه ډیره راټیټه سوې ده چې له طالبانو سره یې خواخوږي لرله، د دې ترڅنک د ملګرو ملتونو د سروې له مخې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې ډیره برخه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا ترسره سوې ده، ځینو رسنیو هم ویلي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپل سیمه ایز ملاتړ له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوي، په هیواد کې د روانې جګړې لپاره له بهره وسله وال جلب کړي.او د دغه ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته اوس مهال طالبان په افغانستان کې دننه د جنګیالیو په جلب او جذب کې له زیاتو ستونزو سره مخا مخ دي.
دا ځل چې خلک پوه شوي او ویني چې د دغو نویو ټوپکیانو او پخوانیو ټوپکیانو ترمنځ کوم توپیر نشته نو دادی وینو چې نه یوازې ملاتړ یې نه کوي بلکې د افغانستان په ډیری سیمو کې عام خلک د دوی پرضد راپاڅیدلي دي او د افغان ځواکونو په لیکو کې د تروریستي ډلو پرضد جنګیږي.

sr

اوس طالب جګړه مار د خلکو له ذهنونو پردي شوي اوس د ځوانانو هغه اوږده اوږده کتارونه چې ددوی دملاتړ لپاره به ولاړ و، نه لیدل کیږي. خلک اوس ژوند غواړي ، خلک کار غواړي، خلک غواړي چې وطن یې آباد شي، ښوونځي ولري، سرک یې پوخ وي او روغتون ورته نږدې وي څو خپل ناروغ پخپل وخت ډاکټر ته ورسوي. اوس هغه پخوانی وخت نه دی.
نور موږ ټول پوهیږو چې طالبان او نورې ټولې جګړه مارې ډلې نور د چا په زړه کې ځای نه لري، ځکه هغوی د پخوانیو ټوپکیانو په پله روان دي او هغه ظلمونه چې هغوی پر افغانانو کول، طالب ټوپکیان یې ترهغو زیات کوي. لنډه داچې طالبان خپل کبر،وحشت او ظلم خوار کړل.

 

 

لیکوال: ويښ افغان

 

781 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18057104_1426277867431610_6819491757666807454_n

د الله ج په کور کي ستر وحشت

ليکنه: عبدالله وحدت دڅولسيزو را په دې خوا په ګران هیواد افغانستان کي دوطن ددښمنانو ...