دقدرت پرسر به بیا هم جګړه روانه وي

دروان کال دجوزا دمیاشتې پرلومړي نیټه راپورونه خپاره سول ،چي دامریکا دبي پیلوټه الوتکي لخوا دطالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه سوی اوډېر امکان سته ، چي  ملامنصور به مړسوی وي ،چي دڅوساعتونو په جریان کي دافغانستان دملي امنیت لخوا دیوي اعلاميې په خپورلو سره دملا منصور مړینه تائید سوه ،چي ورځ وروسته بیا طالبانو هم دهغه مړینه تائید او پرځاي يې دهغه مرستیال هبت الله اخندزاده دطالبانو دنوي مشر په توګه اعلان کړ. د ملا محمد عمر د مړينې او دطالبانو د نوي مشر په توګه د ملا منصورتر ټاکل کېدو وروسته  دطالبانو ترمينځ ژور اختلافات پيدا سوه او هغوي پرډلو و وېشل سوه. ډېرو طالبانو دهغوی د مشر په توګه د ملا منصور سره مخالفت اعلان کړ. ملا منصور په دغه وخت کې د طالبانو په منځ او بهر کې زيات دښمنان پيدا کړل.

ملا منصور د پاکستان هيواد څخه طالبان دجنګ لپاره افغانستان ته را استول او د افغان او ایتلافي ځواکونو په وړاندي يې دهغوي جګړې رهبري کولې. ملامنصور دسولي دپروسې مخالف او تل يې دجګړې پلوي کول ،دده په رهبری وسله والو طالبانو په تېرو دوومیاشتو کې په کندهار اوکابل کې د ایتلافي او افغان ځواکونو په وړاندې بې شمېره حملې وکړې. د ملا منصور ترمشرۍ لاندي وسله والو طالبانو همدارنګه ښځې او کوچنيان هم د خپلو حملو ښکار کړل، لکه د حمل د مياشتې پر۳۱ نېټه هغه برید چې په کابل کې يې تر سره کړ. په هغه بريد کې تر ۳۵۰ زیات کسان زخميان او تر ۶۴ تنه زيات کسان مړه سول چې ښځې او کوچنيان هم پکښې شامل وه.

13245360_603151529848147_2724466907285483344_n

د کله څخه چې د ملا محمد عمر د مړينې خبرعام سو نو د طالبانو تر منځ اختلافات پيدا سول او پر ډلو ووېشل سول.او دطلبانو درهبري شورا غړوهریوه کوښښ کاوه ، چي ځان دطالبانو مشر معرفي کړي او دقدرت پرسردطالب مشرانو  مبارزې  تر پخوا زیات شدت پیداکړ ، چي په دي ترڅ کي ملا ذاکر هم يوازي له دې امله د کوټي شورا ته بیرته ورغلی چې ملا منصور ته ځان ور نژدې کړي او د سراج الدين حقاني سره د طالبانو د نوي مشر په توګه دهغه په ټاکل کېدو کې مرسته وکړي.

سراج الدين حقاني دا هيله لري چې که ملا ذاکر په خپل کار کې کاميابه سي، نو په دې سره به دی (سراج الدين)  وتوانېږي چې د وسله والو طالبانو مشر سي.

a.m.sh_.haibat.akhwand

دطالبانو دخپلمنځي او دقدرت پرسر دراپیداسوو اختلافاتو څخه دا په څرګنده معلومیږي ، چي  نه منصور او سراج الدين او نه هم هیڅ یو طالب د افغانستان د پرمختګ او حالت د ښه کېدو پسي ګرځي. دوي ټوله خود خواه دي او د قدرت وږي دي. دوي د دې لپاره هڅه او تلاښ کوي او خلګ وژنې چې قدرت او پیسې لاسته راوړي. لنډه دا چي دملا محمد عمر او ملامنصور په مرګ سره دقدرت داجګړه پاي ته نه رسیږي  او لوړپوړي طالبان د خپل موقف لپاره نه د بېګناه افغانانو د قتل و قتال پروا لري، نه د خپلو طالب مشرانو د وژلو پروا لري او نه هم  دافغانستان د بربادۍ، تباهۍ او در بدرۍ پروا لري. هغوي يوازي او يوازي د پرديو هيوادونو د نيابتي ګټو او خپل منصب په خاطر شپه او ورځ بېګناه افغانان په شهادت رسوي.

نو ټولو افغانانو ته پکار ده ، چي ددښمن په مکارانه تبلغاتو ونه غولیږي او په ګډه او اتفاق دسولي پروسې ته لبیک ووايې او دپردیو داسارت څخه ځان خلاص او په خپـــل وطن کي سوله ایز او ارام ژوند غوره کړي ، هغه متل دي ، چي (یابه یوکیږو یابه خداي مکړه  ورک کیږو) .

لیکوال : تاج الدین سهر

x

دا هم وګورئ

د اسلام آباد د نه ژمنتیا په صورت کي به درې ارخیزې غوندي څه ګټه وکړي؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

 د لیندۍ میاشتې ۲۴/۰۹/۱۳۹۷  د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره د افغانستان بله دری ...