په افغانانو کې له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ روحیه پیاوړې سوي

په افغانانو کې له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ روحیه پیاوړې سوي

لیکوال: شمشاد افغان

سره له دې چې د ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې په افغانستان کې وسله وال بریدونه او نورې امنیتي پيښې ډېرې وې؛ ملکي او پوځي تلفات ډېر ول او په ټوله کې افغانان له مشکلو او ستونزمنو امنیتي حالاتو سره مخامخ وه، خو بیا هم د خلکو په منځ کې د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او ګرانښت روحیه ډېره سوي ده.

په افغانستان کې قومي مخور، مدني فعالان او عام ولسونه تل له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو ادارو د امنیتي ځواکونو د پوځي تجهیز او اکمال غوښتنه کوي، دوی د ملي امنیتي ځواکونو بریاوي لمانځي او پر زیانونو يې خوابدي کیږي.

په دي ورستیو کي په کندهار کي ډېروقومي مخورو، دیني عالمانو، د ټولنیزو بنسټونو غړو او ځايي خلکو د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په یوه غونډه کې د امنیتي ادارو څخه د ولسي ملاتړ د ډېریدو یادونه وکړه او زیاته يې کړه، چې راتلونکي پرمختګونه او د سته پرمختیاوو ساتل د افغان ځواکونو په پیاوړتیا پورې تړلې دي.

په غونډه کي یوه تن قومي مشر وویل  وویل که چیرې موږ یو ځواکمن پوځ او دولت ولرو، ټول افغانان به د عزت او سرلوړی ژوند ولري:

د خپلو ملي امنیتي ځواکونو نه ټول په یو غږ ملاتړ کوو، اوس په کلیو او بانډو کې او په لیرو پرتو سیمو کې د کلي او قومونو خلک نیژدې اړیکې لري، ځکه اوس هر سړی په دې باندې پوه  دی، چې زه په خپل وطن کې عزتمن یم، په خپل وطن کې تعلیم یافته کېږم، په خپل وطن کې زما نه سړی جوړیږي، نن خلک دي ته همکار دي، چې د خپلو ځواکونو سره څنګ په څنګ ودریږي.”

دي وايي، چې د یوه هېواد د پرمختګ او هر اړخیز ثبات  لپاره امنیت مهم دی، دا چې د امنیت ساتنې دا دروند مسوولیت امنیتي ادارې پر غاړه لري، نو موږ هم د دوی، دې خدمت ته په کتو له خپلو وسلوالو ځواکونو ملاتړ کوو.

قومي مشرانواو علماوو په خپلو خبرو کې افغانستان ته د سته سیمه ییزو او نړیوالو ګواښونو ته په کتو د نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پخوا په پرتله باید افغان ځمکني او هوايي ځواکونه ډېر تجهیز او اکمال کړي، تر څو دا ځواکونه د نظام ساتلو جوګه سي.

دیني عالمانو او قومي مشرانو ټولو له دولت نه ملاتړ څرګند کړ، د دوی له کړنو يې ملاتړ څرګند کړ، په هره برخه کې له خپل دولت او امنیتي ځواکونو سره همکار یو، تر څو دولت مو پیاوړی او غښتلی شي، کوم څه چې پر ولسونو باندې کیږي، لکه څرنګه چې تل يې همکارۍ کړې او د نورو ولایتونو په پرتله دلته یو ښه امنیت دی، نور به هم دا امنیت قوي کړو.”

په هېواد  داسې مهال دیني عالمان او قومي مشران د افغان امنیتي ځواکونوڅخه  یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، چې همدا اوس د دې هېواد په یو شمېر ختیځو، سویل او شمال لویدیزو ولایتونو کې یاد ځواکونه له وسلوالو سره په دوامداره جګړو کې ښکیل دي او د خلکو له خوا د دې ځواکونو د معنوي ملاتړ او د نړیوالې ټولنې له خوا د دې ځواکونو د ځمکنیو او هوايي قواوو د اکمال او تجهیز اړتیا ډېره ده.

د پوځي چارو کار پوهان په دې نظر دي که چیرې افغان ځواکونه په پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ او درنو وسلو سمبال سي او د اړتیا وړ هوايي ځواک ولري، نو له یوې خوا به يې د جګړې په ډګر کې د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه سي او بلي خوا  به يې د وسلوالو له خوا په حکومتي ځواکونو او ښارونو د لویو بریدونو مخه نیولې وي.

 

 

x

دا هم وګورئ

د اسلام آباد د نه ژمنتیا په صورت کي به درې ارخیزې غوندي څه ګټه وکړي؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

 د لیندۍ میاشتې ۲۴/۰۹/۱۳۹۷  د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره د افغانستان بله دری ...