القاعده شبکه، د پرديو د لاس اله!

دالقاعده شبکې تروريستانو او د هغوى نورو حاميانو د تېرو څه دپاسه ديارلسو کلونو په روانه جګړه کي زموږ ګران هيواد افغانستان په دوزخ مبدل کړ. د هيواد کلتور، رسوم، عنعنات او اسلامي ارشادات يې تحريف کړل. دا د تروريزم وارداتي جګړه ده، د افغانانو پر افغانيت مخامخ تېرى دئ. القاعده د بل د لاس آله ده، دا شبکه غواړي افغانان محوه کړي. افغانان بايد دا درک کړي او په دې پوه سي چي القاعده زموږ سره د مرستي او کومک لپاره نه راځي، بلکي زموږ د تباهۍ او بربادۍ لپاره راځي، خو دا د پرديو پروژه فقط او فقط د افغانستان او افغانانو پر ضد فعاليت کوي. د دې ډول اشخاصو سره مرسته کول يا ځاى ورکول او ياهم په لنډو ټکو کي هر ډول لاسنيوى، د ټولو افغانانو او افغانيت توهين او سپکاوى دئ.

n00062277-b

اوس يو ځلي بيا دغه تروريستي کړۍ هڅه کوي، چي افغانستان په خپل يو خوندي پټنځاى بدل کړي او د افغانستان مظلوم او بېچاره ولس يو ځلي بيا د جګړي د تاريخ د اوږده باب د تکرار سره مخ کړي او دا هيواد يو ځلي بيا سور تنور کړي او پښتانه داسي وځپي چي نه اقتصاد، نه تعليم، نه ښوونځۍ، نه ښوونکى، نه روغتون، نه ډاکتر ته لاسرسى ولري او نه هم د خپل ځان آزادي او مصؤنيت احساس کړي. ترهګر او نور القاعده بايد په دې پوه سي چي افغانستان به نور نه يوازي د دوى لپاره يو خوندي پټنځاى نه وي، بلکي د دوى لپاره به دا ځل افغانستان د تل لپاره قبرستان وي.

د القاعده شبکې د غړو دا ډول تعبيرونه به دا ځل د دوى خوبونه غلط کړي، اوس د منځني ختيځ په ټولو هيوادونو کي القاعده شبکې ماته خوړلې، د جګړې مورال يې له لاسه ورکړى او مالي تمويلوونکي سرچينې يې هم وچي سوي دي، خو په دې وروستيو کي د دغي شبکې تروريستانو او نورو ډلو ټپلو يو ځلي بيا افغانستان ته په خپل ټول توان د جګړې او وحشت خپرولو په نيت په ډېر شدت سره راغله، خو د هيواد په هره برخه کي بيرته ډېر ژر د يوه غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ سول. د القاعده شبکې د هغو افراط ګرو سره چې د کندهار سيمو ته راځي ډېر محتاط و اوسئ. دا تر ډېره هغه بهرني افراط ګر دي چې د پاکستان څخه د غلا او لوټمارۍ لپاره راځي. دوئ د اسلام په نامه مسلمانان وژني او زموږ وطن ورانوي ، نوځکه دټولو وطنوالو ته په کارده ، چي د دې ډلو ټپلو له هر راز خواخوږۍ څخه ډډه وکړي، ځکه چي په ډېرو سيمو کي د دې شبکې د غړو اعمال د شريعت سره مطلق په مغايرت کي دي اودداسي ډلو په اړه معلومات دخپلو امنیتو ځواکونو سره شریک کړي تر څو مو وطن ددي دشره خلاص  سي

 

 

لیکوال:فیروز مدیون

723 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

mian-page-14-651x260

ددولت وسله وال مخالفین دمالي ستونزو سره مخ سوي دي

په دې ورستیو وختو کي طالبان د سختو مالي ستونزو سره مخامخ سوي دي. ليکنه: ...