په کندهار کي دوه کاله وړاندي د افغانستان په کچه د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون جوړ سوو

په دغه پوهنتون کي د ټول هيواد محصلينو ته د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په برخه کي تر ليساسن پورته د زده کړو زمينه برابره ده.

د زراعتي علومو په ملي پوهنتون کي نه يوازي مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي توليديږي، بلکي د مالدارۍ لپاره هم کسان روزي.

د کندهار ښار څخه ليري او د ګڼي ګوڼي څخه ګوښه سيمه؛ دا د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون دئ.

د دې پوهنتون تر اختيار لاندي ټوله ساحه ۵۰۰۰ جريبه ده، شمال خواته ئې د کندهار نړيوال هوايي ډګر او جنوب ته ئې د ډنډ ولسوالۍ رېګنه ساحه موقعيت لري.

د زراعتي علومو او ټکنالوۍ ملي پوهنتون که څه هم په کندهار کي موقعيت لري، خو د ټول افغانستان څخه محصلين پکښي تر ليسانس پورته زده کړي کوي.

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۱۳۹۳ کال د دلوي پر ۲۶ نېټه د هيواد پخواني جمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي او د هند د بهرنيو چارو پخواني وزير سلمان خورشيد پرانيست.

د يوه هيواد د زراعتي او غذايي موادو د ځان بسايني  لپاره تر ټول مهم دا ډول پوهنتونونه ثابت سوي، چي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون هم په راتلوونکو وختونو کي د ټول هيواد لپاره د زراعتي او غذايي موادو د برابرولو پړاونه وهي.

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون په پرانيستنه کي د هيواد پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی له دې پوهنتونه ډېري هيلي لري.

دلته به د ښو حاصلاتو تر لاسه کولو لپاره مسلکي کسان روزل کيږي، د دې پوهنتون ريښې به په ټول هيواد کي وغځول سي او تر ټولو ستره هيله ئې دا ده، چي افغانستان د مسلکي کسانو او بشري ځواک په مرسته د غلو دانو په ګدام بدلوي.

د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي له خولې به ئې واورو.

په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون سره د هندوستان د همکارۍ او مرستي ګراف تر ټولو پورته دئ.

په تخنيکي برخه کي د وسايلو د ورکړي، د استادانو په روزنه او محصلينو ته د اون لين زده کړو په ورکړه کي هند هيواد خپله همکاري له افغانستان سره په عمل کي ښکاره کړې ده.

هند هيواد نه يوازي، چي د افغانستان په غوښتنه ئې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون سره هر ډول مرستي نه دي سپمولي، بلکي اوس هم تر هغه وخته پوري د مرستي او همکارۍ لپاره سينه ټکوي، تر څو چي د افغانستان ملي پوهنتون پر خپلو پښو دريږي.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د افغانستان او هندوستان پر ګډه همکاري او د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د جوړېدو په اړه نور څه وايي.

افغانستان زراعتي هيواد دئ؛ مځکه، خاوره، هوا او اوبه ئې د کرکيلي لپاره تر ټولو ښه بلل کيږي، خو تر اوسه زمينه نه ده برابره، چي دغه هيواد خپلو وګړو ته په زراعتي او غذايي موادو چمتو کولو بسيا سي.

په افغانستان کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون په جوړېدو سره د چارواکو تر څنګ د خلکو هيلي ډيري ژوندۍ سوي او تمه لري، چي د دې پوهنتون څخه د مسلکي کادرونو تر فراغت او څيړنو وروسته به افغانستان هم پر خپلو زراعتي او غذايي موادو بسيا سي.

په کندهار کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون تر دې مهاله خپله ودانۍ نه لري او چاري ئې اوس د زراعتي علومو په يوه انسټيټوټ کي ترسره کيږي، چي د کاناډا لخوا جوړ سوی.

د دې چاري حل لاره هم وخت ته اړتيا لري، تر څو د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون خپله ودانۍ ولري.

په دې برخه کي هم د کندهار ولايتي اداره او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د هند هيواد په مرسته نوي پلانونه لري؛ د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي.

افغانستان ته د انسانانو د غذايي موادو تر څنګ د مرغانو، ماهيانو او نورو حيواناتو خواړه هم له ګاونډيو هيوادنو څخه راوړل کيږي، چي د کتني او لابراتوار لپاره ئې د اړينو وسايلو تر څنګ د مسلکي کسانو سخته اړتيا ليدل کيږي.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون ارزښت ځکه زيات دئ، چي د مسلکي کسانو په روزلو سره به دلته د ډېرو بې کيفيته غذايي موادو مخه ونيول سي او هم به د ځينو پروټيني موادو د توليد تر څنګ د ټول هيواد لپاره د مرغانو، ماهيانو او نورو حيواناتو لپاره غذايي مواد جوړيږي او هم به د هغوئ د روزلو لپاره مسلکي کسان روزل کيږي.

په افغانستان کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د ارزښت او نورو ګتو په اړه د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل هم خبري کړي دي.

د افغانستان د زراعتي علومو ملي پوهنتون اوس د پرمختګ پړاونه وهي او دوست هيواد هندوستان هم  خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور اغوندي.

دا د ملي پوهنتون لپاره موقتي تعمير دئ، دلته د محصلينو ټولګي، اداري او د غونډو بلاکونه او نور اړين ځايونه په اساسي ډول جوړ سوي دي.

په دې پوهنتون کي د هيواد د ګوټ ګوټ محصلين موجود دي، چي د ماسټرۍ تر کچي پوري په بېلا بېلو څانګو کي تحصل کوي.

دوې مياشتي وروسته په لومړي ځل په افغانستان کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون خپله لومړۍ دوره فارغين ورکوي.

د دې کسانو تر فراغت وروسته د هيواد د ګوټ ګوټ څخه لسګونه نورو کسانو هم د کانکور ازموينه ورکړې او دلته به خپل تحصل د ماسټرۍ تر کچي پوري بشپړ کړي.

دا ملي پوهنتون دئ، په يوه ولايت پوري مربوط نه؛ بلکي دلته د هيواد د هري سيمي محصلينو ته د زده کړي زمينه برابره ده.

محصلين په ډاډه زړه امتحان ورکوي او په ډاډه زړه زده کړه کوي، دوئ ځکه خوشحاله دي، چي په خپل هيواد کي دننه د دې زمينه ورته برابره سوې، چي د هيواد هر محصل بېله ستونزي ملي پوهنتون ته بريالی سي او تر ليسانس پورته زده کړي وکړي.

دا هغه محصلين دي، چي د هيواد د ګوټ ګوټ څخه راغلي او په کندهار کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي تر ليسانس پورته تعليم حاصل کړي.

تر دې مهاله د افغانستان د زراعتي علومو او عصري ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي ۳ زرغونې خوني جوړي سوي، چي د ميوه لرونکو او بې مېوې نيالګيو توليد پکښي کيږي.

دا هغه زرغونې خوني دي، چي د نيالګيو توليدات به ئې د کندهار تر څنګ د افغانستان اړتياوي پوره کړي.

نثار احمد د دې زرغونو خونو مسئول ټاکل سوي، هغه په اړوند برخه کي مسلکي کس دئ، تر دې مهاله ئې ډېر نيالګي روزلي او د نويو نيالګيو په توليد کي هم ښه تجربه لري.

نثار احمد وايي، چي دوئ دلته په اړوند برخه کي کسان روزي؛ تر څو د زرغونو خونو جوړښت مسلکي ترسره سي او خلک له تاوانونو وژغورل سي.

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مالدارۍ څانګ تر دې مهاله نه ده فعاله سوې او هڅه کيږي تر څو په دې برخه کي هم محصلين وه روزل سي.

د دې څانګي د فعالولو هڅي ځکه کيږي، تر څو په هيواد کي دننه په غيري مسلکي ډول د چرګانو، غواوو او ماهيانو د روزل مخه ونيول سي او هر څه په يوه مسلکي چوکاټ کي ترسره سي.

په دې اړه د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د مالدارۍ د څانګي امر سردار محمد هاشمي ډېر څه وايي.

په کندهار کي د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون يو شمېر استادان د هند هيواد څخه محصلينو ته اون لين تدريس کوي او دغه پوهنتون په هند کي د بېلا بېلو زراعتي پوهنتونو سره قراردادونه لري.

د دې پوهنتون استادانو دوه کاله وړاندي د سختيو سخت پړاونه تېر کړي، خو اوس ئې حالت ورځ تر بلي ښه کيږي او استادان ئې هم په اړوند برخه کي د هندوستان هيواد څخه روزنه ترلاسه کوي.

په دې اړه د دې پوهنتون د استادانو، رحمت الله نذير، ميرويس او بارک نظرونه په دې ډول دي.

د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون ۵۰۰۰ جريبه مځکه د زراعتي توليداتو او په اړوند برخو کي د څيړنو لپاره ښه سيمه بلل کيږي او هم به د زراعت محصلين په ياده ساحه کي عملي کارونه او تجربې ترسره کوي.

د دې پوهنتون سره هندوستان د ۱۲۰ ميليونه ډالرو مرستي ژمنه کړې او تر دې مهاله ئې د خپلي مرستي لړۍ په بېلا بېلو برخو کي جاري ساتلې ده.

1774 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

rt

د شهید عبدالعلي شمسي د لومړي تلین په یاد ځانګړی راپور ټاژ

624 ټول کتل سوی شمېر 30 نن کتل سوی شمېر دا راپور شریک کړئ په ...