دملامنصور وژل کېدل به دطالبانو په رهبري کي یوستر بدلون وي

دافغانستان جمهوري ریاست دیوي اعلاميې په خپرولو سره دطالبانو پر مشر ملامحمد منصور برید تائید کړاو دهغه مړینه دسولي په وړاندي دلوی خنډ له منځه وړل بولي او زیاتوي ، چي افغان حکومت تل کوښښ کوي په هیواد کي دتاوتریخوالي له منځه وړلو او دسولي بهیر په پیاوړتیا کي رغنده کار وکړي .

 

ملا اختر محمد منصوردامریکا متحده ایالاتو دبې پیلوټه الوتکو لخوا هغه وخت په نښه سوو چي له یوه بل وسله وال سره یې په موټر کي د پاکستان په احمد وال ښارګوټي کي سفر کاوه.دا سیمه د بلوچستان له مرکز کوټي څخه نژدې سل کیلو متره لري په جنوب ختیځ کي پرته ده.
ملا اختر محمد منصور ،چي په پردۍ خاوره کي اوسیدئ او دهغه ځایه يې دپردیو په اشاره په هيواد کي ،دبې ګناه خلګو ترور، وحشت خپرول ، دمخدره موادو قاچاق ، اونور غیر قانوني او غیر شرعي کارونه کول او د هيواد په پرمختګ کي ستر خنډ وو ،تل يې پرجنګ او تباهي ټینګار کاوه او جنګ ته يې پر سولي لومړیتوب ورکاوه .

دملامنصور په مرګ سره به اوس ټولو هغو ډلو او افرادو ته ، چي دپردیو په اشاره دخپل هیواد او خلګو په وړاندي جنګیږي دامعلومه سوي وي ، چي ددوي انجام به هم دملامحمد عمر او ملامنصور په شان وی ، نوځکه باید طالبان د فرصت څخه استفاده وکړي او دافغان سولي بهیر سره یوځاي سي او هم خپل او هم دنورو بیګناه انسانانو د ژوند په ژغورولوکي مرسته وکړي.

2
د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور د وژل کيدو سره سم به د طالبانو په اوسني جوړښت کي نوې پاڼه واوړي ، ځکه چي دا ډله اوس اوس نه يوازي له يو سخت انشعاب بلکه فکري ستونزو سره هم مخ ده او ډيری مشران يي يوه خوله نه دي او هم دپردیو لاسوهنو او ددوي پرډلو ویشل به ددې لامل سي ، چي دطالبانو ډله له منځه ولاړ سي .
په افغانستان کي په جنګي محاذونو کې جنګيدونکي سيمه ایز طالب مشران هم باید له دې برید وروسته یوه خبره درک کړي چي د دوی روانه پروژه بل لوري ته روانه ده اوباید له یاد فرصت څخه په ګټه اخيستو سره دي ، دحزب اسلامي په څېر دسولي له روان بهیر سره یوځاي او د وطن له ورانۍ لاس په سرسي او دخپل هېواد دورانولو پرځای دي په بیا رغونه کي برخه واخلي .

1
اوس نو طالبان يوازې یوه موکه لري او هغه داده چې نور باید د پاکستان له ادرسه د افغانستان پر ضد د روانې پروسې پر ځای افغاني پروسې ته مخه کړي او خپل مخالفت ته چې تر اوسه پاکستانی رنګ لري یو افغاني رنګ ورکړي او په تدريجي ډول د سياست یوه برخه سي که نه دوي باید پوه سي ،چي نه ملامحمدعمرلومړی طالب مشر وو ،چې مبهم و وژل شو او نه به منصور وروستی طالب مشر وي چې وژل کيږي بلکه دا لړۍ به نوره هم دوام ولري ، ځکه افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چي په میړانه او سرښندني دخپلو خلګو دفاع وکړي او دپردیو په وړاندي هر وخت دسر په بیه وجنګیږي او دخپل میړني اولس دفاع وکړي .

ليکوال: نويد مبارز

4742 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18835834_939085596231068_7223968299810012944_n

پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم ...