وسله وال مخالفین  دافغانانو دمعنوي ویاړنو دوښمنان دي

په هيواد کي د څو لسيزو رواني جګړې تريخ خوند ټولو افغانانو وڅکى. د افغانستان په مختلفو سيمو کي کلي وران سول، د ګودر غاړه په وينه سره سوه، هيواد په کنډواله بدل سو، مېندي بوري سوې او خويندي بې وروره سوې. ټول افغانان د وحشت او دهشت له امله متضرر سول، د تېرو ديارلسو کلونو راهيسي زيات افغانان ووژل سول، ژوبل سول او وځورېدل، خو چا ونه سواى کولاى چي حد اقل معلوم کړي چي دا  ولي ؟چا او د څه لپاره وکړل يا په بل مفهوم، هيڅ يو چا ونه سواى کولاى چي آن خپل مدعي خو معلوم کړي. افغان مظلوم ولسونه هره لحظه او هره شېبه وژل کېږي، خو دا نه معلومېږي چي ولي او پر څه باندي وژل کېږي او پر څه باندي بې کوره کېږي!؟ څوک په بمي چاودنو کي ووژل سول، څوک د غلچکي حملو، څوک د سړک د غاړي بمونو له ځان سره سره لمبه کړل. خو یوڅه ، چي معلوم دي ددي تر شا ټول ددولت وسله وال  مخالفین  دي ، چي دپردیو په لمسون زموږ هرڅه راڅخه اخلي او زموږ خوار ولس نه پریږدي چي سوکاله ژوند وکړي او په سیمه کي دسیال سره سیال سي.

له دې سره سره ، چي وسله وال مخالفین  دافغانستا دټولو ناخوالو اصلي ریښه ده ، دوي نه یوازي دافغانانو مادي ارزښتونه تباه کوي بلکي اوس غواړي ، چي دافغانانو معنوي ویاړونه هم ځیني واخلي ، وسله وال طالبان ، چي اوس پرڅو ډولو وېشل سوي تر ټولو خطرناکه ډله يې دملا اختر محمد منصور په نامه ډله ده ، چي دی دنورو جنایتونو ترڅنګ  دقومونو ترمنځ تفرقه اچوي او غواړي ،چي یوقومي مافیا رامنځ ته کړي او دقومونو ترمنځ جګړې اوفتنې واچوي  او دقومونو دبې اتفاقۍ څخه ګټه پورته کړي ، خو ویاړلو افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو خپل دښمنان ښه پیژندلي  او نور ددوی په ناوړه تبلیغاتو سره  نه خطاوزي  او  دخپلو ځانو څخه يې شړي ، ځکه دوي پوهیږي چي جنایت ،جنایت دی او جنایتکار هر وخت خطرناکه او دخلګو او وطن دبربادۍ لامل دی او  دا ټولي ناخوالي موږ ته د دې ناترسو تروريستي ډلو څخه راپېښه ده.

 وسله وال مخالفین تل د سولي د مذاکراتو تر پيل وړاندي هر ځل د خپل قوت ازموينه کوي ، هر ځل چي د سولي خبري مطرح کېږي په افغانستان کي جګړه  زور اخلي او د پېښو ګراف په صعودي ډول لوړېږي. وسله وال د بې ګناه انسانانو د قتل وقتال پروا نه لري، ددوي په بريدونو کي هم تر ډېره بريده يوازي او يوازي مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوړي. د مُشت نمونه خروار په ډول د تېر کال د ډسمبر د مياشتي پر ٨ مه نېټه د طالبانو له لوري د کندهار پر هوايي ډګر يو ډله ييز بريد ترسره سو، چي په پايله کي يې زيات شمېر ملکي بې ګناه انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته. په افغانستان کي ډېرى داسي بېلګي وجود لري چي د يادي ډلي په چاودونو کي په لسګونو وږو او تږو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړى او يا يې هم خپل د بدن غړي پکښي بايللي. وسله والو مخالفین په بمي چاودونو او ډله ييزه ځانمرګو حملو کي زموږ بې شمېره ولسونه د خاورو خوراک سول او يتيمان کوچنیان يې  لالهانده ګرځي. اوس هم زموږ د بازار يو سړک د يتيمو  څخه  نه دى خالي ، په تيرو څه د پاسه ديارلسو کلونو کي دې تروريستي شبکو په خپل ټول طاقت سره د افغانانو د محوه کولو لپاره ډول ډول استخباراتي فعاليتونه ترسره کړل. دغو ترهګرو ډلو خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کي هيڅ راز کمترين شفقت او زړه سوى هم د افغان ځورېدلي او رنځېدلي ملت سره ښکاره نه کړ. دوى فقط او فقط د موقع څخه په استفاده د ګاونډيانو د خوشحاله کولو په لاره کي د افغان ولس وينه خورا ارزانه وبلل. دوى په فقط او فقط د دې پردۍ نيابتي جګړې د پر مخ بېولو لوبغاړي دي. دوى پر مظلومو افغانانو ترحم نه لري. دوى ځانونه خوندي کړي دي، او دنور هیڅ غم هم ورسره نسته.

لیکوال:شمشاد افغان

x

دا هم وګورئ

د عمران خان نا مستقیم اعتراف

ع، وطندار پښتانه وايي: چې یو مړ نه شي، بل به موړ نه شي، افغانستان ...