د کندهارد پوهني د بهیر د چټکتیا لپاره هڅي پیل سوي

په کندهار کي د پوهني رياست مسئولين وايي، چي د نورو کلونو په پرتله ئې کارونه ډېر ښه سوي او هم په ولسواليو کي څو بابه بند ښوونځي او تعليمي مرکزونه پرانيستل سوي دي.

خبریال: ویس ارین

دا مهال په کندهار ښار او ولسواليو کي ټول ټال ۳۱۸ بابه د عمومي تعليماتو مرکزونه فعاله دي، چي تر دوه سوه اويا زره زيات نارينه او ښځينه زده کوونکي پکښي په زده کړو بوخت دي.

کندهار د افغانستان د جنوبي ولايتونو څخه هغه ولايت دئ، چي په نا امنه ولسواليو کي ئې ځيني ښوونځي د بېلا بېلو لاملونو په خاطر تړلي او ګڼ شمېر نارينه او ښځينه زده کوونکي د تعليم د ستر نعمت څخه بې برخي دي.

د نورو کلونو په پرتله روان تعليمي کال په کندهار کي ځکه ښه بلل کيږي، چي په يو شمېر ولسواليو کي د سيمي د قومي مشرانو او سپينږيرو په هلو ځلو او غوښتونو يو شمېر تړلي ښوونځي بيرته پرانيستل سوه او اوس مهال زده کوونکي پکښي په ډاډه زړه درسونه وايي.

د کندهار د پوهني رئيس انجينر عبدالقادر پيوستون وايي، چي اوس مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۱۸ بابه فعال ښوونځي لري، چي تر دوه سوه اويا زره زيات نارينه او ښځينه زده کوونکي پکښي په زده کړو بوخت دي او ۳۰ سلنه ئې يوازي انجوني جوړوي.

نوموړی وايي د روان کال په لړ کي ځيني تړلي ښوونځي، چي د نا امنيو او نورو لاملونو په خاطر بند وه، بيرته د زده کوونکو لپاره پرانيستل سوه.

ښاغلی پيوستون وايي، چي د ښوونځيو تر څنګ په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۳۱ بابه راجسټر سوي د ديني زده کړو مرکزونه هم لري، چي ګڼ شمېر زده کوونکي پکښي ديني زده کړي کوي.

د پوهني رئيس په خپلو خبرو کي زياته کړه، چي په کندهار کي څلور د نيمه لوړو زده کړو مرکزونو موجود دي، چي اوس مهال پکښي ۱۳۴۹ تنه نارينه او ښځينه محصلين زده کړي کوي.

نوموړی دغه راز وايي، چي په ټول کندهار کي يوازي يو د ښوونکو د روزني مرکز ( عالي دارلمعلمين) لري، چي د محصلينو شمېر ئې ۱۳۴۵ تنو ته رسېدلی، چي ۳۲۰ تنې پکښي انجوني دي.

د پوهني رياست مسئولين وايي، چي د زده کوونکو د روزني او د اړوند برخي د اداري کارونو لپاره ۶۳۲۷ تنه مامورين کار ورسره کوي، چي له دې ډلي ۵۱۹۶ تنه ئې ښوونکي تشکيلوي.

د پوهني رئيس ښاغلی پیوستون وايي، چي په يادو ښوونکو کي ۴۰۶ تنې ښځينه ښوونکي دي، چي په بېلا بېلو ښوونځيو کي د تدريس بهير مخته وړي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چي تر دې مهاله ئې د رسمي ښوونکو شمېر ۳۴۸۴ تنو ته رسېدلی او پاته ۱۷۱۲ تنه ښوونکي غيري رسمي کسان دي.

ښاغلي پيوستون په کندهار کي خصوصي ښوونځيو او تعليمي مرکزونو ته هم اشاره وکړه، د هغه په خبره په کندهار کي ۳۰ خصوصي ښوونځي سته، چي دا مهال پکښي تر ۸۹۰۰ زده کوونکي زده کړي کوي.

نوموړی وايي، چي تر سلو زيات کورسونه او سنټرونه هم دلته فعاليت کوي او د تولو خصوصي ښوونځيو او کورسونو فيس د هغوئ کيفيت ته په کتو پورته او کښته ټاکل سوی دئ.

ښاغلی پیوستون وايي، چي موده وړاندي د پوهني وزارت تدريسي مرستيال کندهار ته راغلی وو او دلته ئې د ښار او ځينو ولسواليو د ښوونځيو څخه له نژدې ليدنه وکړه او دلته ئې د موجوده ستونزو د حل لپاره بشپړ ډاډ رکړ.

نوموړی وايي، چي د وزارت مرستيال ته مو څو اساسي ستونزي وړاندي کړې، چي يوه پکښي د ښوونځيو لپاره د تعميرونو جوړول دي، ځکه اوس مهال په کندهار ښار او ولسواليو کی تر ۲۰۰ زيات علمي او تعليمي مرکزونه نه يوازي، چي تعميرونه نه لري بلکي پينه پینه خېمې هم د ځينو سيمو زده کوونکو ته غنيمت بلل کيږي.

نوموړی وايي بله ستونزه ئې د اووم، اتم او نهم ټولګيو لپاره د بشپړ تدريسي کتابونو نه درلودل دي، چي اوس مهال دغه ستونزه په ټول افغانستان کي موجوده ده.

د ښاغلي پيوستون په خبره کندهار ته د کاپي تشکيل نه ورکولو ستونزه ئې هم د پوهني وزارت د تدريسي مرستيال سره شريکه کړه او هيله لري، چي ټولو ستونزو ته به ئې په راتلوونکي کي يو په يو حل لاري ولټول سي.

په ښوونځيو کي د نورو ستونزو په اړه مو د عينو دوهم نمبر ليسې د سر ښوونکي ميرمن ظريف ماه سره خبري وکړې، هغه د دغه ښځينه ښوونځي لويه ستونزه د زده کوونکو لپاره د ټرانسپورټ نه درلودل بولي.

نوموړې وايي، چي له دې وړاندي ئې ښځينه زده کوونکو او ښوونکو ټرانسپورټ درلود، خو اوس له ټرانسپورټه بې برخي سوي او ګڼي ستونزي ورته جوړي دي.

د مېرمن ظريف ماه په خبره د ګڼو زده کوونکو کورونه ډېر ليري دي او نه سي کولای تر ښوونځي پوري په پښو تګ راتګ وکړي نو ځکه ځيني انجوني د ټرانسپورټ د نه موجوديت په خاطر اړي سوې او ښوونځي ته له تګ کولو ئې ډډه وکړه.

نوموړې د کتابونو کمښت، د استادانو کمښت، د حق الزامه ښوونکو معاش نه ورکول، د لابراتوار لپاره اړين مواد نه درلودل، په ښوونځي کي د لوبو لپاره د ځانکړي لوبغالي نه موجوديت، د ټولګيو، کلکینانو او دروازو نه رغېدل ئې نوري ستونزي دي.

هغه وايي تر ټولو جدي ستونزه ئې په باران او د سېلابونو د راتلو پر مهال په ښوونځي کي د اوبو درېدل دي، ځکه ښوونځی ئې د اوبو وتلو لپاره لاره نه لري.

محب الله قادري د صوفي صاحب د هلکانو ليسې امر دئ، نوموړی وايي، چي د ټولو ښوونکو او زده کوونکو په همکاري ئې د ښوونځي ګڼي ستونزي حل کړي دي او ځيني ستونزي، چي عمومي دي د هغوئ د حل لپاره د پوهني وزارت او په ولايتونو کي د اړوند برخي د رياستونو د جدي هڅو او اقدام غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، چي عمومي ستونزي ئې د اووم، اتم او نهم ټولګيو د زده کوونکو د تدريس بشپړ کتابونه نه درلودل دي، چي اوس مهال دغه ستونزه په ټول افغانستان کي ليدل کيږي او د حل لپاره ئې اقدام روان دئ.

د ښوونځيو څو تنو ښځينه زده کوونکو هم خپلي ستونزي راسره شريکي کړې، هغوئ وايي که ئې د ټرانسپورټ ستونزه حل نه سي نو ممکن زياتي ښځينه زده کوونکي ښوونځي ته له تګ کولو څخه ډډه وکړي.

د دوئ په خبره اوس هم ډاډه نه دي، چي امنیت دي د ښځينه زده کوونکو لپاره په بشپړه ډول ډاډ من وي او دوئ دي تر ښوونځي پوري په پښو تګ راتګ وکړي.

هغوئ وايي، چي د لاري په اوږدو کي د ځينو کسانو لخوا زورول ئې بله ستونزه ده، دوئ وايي که د پخوا په څېر ئې د ټرانسپورټ ستونزه حل سي نو بيرته به زيات شمېر انجوني د ښوونځي لوستلو ته مخه کړي.

د ټولګيو ماتي دروازې، مات کلکينان او د لوبو لپاره د ځانګړي لوبغالي جوړېدل ئې نوري غوښتني دي، چي د پوهني رياست څخه ئې د پوره کېدو هيلي لري.

د ښوونځيو دغه ښځينه زده کوونکي وايي، چي د پوهڼي وزارت دي د هيواد په کچه د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي، ځکه د څلورنيمي مياشتي ازمويني ته کمه موده پاته ده، خو اوس هم د اووم، اتم او نهم ټولګيو زده کوونکي د تدريس بشپړ کتابونه نه لري.

په کندهار ښار کي د نارينه زده کوونکو يو ښوونځي ته هم ورغلي يو، هلته شاوخوا چاپیريال ډېر پاک او د ټولګيو پر ديوالونو د پخوانيو پاچاهانو، ليکوالانو او شاعرانو تصويرونه لګيدلي دي.

په دې دوه پوړيز ښوونځي کي زرګونه زده کوونکي درس وايي، خو د ښوونځي په داخل کي د ټولګيو د زده کوونکو شور ما شور نه اورېدل کيږي.

د دې ښوونځي څو تنو زده کوونکو د خبرو پر مهال راته وويل، چي هيڅ ستونزه نه لري او ټولي ستونزي ئې د ښوونځي د امر، ښوونکو او پوهني رياست لخو حل سوي دي.

د ښوونځيو د مسئولينو او زده کوونکو د ټولو ستونزو د حل په اړه مو د کندهار د پوهني د رئيس انجينر عبدالقادر پيوستون څخه يو ځل بيا وپوښتل، نوموړی وايي، چي د ټولو زده کوونکو او امرانو ستونزي ئې جدي نيولي او په دې اړه ئې د ولايتي ادارې تر څنګ د مرکزي ادارې سره هم په څو ځلي تماس نیولی.

ښاغلی پيوستون وايي، چي د ښځينه زده کوونکو لپاره د ټرانسپورټ برابرول ډېر اړين دي، خو اوس مهال د افغانستان په ټولو ولايتونو کي ښځينه زده کوونکي ټرانسپورټ نه لري او دولت د دې ستونزي د حل لپاره په جدي ډول کار کوي.

نوموړی وايي، چي د ژمي په موسم کي د ښوونځيو دکلکينانو او دروازو رغول هم په پلان کي لري او د يوه منظم پلان له مخي ټولو ښوونځيو ته بخارۍ او بوټي هم ورکوي.

په کندهار کي څو کلونه وړاندي د نا امنيو او جنګ جګړو له امله د ولسواليو ګڼ ښوونځي تړلي او يا هم د دولت د وسله والو مخالفينو مرچلونه وه.

په هغه وخت کي ښوونکي دندو ته د تلو پر مهال دستونزو سره مخ وه او د زده کوونکو پر مخ په عام بازار کي تېزاب پاشل کېدل، خو اوس حالت بدل سوي او په ولسواليو کي تعليمي مرکزونه بيرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل سوه او زده کوونکي اوس په ښار او ولسواليو کي په ډاډه زړه درسونه وايي.

x

دا هم وګورئ

د دې اونۍ راپور د هیواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزي ته ځانګړی سوی دی

دا راپور شریک کړئ په فیسبوک کښيپه ټويټر کښيپه ګوګل پلس کښيپه پینټرسټ کښي