نبوي احاديث او امام اعظم (رح)

نبوي احاديث او امام اعظم رحمه الله :

ابو داؤد.  

نعمان د ثابت زوي د نعمان لمسي، کنيه يې ابو حنيفه او د زيات علم له امله په امام اعظم مشهور دي، په ۸۰ هجري کال د کوفې په ښار کې وزېږېد، هغه وخت د عبد الملک بن مروان د خلافت دوره وه او کوفه يو ستر علمي ښار بلل کېده.
امام صاحب پوه، هوښيار د قوي عقل او زورور دليل خاوند و، ټول عمر يې د الله په خدمت او عبادت کې تېر کړ، د قران کريم له يادولو وروسته يې د تجارت په لور مخه کړه، خو الله جل جلاله د اسلامي دين د خدمت کار ورځنې اخيست او د دين په لور يې راوګرځاوه، داسې چې يوه ورځ د بازار په لور روان و او د وخت له مشهور عالم عامر الشعبي سره مخ سو، هغه ترې وپوښتل چې : چېرې درومې ؟ امام صاحب يې په جواب کې وويل چې بازار ته، هغه ورته کړه چې له بازاره تېرېږه او د جوماتونو په لور راوګرځه! ځکه چې زه په تا کې ويښتابه او خوځښت وينم، امام صاحب وايي چې دې خبرې مې په زړه کې ځاي ونيو، بازار ته مې شا او دين ته مې مخه کړه او د شعبي له خبرو الله جل جلاله ډېره ګټه راورسوله.
فقه، نبوي احاديث، علم کلام، نحوه او نور علمونه يې پاخه وويل او دې حد ته ورسېد، چې مخالفين يې مخ ته نه سول درېدلاي، ملحدين، خوراج، معتزله، شيعه ګان او نور ټول هغه څوک چې په سپېڅلي دين به يې له يوه او بل اړخه باطلې حملې کولې په شا يې وتمبول او چپ يې کړل، له دهري ( له الله څخه منکر) سره يې مقابله او هغه ته په عقلي دلايلو ماته ورکول د نړۍ د هر مسلمان په زړه نقش ده، خو موږ دلته په دې خبري کوو چې امام صاحب رحمه الله له نبوي احاديثو سره څه رنګ تعامل کاوه ؟
امام صاحب ته د پېغمبر صلي الله عليه وسلم د ځينو اصحابو رضي الله عنهم د ديدن شرف ورپه برخه سو، چې د هغوي له ډلې انس بن مالک، عبد الله بن اوفى، وائلة بن الاسقع او سهل بن سعد و، د امام صاحب عدالت خو هر چا ته معلوم دي او د ضبط په اړه يې د جرح او تعديل علماء لکه امام ذهبي، يحيي ابن معين، يحيي بن سعيد القطان، علي بن عاصم او نور علماء وايي : چې امام صاحب ډېر احاديث ياد او روايت کړل، او تنها د هغو احاديثو روايت يې کاوه چې ياد يې و، ابوحنيفه په حديثو کې ثقه دي، که د ابو حنيفه علم د هغه د وخت د علماو له علم سره وتلل سي د ابو حنيفه تله به درنه سي…
د امام صاحب تعامل له احاديثو سره د هغه له خپلو اقوالو ښه معلوميږي، چې د حديث د علم کتابونو را اخيستي دي، خلګ يې د حديث زده کړې او په احاديثو عمل کولو ته تشويقول او له دې يې سخته کرکه کوله چې د الله جل جلاله په دين کې له ځانه وغږيږي، امام صاحب به ويل : له دې ځان وساتئ چې د الله په دين کې له ځانه وغږېږئ او د نبوي احاديثو پيروي وکړئ، ځکه چې چا احاديث پرېښودل هغه لار ورکه کړه او هيچا ته په کار نه ده، چې داسې څه ووايي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم شريعت يې نه قبلوي، امام صاحب د نورو امامانو په څېر شرعي احکام له قران او سنت څخه راويستل او حديث يې په قران کريم د پوهې غوره لار ګڼله، يو ځل په جومات کې ناست و او د حديث درس شروع و، يو کس راننوتي او ويې ويل چې دا احاديث پرېږده، مه يې راته بيانوه، امام صاحب ورته سختې خبرې وکړې او ويې ويل چې که احاديث نه واي، نو هيڅوک به هم په قران نه واي پوهېدلي، امام صاحب د دين په مصدرونو کې د صحابه تر اقوالو پورې همغه څه وايي، چې معاذ بن جبل رضي الله عنه د پېغمبر عليه السلام د پوښتنو په جواب کې ويلي وو : زه شرعي احکام له قران کريم څخه اخلم، که په قران کريم کې يې مينده کړم او که په قران کريم کې يې ونه مومم، نو د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له احاديثو څخه يې اخلم، که په احاديثو کې يې بيا نه مومم، نو د صحابه و اقوال ګورم، د کوم صحابي قول ته مې چې خوښه سي هغه را اخلم او چې کوم ته مې خوښه سي هغه پرېږدم او هر کله چې خبره ابراهيم، شعبي، حسن، ابن سيرين او سعيد بن المسيب ته پاتې سي، نو لکه هغوي چې اجتهاد کړي، زه هم اجتهاد کوم، خو دومره خبره وه چې امام صاحب له نورو ځانګړي تګلوري درلودي او له قراني ايتونو او نبوي احاديثو څخه د احکامو په راويستلو کې هغو ډوبو معناوو پسې ګرځېد، چې ايت او حديث ورته اشاره کوله او تنها د نص ظاهر ته يې نه ليدل، د هغه په اړه دا شهرت چې هغه قياس او اجتهاد ډېر کړي په دې دليل نه دي چې هغه له احاديثو احکام يا نه دي را اخيستي او يا يې را اخيستي خو لږ، بلکې دا شهرت دا را په ګوته کوي چې امام صاحب رسول الله صلي الله عليه وسلم ته د حديث په نسبت او له هغه نه په روايت کې سخت شروط لرل او يوازې هغه حديثونه يې منل چې صحيح ثابتېدل او بيا يې د دې احاديثو په تفسير او قياس کې پراخوالي کاوه، چې مسائل حل کړي. هغه رحمه الله د خلګو ښېګڼه او اصلاح د حديثو په زده کړه کې ګڼله او ويل يې چې خلګ به تر هغې په خير وي، تر څو چې پکښې داسې څوک وي چې د حديثو زده کړه کوي او چې کله يې دا زده کړه يي پرېښووله، نو خلګ په فساد کې اخته سول. يو وار ورته وويل سول چې خلګو په حديثو عمل پرېښود او تنها احاديث اوري، هغه ورته وويل چې همدا د حديثو اورېدل هم په حديثو عمل دي.
د صحيح حديث په اړه د امام صاحب مشهور قول رانقلوو او هغه دا چې هر کله چې حديث صحيح و، نو همدا زما مذهب دي او هيچا ته دا اجازه نه شته چې زما په قول فتوي ورکړي، تر څو دا نه وي ورته معلومه چې زه له کوم ځايه غږېږم ؟ له دې غوڅ رامعلوميږي چې امام صاحب د هيڅ يو صحيح حديث مخالفت نه دي کړي، بلکې حديثونه يې ځينو غوره توبونو ته په کتو يو پر بل غوره کړي او صحيح حديث خپل مذهب بولي، هر چا ته يې دا اجازه ورکړې چې د پېغمبر صلي الله عليه وسلم سنتو ته د ده په اقوالو او افعالو غوره والي ورکړي او که د ده کومې وينا يا کړنې له نبوي احاديثو څخه سرچينه نه اخيستله، نو په هغې دې هيڅوک فتوا نه ورکوي او هغه دې پرېښودل سي، اوس که څوک جاهل او د امام صاحب له دې ملغلرو ناخبر راپاڅي او په هغه رحمه الله انتقاد کوي او هغه د نبوي سنتو مخالف بولي، نو دا بېشکه د ده خپله ناپوهي ده او امام صاحب ترې بري دي، جمال الدين قاسمي په قواعد التحديث کې د امام سيوطي دا قول راوړي چې : امام صاحب د خبر واحد په څېر د صحيح حديث په راوي کې هم دا شرط ګڼله چې راوي دې يې فقيه وي.
امام صاحب ته متواتر حديث او مشهور حديث يو په بل پسې په نورو مخکې و او خبر واحد يې د نورو مخکينيو علماو په څېر ظني الثبوت دليل باله او عمل يې پرې کاوه، دکتور مصطفي سباعي او نورو علماو ويلي چې په هغه وخت کې په حديثو کې د دروغو د خپرېدو له امله امام صاحب د حديثو په قبلولو کې دقيق شروط لرل، چې د خبر واحد په قبلولو کې يې شروط په لاندې ډول دي :
که خبر واحد به له هغو اصولو سره په ټکر کې و، چې په هغې اصولو د علماو اتفاق و، نو خبر واحد يې مرجوح ګاڼه.که خبر واحد به د قران کريم له عام يا ظاهر سره په ټکر کې و، نو خبر واحد يې پرېښوده او د قران په ظاهر يې عمل کاوه، خو که خبر واحد به د قران مجمل بياناوه او يا به يې نوي حکم راووړ، نو هغه ورته قبول و. خبر واحد ورته د مشهور حديث په مقابل کې مرجوح و.که خبر واحد به د همده په څېر له بل خبر سره مخامخ سو، نو يو به يې له ځينو غوره توبونو له امله غوره کاوه. د خبر واحد راوي بايد د خپل حديث خلاف عمل يا خبره نه وي کړي. خبر واحد بايد په متن يا سند کې په زياتو الفاظو ځانته والي(تفرد) نه وي کړي، او امام صاحب د لږو الفاظو په هغه عمل کاوه. که خبر واحد به عام و، نو په هغه کې به يې شهرت او تواتر شرط باله. په خبر واحد کې بايد چې له سلفو څخه د کوم يوه طعن ذکر نه و. که په حدودو او سزاګانو کې به دوه خبره سره مختلف وو، نو په اسان هغه يې عمل کاوه. د راوي حفظ ته بايد د حديث له اورېدو تر روايت کولو پورې کوم خلل نه وي پېښ سوي او راوي بايد فقيه وي.
دا او ځينې نور شروط وو، چې امام صاحب د خبر واحد په منلو کې د ډېر احتياط او ځان ساتنې له امله ايښي وو، له ضعيف حديث سره د امام صاحب معامله داسې وه، چې ضعيف حديث يې په قياس او رايه مخکې کاوه او قياس يې د ضعيف حديث په شتون کې ناروا باله، د حديث ګڼو علماو له امام صاحب څخه د هغه دغه دريځ رانقل کړي، ابن حزم وايي : د امام صاحب ټول پيروان او ملګري په دې متفق دي چې د امام صاحب مذهب دا و، چې ضعيف حديث ته يې په قياس ترجيح ورکوله، او په کتاب إحكام الإحكام کې وايي : امام صاحب ويلي : ضعيف خبر چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه راغلي وي له قياسه غوره دي او په شتون کې يې قياس روا نه دي. شيخ الاسلام ابن تيميه فرمايي: چا چې دا ګمان وکړ چې ابوحنيفه يا بل امام د قياس لپاره د صحيح حديث مخالفت کوي، نو دا غلط او له خېټې غږيږي، ځکه امام صاحب ضعيف احاديث هم له دې وجهې په قياس مخکې کړي چې د هغه په نېز صحيح و.ابن القيم رحمه الله هم په همدې نظر دي، شعرائي په خپل کتاب الميزان کې رانقلوي چې امام صاحب فرمايلي : والله چې دروغ او تهمت راپورې تړي چې څوک وايي چې موږ قياس په نص مخکې کوو، ايا له نص وروسته قياس ته څه اړتيا شته ؟! په مدينه منوره کې له محمد بن حسن بن علي رضي الله عنهم سره مخ سو، هغه ورته وويل چې ايا ته هغه کس يې چې د قياس لپاره زما د نيکه ( پېغمبر عليه السلام) د احاديثو مخالفت کوې ؟ امام صاحب ورته وويل چې له الله پناه غواړم، چې داسې کار دې وکړم، کېنه، ته داسې حرمت لرې لکه ستا نيکه چې درلود، بيا يې ورته کړه چې ته ووايه! سړي کمزوري دي که ښځه ؟ محمد بن حسن وويل ښځه، امام صاحب بيا وپوښت چې د سړي برخه په ميراث کې څومره ده او د ښځې ؟ جواب: د سړي برخه د ښځې دوه برابره ده، امام صاحب وويل :که ما قياس په حديث مخکې کاوه، نو ښځې ته به مې د سړي دوه چنده، برخه ټاکلې وه، بيا يې وپوښت چې لمونځ افضل دي که روژه ؟ جواب : لمونځ، امام صاحب وويل چې که ما قياس په حديث مخکې کاوه، نو حايضې ته به مې د روژې پر ځاي د لمونځ د راګرځولو ويلي وي، بيا يې وپوښت چې متيازې ډېرې نجسې دي که مني ؟ جواب: متيازې، امام صاحب وفرمايل که ما قياس مخکې کولاي نو د مني پر ځاي به مې په متيازو د غسل کولو ويلي وي، خو له الله پناه غواړم چې له حديثو پرته څه ووايم، بلکې زه د هغه صلي الله عليه وسلم د احاديثو خدمت کوم، بيا محمد بن الحسن راپاڅېد او د امام صاحب مخ يې ښکل کړ.
په موقوف حديث کې يې د نظر په اړه امام ابن القيم الجوزي وايي : چې د امام ابوحنيفه او نورو امامانو مذهب دا و، چې د صحابي قول يا فعل يې دليل نيوه او مخکې مو هم د امام صاحب قول ولوست چې هغه شرعي احکام لومړي له قران کريم څخه اخيستل له هغې وروسته له احاديثو او بيا د صحابه له اقوالو او افعالو څخه او له دې وروسته يې خپل اجتهاد کاوه.
د مرسل حديث په اړه ( هغه حديث چې تابعي له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کړي وي): خطيب بغدادي، ابن صلاح، عراقي، سخاوي او امام نووي ټول وايي چې امام صاحب او امام مالک دواړو د ثقه او عادل راوي مرسل حديث مانه او دليل يې نيوه.
د راوي په عدالت کې امام صاحب په نورو شروطو له پاسه نارينتوب هم شرط باله او بي بي عائشه او ام سلمه رضي الله عنهما له دې شرطه مستثني وې، د مجهول الحال راوي حديث ورته قبول و، ځکه چې د اسلام د پيل وخت و او ډېر خلګ عادل وو، د مبتدع د روايت په منلو کې يې دوه شرطونه ايښي وو، چې درواغ حلال ونه بولي او خپل مذهب ته پکښې بلنه ونه کړي او لکه مخکې مو چې وويل د راوي په ضبط کې يې په نورو شروطو دا هم ورزيات کړي چې راوي بايد حديث د اورېدو له وخته تر روايت کولو پورې په يادو ياد ولري.
او په اخر کې يادونه کوو چې يو مسند هم شته چې امام اعظم رحمه الله ته منسوب دي او سمه او غوره خبره پکښې دا ده چې دا مسند هغه خپله نه دي ليکلي، بلکې لکه څنګه چې حافظ ابن حجر رحمه الله وايي دا مسند له هغه وروسته د هغه د مذهب علماءو راجمع کړي دي.
مأخذونه: ۱- سلسة أعلام المسلمين إمام أبو حنيفه
۲ـ إعتقاد الأئمة الأربعة أبي حنيفة و مالك والشافعي و أحمد
۳ـ الخيرات الحسان في مناقب الإمام أبي حنيفة النعمان
۴ـ ابو حنيفة حياته و عصره ، آراءه وفقهه
۵ـ مناقب الإمام أبي حنيفة و صاحبيه أبي يوسف و محمد بن الحسن
۶ـ أصول الدين عند الإمام أبي حنيفة
۷ـ أصول الحديث عند الإمام أبي حنيفة

1884 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

d

درواغ ویل

درواغو ویل یو ډول سلوکي ستونزه ګڼل کېږي، چي د ټولني پر وګړو منفي اغېزه ...