دطالبانو ترمنځ اختلاف دوې کمزوري کړي

دطالبانو ترمنځ اختلاف دوې کمزوري کړي

لیکوال: فواد اتل

دطالباونو دمخنکي مشرملا محمد عمر دمړینې دخبر تر خپریدو وروسته دطالبانو دمشهورو قوماندانانو ترمنځ  سمدستي دقدرت دترلاسه کولو لپاره مسابقه پیل سول او دقدرت دترلاسه کولولپاره يې یودبل په وړاندي سنګرونه ونیول  او دجګړ په تنیجه کي يې   دبیګناه ملکي خلګو ترځنګ په سلګونه وسله وال طالبان هم ووژل سوه ،د دغو دواړو ډلو تر منځ د جنګ جګړو راپورونو خلک هم اندیښمن کړیدي او د دوی په دوه ډلو ویشل کیدو؛ د ولس او د شنونکو نظرونه هم سره په دوه برخو ویشلي دي. یوه ډله شنونکي د وسله والو طالبانو اختلاف د افغان سولې په ګته بولي او وایې چې په دې سره طالبان نه یوازي دا چې په سیاسي لحاظ سره ویشلي او کمزوري شويدي بلکه په نظامي لحاظ هم بې توانه شوي دي او نور به له افغان دولت سره د مخامخ جګړې توان ونه لري. بله ډله بیا د وسله والو طالبانو په لیکو کې اختلاف او په وروستیو کې د ملااختر محمد منصور او ملا منان نیازي ډلو تر منځ اخ و ډب د افغان دولت او افغان سولې سره په ګټه نه بولي او دولت ته مشکله ده ، چي لومړي دچاسره دسولې خبري وکړي او که دیوې ډلي سره دسولې مذاکرات کوي بیا هم دبلي ډلي سره به جګړي کولوته مجبوردي  ،خوپه  هرصورت دولت به کوښښ کوی چي دسولي معقوله لار انتخاب او پرهغه به عمل کوي  .

خواصلاً دمخالیفیونو ترمنځ داختلاف راوستولو حقیقت بل څه دی، د وسله والو طالبانو په دوه ډلو ویشل او تر منځ یې وروستي اختلافات او جګړي طبيعي نه ، بلکه دا د آی ایس آی او د پاکستان د پوځ پخوانی پلان دی چې غواړي  په افغانستان کې د جګړې ډګر ګرم وساتي او بیلابیل وختونه د سولې پروسې ته  خنډونه جوړ کړي. پاکستان له پخوا پلان لري چې په افغانستان کې به د جګړې سنګر ګرم ساتي او د وخت د غوښتنو سره سم به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره په بیلابیلو نومونو بیلابیلې ډلې رامنځته کوي. د همدې پلان په جریان کې یې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د داعش پروژه پر مخ واچوله. خو لکه څرنګه چې داعش ډله د افغان حکومت له کلک مقاومت سره مخ شوه او دا پروژه یې چندان ښه ونه بریښيده نو پاکستان هم د بدیل په لټه کې شو هماغه و چې وسله وال طالبان یې په دوه ډلو وویشل ، دواړه ډلې د پاکستان لخوا جنګ ته هڅول کیږي او په دې ترتیب غواړي د افغان سولې لپاره یو بل خنډ رامنځته کړي. پاکستان اوس غواړي ددوی دواړو له منځه یوه ډله له افغان دولت سره د سولې د مذاکراتو میز ته کښینوي او په دې ترتیب افغان دولت خوشحاله اود نړیوالو څخه  نورهم امتیازات تر لاسه او له خپله  ځانه د تروریزم د روزونکي او پالونکي نوم لیرې کړي .

خو اوس افغانانو ته معلومه ده ، چي ياکستان او دسیمې نو استخبارات  دي ، چی په هېواد کي جګړي ته ځوانان هڅوي او نه پریږدی زموږوطن پرقرارسي ،  په تېرو څو میاشتوکي طالبانو په خپل ټول توان  له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړي وکړي او په هر ډګرکي دبشپړي ماتي سره مخامخ سوه ، چي نور به انشاالله دمخامخ جګړي توان ونلري او یوازي به پخپله لکه دګور چنجیان سره خوري څو په بشپړ ډول له منځه ولاړسي ، ځوانانو ته مو پیغام دادي چي نور دبهرنیو استخباراتي کړیو په ناوړه تبلیغاتو پوه سي او ځان دمخالفینو دډول څخه جلا او دسولي پروسي لبیک ووایې او دخپلو کورنیو سره سوکاله او ډاډمن ژوند انتخاب کړي او ځان ددنیايې او اخروي مسئولیت څخه خلاص کړي .

 

 

1229 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18835834_939085596231068_7223968299810012944_n

پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم ...