افغان ملت نور دتروریستي ډلو  اصلي څېره پيژندلې

په هيواد کي دنورو تروريستي ډلوترڅنګ یوه هم دالقاعدې نړیواله تروریستي شبکه ده چي په هيواد  او ځانګړي ډول زموږ په حوزه کي ترو ریستي فعالیتونه کوي ، خو الحمدالله پر لوي خداي ج توکل او دافغان ملت په پوره همکارۍ زموږ ملي ځواکونو ، چي دنړیوالي ټولني ملا تړ هم دځان سره لري داثابته کړه ،چي القاعده شبکه نور په افغانستان کي خپلو شومو موخو او اهدافو ته نه سي رسېدلاى. دالقاعدې جګړه مارانو  په جګړه  ایز  ډګرکي د افغانستان په يو زيات شمېر ولايتونو کي ماته وخوړل.

د افغان دولت  اوپوځ په وړاندي يې هم ماتي وخوړل او د جګړې مورال او توان يې له لاس ورکړ، په دې مفهوم چي القاعده  نور په افغانستان کي د جګړې توان نه لري او افراد يې په  مطلق ډول د شکست  او له منځه تلوسره مخ دي ،  دالقاعده ډلي مشران اوس یوازي په دي لټه کي دي ، چي خپل ځان ته سرمایه برابره کړي ، دوي د  دخپلو افرادو په غم کي نه دي .

دراپورنو له مخي دالقاعده شبکي مشر ایمن الظواهري  دطالبانو دنوي مشر ملا هبت الله سره بیعت کړي ، طالبان  د القاعده شبکې د جګپوړې مشرتابه  سره د يوځايوالي او  د هغوي د کړونو د سرته رسولو په خاطر خپل ځان ته د لوړ قيمت ايښولو ته ادامه ورکوي چې ښه بېلګه يې د ملا اخترمحمدمنصور مړېنه ده.

1144130_923

دطالبانو لپاره نور دا دشرم خبره ده ، چي دوي دالقاعدي شبکي سره یوځاي کیږي ، دوي باید دملا محمد عمراوملا منصور دمرګ څخه عبرت واخلي ، دوي باید نور په دې پوه سي ، چي عام ولس ددوی په اعمالو پوه  سوي او ښه مثال يې دادي چي عام ولس نور  دوي ته د خوندي پټنځايونو د ورکولو څخه  انکار کوي او دا هغه ښکاره اقدامات دي چي خلګ نور د طالبانو  او القاعده افراطګرو او داسي نورو وسلوالو ډلو په وړاندي درېږي او دوي ته دنورو  ، ورانکاریو اجازه نه ورکوي .

اوس هر افغان ته دا معلومه ده ، چي موږ به هغه وخت یوهوسا او ډاډمن ژوند ولرو څو په خپل هيواد کي مو په ګډه او  یوالي   و هر ترهګر ، تروریست او پرديپال ته غاښ ماتونکي جواب ورکړي وي او هر اوسیدونکي مو دهيواد په بیا رغاونه او سمسورتیا کي برخه اخیستي وي .

نو طالب مشرانو ته هم پکار ده ، چي خپل ځان دپردیو دتسلط څخه  خلاص او دسولي  درواني پروسې  سره یوځاي سي او دخپل ملت سره يوځاي دخپل هيواد په پرمختک کي دنورو هيواد والو په څېر برخه واخلي .

 

لیکوال:شفیق زیارمل

1077 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2-14

دقطاع الطریق سزا مرګ دئ

ليکنه: محمد ادريس ځلاند افغانستان تقريباً دڅلورو لسيزو راپدې خوا د ډېرو ستونزو او کړاونو ...