پاکستاني ملايان؛ د جګړې د تودولو په هڅه کي

image00

ليکوال:خوشحال آصفي

پاکستاني ملايان؛ د جګړې د تودولو په هڅه کې

په پاکستان کې د طالب زېږې مدرسې حقانیه دارلعلوم موسس، د وسله والو طالبانو معنوي پلار او د جمعیت علمای اسلام افراطي ګوند مشر مولانا سمیع الحق وايي چې د ملا هیبت الله تر مشرۍ لاندې به د طالبانو له لوري په افغانستان کې جګړه لا تېزه او خونړۍ شي. سميع الحق ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي«څوک چې فکر کوي چې هبت الله اخوند زاده صرف یو ملا دی او یوازې دیني افکار لري، ژر به پوی شي چې دی د طالبانو د جګړې په قومانده کې څومره مهارت لري.»

پاکستان د مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمن په څېر نور په سلګونو ملايان لري چې د اسلام له ممبره د پاکستان آی ايس آی او پوځ ته کار کوي. د دوی تغذيه او د ژوند ټول امکانات د آی ايس آی په پيسو برابريږي. دغه ډول ټول ملايان د پاکستان د استخباراتي شبکې او پوځ په انحصار کې دي او هر هغه څه چې ورته د پاکستان لخوا ورته دستور ورکول کيږي؛ هماغه ترسره کوي خو نوم او ارتباط بيا اسلام، مذهب او مسلمانيت ته ورکوي. وسله وال طالبان د پاکستان د آی ايس آی زيږنده ده او دغه ملايان يې بيا پيران دي. څه چې د پير لخوا ورته امر کيږي نو دوی هم ورته پرته له فکر او تعقل څخه لبيک وايي او په دستور يې هره ناروا او اسلام ضد کړنې په افغانستان کې ترسره کوي.

د پاکستان تش په نوم دينې مدرسې هم د ترهګر زيږونې کارخانې دي چې يوه يې د حقانيه دارالعلوم دی چې موسس يې هم د طالبانو معنوي پلار مولانا سميع الحق دی. په دې مدرسو کې ابتدايې زده کوونکي په دې نه پوهيږي چې څوک له مونږ څخه څه ډول کار اخلي، څوک مونږ لوبوي او څوک دي چې دغه د اسلام نه تمېدونکي جنګيالي د اسلام په خلاف کاروي؟

د آی ايس آی پاکستاني ملايان تل د افغانستان اړوند بد نيت لري او تل يې دلته په افغانستان کې وينه توينه روا او جهاد بللی او په پاکستان کې حرام او ناروا بللی دی. دوی په تير کې په څو، څو ځلي د افغان وژنې فتواوې ورکړې دي. دغو افراطي ملايانو لکه د پاکستان د جمعيت العلماي اسلام ډلې مشر مولانافضل الرحمن، د جماعت اسلامي ایالتي حزب رییس پروفیسور ابراهیم، مولانا سميع الحق او نورو شيطاني ملايانو په وار وار په افغانستان کې جګړه روا او په پاکستان کې ناروا او حرامه بللې ده.

اوس په وروستيو کې ويل کيږي د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله نرم خويه او سوله خوښی دی نو د پاکستان دغې افراطي ملا سميع الحق په افغانستان کې جګړې ته د طالبانو هڅونې او د دوی د مورال د لوړولو په خاطر وړاندوينه کړې چې د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې به د طالبانو له لوري په افغانستان کې جګړه لا تېزه او خونړۍ شي. سميع الحق زياته کړې «څوک چې فکر کوي چې هبت الله اخوند زاده صرف یو ملا دی او یوازې دیني افکار لري، ژر به پوی شي چې دی د طالبانو د جګړې په قومانده کې څومره مهارت لري.»

د مولانا له څرګندونو په ډاګه کيږي چې خوله يې خپله خو په خوله کې يې ژبه د آی ايس آی ده. سميع الحق يادې څرګندونې په خپل سر نه بلکې حتماً يې د آی ايس آی په دستور کړي دي ځکه د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله اړوند ويل کيږي چې نر مزاجه، عالم او د سوله خوښی شخصيت دی او د دې په ټاکل کيدو ښايي طالبان يو ځل بيا د سولې مخامخ خبرو ته چمووالی وښايي خو آی ايس آی د دې لپاره چې په افغانستان کې جګړه زور واخلي او د طالبانو مورال لوړ کړي؛ د مولانا سميع الحق په خوله طالبانو ته ډاډ ورکوي او نوی مشر يې هڅوي څو د سولې پر ځای د جګړې لار تعقيب کړي.

نوموړي همدا راز په غير مستقيم ډول د افغانستان، امريکا، چين او پاکستان په منځګړيتوب د افغان سولې څلور اړخيزو خبرو ته هم اشاره کړې ده او طالبانو ته يې ويلي چې د سولې خبرې بې ګټې دي او د جګړې لار دې غوره کړي. نوموړي ويلي «حقیقت دا دی چې د ملا اختر محمد منصور وژنه یو قتل و او په نهایت کې به د طالبانو له یو لاس کېدو سره مرسته وکړي او طالبان به په دې پوی کړي چې له امریکا سره سوله او خبرې بې ګټې دي.»  دلته مولانا سميع الحق غواړي چې د څلور اړخيزو غونډو او د سولې له راتلونکو احتمالي کيدونکو خبرو څخه ولس او طالبانو ناهيلې کړي. نوموړی يو ځل بيا غواړي چې په افغانستان کې د جګړې په اور پطرول وشيندي او ډګر يې لا پراخ کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي

 

 

3832 ټول کتل سوی شمېر 5 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

taliban-commander-300x223

په حقانیه مدرسه کي د طالب مشرانو تر منځ لفظي شخړه

  طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي، چي د روسانو سره د طالبانو تر رسمي هوکړي ...