دملکي خلګو وژل ستر جنایت دئ

په اسلام کي هېڅ داسي حکم او مجوز نسته چي هلته دي د دين په نامه انسان وځورول سي ، وژل يې لا لیري او بعيده ده. بلکي دا خبره په مطلق ډول منع ده. د خوندي او مصؤنې ټولني لپاره قوانين او قضاء ده. او دا قوانين او قضاء د انسان د هوسايني او د ځمکي د ابادۍ لپاره دي، انسان د ځمکي په ابادۍ امرسوي ، نه په ویرانی. خو له بده مرغه  په ګران وطن کي د پرديو اشاره د اسلام په نامه د انسانانوزورول او وژل ، د وطن ورانول او  دبیګناه انسانانو وینه تویول نه بخښیدونکي جنایت او دخپل خالق په وړاندۍ سرکښی ده  .

sas

طالبانو په روان پسرلي کي دنویو عملیاتو اعلان وکړ او دهيواد په یو شمېر سیمو کي يې دبې ګناه ملکي خلګو په وژولو اودعامه تاسیساتو په ورانولو لاس پوري کړ،او طالبانو داهم ویلي وه ،چي دوي به ملکي خلګو ته ازار نه ورکوي حتي امنیت به يې خوندي کوي ، د طالبانو دا ادعا چي وايي دوي د ملکي خلګو ژوند ته زيان نه رسوي او ملکي ملکیتونه ، نه ورانوي خلاف ده. د طالبانو د نوې جنګي موسم لومړی ستر برید چي د حمل د مياشتې پر ۳۱ نېټه يې په کابل کي تر سره کړ، په سلګونو ملکي وګړو ته پکښي مرګ  ژوبله واوښته.

sds

رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل چي په دغه بريد کي چي ۸۰کسان مړه او ۳۵۰ تنه زخميان سوه، زياتره يې د کابل ولايت ملکي اوسېدونکي وه ، ښځي او کوچنيان هم پکښي شامل وه. دغه کسان چي په دغه برید کي مړه او زخميان سول عادې کسان وه او د ژوند د ورځنيو ضرورتونو د پوره کولو لپاره راوتلې وه.

همدارنګه د طالبانو لخوا په دغه برید کي د ملکي وکړو زيات تعمیرونه چي د پېښې ځاي ته نژدې وه   ویجاړ سول.

دا معلومداره خبره ده چي طالبان د ملکي خلګو د ژوند هيڅ پروا نلري. ځکه د اپريل د مياشتې پر ۱۹ نېټه د سوي خونړي برید چي په سلګونو ملکي کسان پکښي مړه او شهيدان سول  او  ډېر ژر د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په ډېر فخر سر ومنل. طالبانو په دغه بريد کي د سلګونو کسانوپر ژول کيدو او ژوبل کيدو چي ښځې او کوچنيان هم پکښې شامل وه، هيڅ پښېمانې نه کړه څرګنده.

کېداي سي طالبانو د خپلو حقاني ملګرو ، چي مشري يې سراج الدين کوي، کنټرول د لاسه ورکړي وي. دغه ډول پيچلې بريدونه لکه د اپريل د مياشتې د ۱۹ نېټې بريد او د عامو خلګو پر ژوند دومره بې باوري دا ښيې چي دا بريد د حقانې ډلې کړی دی.

که چيري ملا اختر محمد منصور پر حقاني ډلي خپل کنټرول د لاسه ورکړی وي، نو دی بايد دا څرګنده کي چي دی ولي پر دې ټينګار کوي چي دوئ د ملکي خلګو ژوند ته خطر نه پېښوي، په داسي حال کي چي د ده د ګروپونو د کال لومړی بريد داسي خونړی وو چي په سلګونو عام خلګ پکښي مړه او زخميان سول.

طالبان او حقاني شبکه سره ددې چي پوهېږي، چي ددوی جګړه فقط د بېګناه ولسي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي، خو بيا هم جګړه کوي او د ملت پروا نه لري. د حقاني شبکي او وسله والو طالبانو په اوسنۍ روانه جګړه کي تر ټولو زيات مالي او ځاني تلفات ولسي وګړو ته اوړي. دا ټول ملت شاهد دی، چي په اروزګان کي د طالبانو جګړې تر ټولو ډېر څوک وځپل، ملت که دولت؟ په هلمند، مشرقي او شمالي ولايتونو کي جګړې ترټولو زيات څوک وځپل؟ په کندوز کي د جګړې اصلي قربانيان څوک وه؟ دا ډول مثالونه ډېر موجود دي. حقايق هيڅوک نه سي پټولای، ځکه چي د حساب او کتاب ورځ را روانه ده. کوم ملا، مولوي او مفتي دا فتوا ورکوي، چي د بېګناه او غير محاربو اشخاصو په نښه کولو ته جهاد وايي؟ طالبانو او حقاني شبکي د جهاد څخه فساد جوړ کړی او دخپلو شخصي کټو او دپردیو دخوشحالۍ په خاطر هر هغه څه کوي چي زړه يې غواړي . لنډه دا چي د طالبانو اوسنۍ جګړه د دولت نه، بلکي ملت پر ضد جګړه ده. ملت بايد خپل قاتلين تفکيک او درک کړي. ولسي وګړي بايد نور د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا په خاطر د خپلو امنيتي سرتېرو تر شا ودرېږي، ځکه امنيت او ثبات د ټولو ګډ هدف اومکلفيت دی .

 

 

 

ليکوال:سباون پاڅون

 

 

x

دا هم وګورئ

د اسلام آباد د نه ژمنتیا په صورت کي به درې ارخیزې غوندي څه ګټه وکړي؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

 د لیندۍ میاشتې ۲۴/۰۹/۱۳۹۷  د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره د افغانستان بله دری ...