سږ کال د نورو په پرتله هلمند کي د کوکنارو کرکيله ډېره ده.

سږ کال د نورو په پرتله هلمند کي د کوکنارو کرکيله ډېره ده.

خبريال: عبدالرحيم مطمن

د نشيې توکو پر ضد د مبارزې رئيس وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله د کوکنارو کرکېله ځکه ډېره ده، چي په ډېرو سيمو کي نا امني ده.

دی وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د لږ والي يا ډېروالي په اړه مالومات نه دي خپاره سوي، خو دوی اټکل کوي، چي سږ هم لکه د تېر کال پر ډول اتيازره هکتاره مځکه پر کوکنارو کرل سوې ده.

له بلي خوا دې ولايت ته د هيواد له ګوټ، ګوټ څخه خلک راځي او دلته د کوکنارو د نېښ پر مزدورۍ بوخت دي.

تېر څو کلونه هلمند کي په ښکاره د کوکنارو د کرکېلي پر ضد ملکي او پوځي ادارې په جديت سره اقدام کاوه، خو سږ کال دا چاره هغسې نه ده.

هلمند ته له بېلابېلو ولايتونو نېښګر راځي او په ښار کي د نېښ وهلو وسايل په ښکاره پلورل کېږي.

تر دې پخوا په ولسواليو کي د امنيتي مسئولينو او قومي مشرانو ترمنځ د کوکنارو د نه کرلو په اړه غونډي کېدې او د نه کرلو په اړه يې له خلکو ژمني اخېستل کېدې، خو اوس داسي ښکاري ، چي د ټولو امنيتي ځواکونو په حضور کي د نېښ وهلو کار روان دی.

سږ کال ټاکل سوې وه، چي د کوکنارو کمپاين پېل سي او پنځه زره هکتاره مځکه له کوکنارو پاکه سي، خو د نشيې توکو پر ضد د مبارزې رئيس سيد احمد ورور وايي، د ځينو ستونزو او پراخي نا امنۍ له امله زمينه برابره نه سوه، چي د کوکنارو کمپاين پېل کړي.

دی وايي ګومان کوي، چي سږ به د جګړو له امله د تېر په پرتله کوکنار ډېر کرل سوې وې، خو تر اوسه ملګرو ملتونو د ډېروالي او يا لږ والي په اړه کره شمېره نه ده وړاندي کړې.

دی وايي، تېر کال اتيازره هکتاره مځکه پر کوکنارو کرل سوې وه، چي ښايي سږ به يي شمېره د جنګ له امله ډېره وي.

تېر کال دولتي مسئولينو د کنفرانسونو له لاري، يوازي په دښتي سيمو کي د کوکنارو د کښت خبرونه ورکړي وه، چي ملګرو ملتونو يې د کر شمېره اتيازره هکتاره ښودلې وه، خو سږ کال چي په دښت او وطن دواړو کي کرل سوي، نو ښايي د ملګرو ملتونو اداره يې شمېره تر اتيازره هکتاره ډېره يادي کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...