موږ ولي خپل دښمن نه پيژنو؟

موږ ولي خپل دښمن نه پيژنو؟

لیکوال: بشیر درمان

په افغانستان کي به د جنګ لمن هغه وخت ټوله شي، چي د ترهګرو مالي تمويلوونکي سرچينې وچي شي. که د تروريزم د امکاناتو او تجهيزاتو برابرولو مخنيوى ونه شي، ترهګري خاتمه نه مومي. افغانستان اوس د تروريزم د جګړې په سرو لمبو کي سوځي، د ګاونډيو هيوادونو او سيمي تروريستان ټول راغلي، پر حقاني شبکې، وسله والو طالبانو، عربو، چيچنيايانو او داعش سربېره نوري تروريستي ډلي هم زموږ په هيواد کي جګړه کوي. د ګاونډيو هيوادونو استخباراتي او معلوماتي شبکې په افغانستان کي سوله، ثبات او امن نه غواړي. د افغان دولت لوړپوړي دولتي چارواکي وايي، چي لومړى بايد د (حزب التحرير) په ډول د تروريزم د مالي او تسليحاتي مرستو سرچينې وچي شي. حقاني شبکې، لښکر طيبه، لښکر جنګوي او تحريک طالبان پاکستان په ډول دې ته ورته ټولو تروريستي ډلو او احزابو ته د حزب التحرير له خوا مالي امکانات برابرېږي. سياسي شنونکي او کارپوهان وايي، مخکي له دې چي تروريستان دا اټکل وکړي چي مالي او تسليحاتي سرچينې يې نوري وچېږي، ښکېلي غاړي بايد دا کار وکړي، تر څو نور تروريزم ته په اصل کي د مجادلې او مقابلې موقع برابره نه شي. د حقاني شبکې تروريستان په افغانستان او پاکستان کي د جګړې د لګښتونو د برابرولو لپاره له خلکو زکاتونه ټولوي، په دواړو هيوادونو کي قاچاق کوي او د پيسو په مقابل کي خلک تښتوي. د دغي شبکې غړي او حاميان زيات وختونه په ګڼ مېشتو ولسي سيمو کي بمي چاودني کوي، ځانمرګي بريدونه او د موټر بم چاودني يا حملې کوي، چي زيان يې تر ډېره بريده ولسي وګړو ته رسېږي.

د حقاني شبکې زيات تمرکز پر دې دى چي د بهرنيانو د منافعو د خونديتوب لپاره بې ګناه او غيرمحارب افغانان  څنګه په شهادت ورسوي. د تېرو څه دپاسه ديارلسو کلونو په روانه جګړه کي حقاني شبکې يو زيات شمېر کورنۍ د غم، اوښکو او ساندو پر ټغر کښېنولې. د خوست ولايت په شمول يې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کي داسي وحشتناکه کړني ترسره کړې چي د تاريخ د تورو څپو باب به وګرځي، ځکه د حقاني شبکې مريدانو د خپل مصنوعي پير د خوشحاله کولو په خاطر د افغانستان مظلوم او بېچاره ولس په ناحقه په شهادت ورساوه. د دغي شبکې غړي د پرديو د ګټو لپاره تر افغانانو او افغانيت تېر سول. په تېرو څو کلونو کي د دغي تروريستي شبکې غړو د پرديو د خوشحاله کولو په خاطر په زرګونو عامه محافلو، مجالسو او مسجدونو کي انفجارونه وکړل. ټول ولس په دې پوهېږي چي د حقاني شبکې تروريستان پر افغانانو او آن، بشريت ترحم نه لري. د حقاني شبکې کړني او اعمال ټول د اسلامي امورو او ارشاداتو سره کاملاً په مغايرت کي دي. د دغي شبکې کړني د هيڅ يو افغان او وجدان ته د منلو او زغملو وړ نه دي. د حقاني شبکې غړي د ساديستانو په څېر د افغانانو له وينو څخه خوند اخلي، ځکه چي په بدل کي يې پيسې او نور امکانات هم ترلاسه کوي. د حقاني شبکې پلويان او لارويان يوازي او يوازي د قدرت، موقف، مقام، منصب او پيسو پيداکولو په فکر کي دي. په پاکستان او افغانستان کي د مختلفو لارو څخه د جهاد تر يوه سپېڅلي عنوان لاندي خو د دغه مقدس عنوان څخه په سوء استفادې سره پيسې پيدا کوي او بيا په ټوله سيمه کي افراطي اعمال ترسره کوي. د دغي ياغي او باغي ډلي تروريستان د افغانانو د پت او عزت پروا نه لري، نو په همدې اساس د حقاني شبکې په وړاندي يوه ملي او سرتاسري غبرګون ته اړتيا ده. د دې تروريستي ډلي سره مبارزه او مقابله يوازي او يوازي د امنيتي ارګانونو دنده نه ده، بلکي هر افغان مکلفيت لري چي د خپل مستقبل د ښېرازۍ په خاطر د خپل هيواد په امنيت ساتلو کي له خپل امنيتي او دفاعي سرتېرو سره اوږه پر اوږه کار وکړي، تر څو د دښمن هڅي نوري په نطفه کي خنثى شي. د افغانستان ولس بايد خپل اصلي او اساسي دښمن درک کړي او نور د حقاني شبکې د تروريستانو په څېر د نړۍ ټولو تروريستانو ته دا په ډاګه کړي چي افغانستان نور د تروريزم پر ځاى د سولي، امن، ثبات، امنيت، انکشاف، اتحاد، ملي اخوت او ملي وحدت کور دى، دا کار تر ډېره بريده په افغانانو اړه لري، ځکه هر قوم خپل سرنوشت (برخليک) د ځان لپاره خپله ټاکي. که افغانان نور تروريزم او جګړه نه غواړي، نو بايد ټول په متفق ډول تروريزم مردود وګڼي او د جګړې پر ځاى د سولي تامينولو لپاره کار وکړي، تر څو افغانستان او افغان ملت د تل لپاره د موجوده ناخوالو څخه د خلاصون او نجات لاره ومومي.

x

دا هم وګورئ

‎زموږ ظالم دښمن | ‎مینه منګل

ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو ...