ولي د کرهڼيزو حاصلاتو پر وخت وسله وال طالبان لوي لاري تړي؟

افغانان د کلونوراهیسي د جګړې په په اور کي سوځي، نړیوال د هوسایني او پرمختګ نه ډک ژوند تیروي، دنیا د ترقۍ او پرمختګ لوړو  پوړیو ته ورسېده، په افغانستان کي ورځ تر بلي جګړه زور اخلي او په مختلفو ډولونو دافغانانو ژوند دګواښ سره مخامخ کوي .

د همدي جنګ قربانیان اوزیان منونکی افغان ولس دئ، پروژې اوګټي یې نورترلاسه کوي ،دافغان وژني داجګړه بیلابیل عوامل لري. له یوې خوادلسیزوراهیسي افغان نسل نالوستی اوبې سواده پاته سو د دوی له بې علمۍ څخه کارواخیستل سواوپردی جنګ یې دخپل ورور په وړاندي تود وساته ،کونډي ،یتمان ،بې وزلي ،غربت هم دوی ورکړي اوګټه یې درېیم لاس ته رسیږي ،بل لامل یې دا دئ چي افغانستان داسیا په زړه کي پروت دئ اودخپل ستراتیژیک موقعیت له مخي یې نړیوال آرامښت ته نه پریږدي ،نوځکه افغانان هم دتودې جګړي  قربانیان دي او هم په سړه او اقتصادي جګړه کي را ښکیل دي .

زموږ هيوادوال په ځانګړي ډول دکندهار او ارزګان خلګ خبر دي ، چي دیوې اونۍ راهیسي دارزګان او کندهار لار دترافیکو پر مخ تړلې او په لاره کي  جګړه او لاره دطالبانو لخوا په ماینونو فرش سوې ، تاسو ته به معلومه وي ، چي دکال په دي موسم کي دکندهار او ارزګان میوه جات ، سبزیجات او نور کرهڼيز حاصلات  پا خه سوي او ددې لارو په واسطه باید دهيواد نوروسیمو ته ، چي هلته لا تراوسه مېوې نه دي پخې سوي ورسول سي ، دکال دغه موسم تر بل هروخت داقتصاد په پرمختګ کي موثر تمامیږي ، نوځکه دهيواد دښمنانو تصمیم نیولي ، چي دیادي سیمي اوسیدو نکي تر اقتصادي فشار لاندي راولي او خلګ په فقر او نادارۍ کي وساتي ، که نه سوال پیدا کیږي ، چی ولي ددې لاری بندېدولو لپاره دکال دغه موسم ، چی ډېر اقتصادي ارزښت لري وټاکل سو ، ځکه دښمن په دي پوه دي چي خلګ هرڅومره غریب، بیکاره او ناچاره وي وي دوي کولاي سي دجنګ دابزارو په توګه استفاده تري کړي . تاسو ته به معلومه وي ، چی دلاري جوړول داسلام دنظره څومره ثواب لري ، حدیث شریف دي ، چي کله په لاره کي مسجدشریف راسي مسجد دی ونړول سي خولاره دي جوړه سي ، ددي څخه خپله معلومیږي ، چي دلارې جوړول څومره ارزښت لري .

ww

دکندهارارزګان پرلار دورځي په زرګونو عام انسانان تګ راتګ کوي ، دورځي په سلګونو ناروغان دارزګان څخه دکندهار روغتونوته  دعلاج په خاطر راځي ، خو دا لار دټولو پرمخ تړلې ولي ؟ ځواب یو دئ ، چي داکار دافغانستان ددښمنانو هغه شوم پلان دي ، چي یوازي او یوازي دعامو افغانانو دځپلو او دهري ښيګڼي څخه محروم ساتلو په خاطر يې ترسره کوي  .

خوبل طرف ته افغان امنیتي ځواکونو دخپل سر په قرباني هوډ کړي ، چي پرهر قسم وي یاده لار به دخلګو پرمخ پرانیزي او دلاري ټول ماینونه به له منځه وړي ، او انشاالله  یاده عامه لار به ډېر ژردترافیکو پر مخ خلاصه او خلګ به دپخوا په څیر پردي لاري په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي ، نو زموږ خلګو ته پکار دي ، چي ددښمن په هر چل او فریب پوه سي او دداسي دښمنانه پلانونو په شنډولو کي دخپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ  او مرسته وکړي .

 

لیکوال : سباوون غورځنګ

4796 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG22015916

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې ليکنه : سرخط پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو ...