طالب مشران قومي شخړوته لمن وهي

طالب مشران قومي شخړوته لمن وهي

دطالبانو دنوي مشر ملا اختر محمد منصور ، قدرت ته تر رسیدو وروسته دطالبانوترمنځ اختلافات نور هم زیات سوه ،چي عملا پرڅو ډولو وویشل سوه او هم یې یودبل په وړاندي سنګرونه ونیول او ډېر تلفات يې هم ورکړه او دالړي اوس  دوام لري ، که څه هم وسله وال طالبان تر پخوا ډېر ځپل سوي خو دوي په تېرو څه د پاسه څوارلس کلونو کي يو زيات شمېر بېګناه افغانان په ډله ييزه توګه په شهادت ورسول. په ټول افغانستان کي ئي د مظلومو افغانانو  ويني توي کړي  ،وطن يې وران کړ ، بیوزله افغانان يې مهاجرت ته اړ کړل او ټول هغه کارونه ،چي دبشریت په تاریخ کي يې ساري نه دي لیدل سوي ترسره کړه ، ددي ټولوسره سره ملا اختر محمد منصور  اوس یوه نوي لوبه دقومیت په نامه پیل کړي او اوغواړي ، چي  خپل رقیبان دقوم په نامه له منځه یوسي ، چي هم دا اوس يې  د اسحاقزو او علیزو په نامه خلګ په جنګ اچولي او غواړي ، چي قومي شخړي رامنځ ته او په دي ډول خپل سیاسي رقیبان له مخه لیري کړي ،  ملااخترمحمد منصور په دي ورستیو کي دمنصور دادالله دوژنې امر هم صادر کړي او غواړي  هغه هم له مخه لیري او میدان ځان ته صاف کړي ، اصلي خبره خولا داده ، چي اوس دکوټي نوې شورا دامارت شورا په نامه نه بلکي دقومي شورا په نامه یادیږي .

ملا اختر محمد منصور مخکي هم دطالب مشرانو په وژولو تورن دي   او دطالبانو نارضي ډلي ادعا کوي ، چي ملا منصور ددوي مشران وژلي او یايې افغان دولت ته سپارلي ، ملا اخترمحمد منصور د سراج الدین حقاني دورور انس حقاني او حافظ رشید د نیوني او زنداني کیدو مسولیت هم پر غاړه لري نو ځکه د حقاني وروڼو کوښښ وکړ چي له ګونتانامو زندان څخه د طالبانو پنځه لوړ پوړي کسان له هغه ځایه راخوشي کړي تر څو د کوټي شورا په چوکاټ کي يي ورځای او دملا منصور قدرت کم کړي

دملا منصور دکړونو څخه دا معلومیږي ، چي طالبانو څومره دقدرت لیوني دي  ، قدرت ته درسیدو لپاره حتي خپل خپلوان اودکلنو انډیوالان هم وژني او ځان قدرت ته رسوي .

په هر صورت که افغانان غواړي، چي دداسي مطلب اشنا ، ځان غوښونکو او دپردیو ګټو ته ژمنو کسانو له شره  ځان خلاص کړي، نو  بايد ټول افغان ملت د ملي يووالي او ملي اخوت په رسۍ منګولي ولګوي، په خپلو منځونو کي تر تفرقې اچوني تېر سي او ټول خپل ازلي او قسم خوړلي دښمنان وپېژني. که افغانان نور خپل دښمن ونه پېژني او د اتحاد پر لاره برابرنه سي، نو تروريستان به د تل لپاره د افغانانو د وينو څخه د اوس په څېر خوند اخلي او د مظلومو بېګناه افغانانو ويني به په ناحقه زبېښي او داښکلي هېواد به مو نور هم وران او موږ بل تل  نورو ته اړ او محتاج یو . نو افغانان بايد نور دا درک کړي، چي افغانستان د افغانانو کور دی او په دې کور کي بهرنيو او کورنيو تروريستانو ته ځای ورکول ستره تېروتنه  او تباهي ده.

لیکوال: شاپور دروېش

x

دا هم وګورئ

‎زموږ ظالم دښمن | ‎مینه منګل

ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو ...