دحضرت محمد (ص) ۲۰۰ احاديث

دحضرت محمد (ص) دوه سوه احاديث

راټولوونکى : الحاج رحمت الله رحمت

بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم)

د کائناتو د سردار ، د انسانيت د محسن او د بشريت لارښود د حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) د پلار نوم عبدالله او د مور بي بي نوم يې امنه وه، پلار يې دده تر زيږدنې (زوکړي) د مخه وفات شي و . دده نوم دده مبارک نيکه عبدامطلب له خوا (محمد) کيښود شو . له پيدايښت نه تر وفات پورې دده سپيڅلي ژوند په هر اړخيزه توګه يو روڼ څراغ، ځلانده لمر او زړه راښکونکي تصوير دي.
سپڅلتيا او رښتينوالي ، امانت او ثبات ، زړه سوئ او مهرباني ، بخښنه او قناعت ، سر ښندنه او ځان تيريدنه ، شکر او احسان ، صبر او زغم زړه ورتوب او ميړانه دده د ژوند داسي وياړمني او سوبمني بيلګي دي چې ټوله نړۍ ورته هک پک او ګوته په غاښ پاتي شوي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :   څوك چي زما څلويښت داسې حديثونه ياد كړي چې دهغه په ديني چارو كې په كارراشي نو هغه به عالم ګڼل كيږي , له شهيدانو سره به راپورته  كيږي ,دقيامت په ورځ به زه پخپله دهغه دايماندارۍ شاهد يم ,او دهغه سفارش به كوم اوورته ويل كيږي به چې دجنت له كومې دروازې وغواړي نو جنت ته تلاي شې . ) خداي پاک ج دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چي عمل پر وکړو:

١- ىابن عمر رضي الله عنهما وايي: يو ځل موږ له پيغمبر عليه السلام سره لمونځ کاوه چې په دې کې د خلکو له مينځه يو سړي دا توري ولوستل: (اللهُ اَكْبَرُ كَبٍيْراً وَالْحَمْدُ لِلّهِ كَثِيْراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَّأَصِيْلاً)
و پيغمبر عليه السلام وپوښتل چې:دغه دغه ټکي چا ولوستل؟
د خلکو له ډلې څخه يو سړي وويل: د الله پيغمبره! ما ولوستل. پيغمبر عليه السلام وويل: زه ورته هيښ پاتې شوم او په تعجب کې شوم چې د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې.
ابن عمر رضي الله عنه وايي: له کله نه مې چې د پيغمبر عليه السلام څخه دا خبره اورېدلې لوستل مې يې هيڅکله نه دي پرې ايښي.

دا حديث ترمذي روايت کړي دي .

٢- حديث شريف!
وعَنْ أَبَي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [مَنْ أَطَاعَنِي فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ عَصَى اللَّهَ]رواه البخاري ومسلم. وعَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى] قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَنْ يَأْبَى قَالَ: [مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى] رواه البخاري.
ژباړه: له حضرت ابوهريره څخه روايت دۍ چي رسول عليه السلام فرمايلي دي،هرچاچي فرمانبرداري وکړه زما،او زماخبره يې ومنله نوپه تحقيق سره فرمانبرداري يې وکړه دالله پاک اوهرچاچي نافرماني وکړه زما نو په تحقيق سره نافرماني وکړه ده دالله پاک،،
……………………………………………………………………….
اَللّهُمَّ صَلِّ عَلَى سَيـّدنَا وَ مَولانا مُحمَّدْ وَ عَلَى آل سَيـّدنَا وَ مَولانا مُحمَّدْ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى سَيـّدنَا إِبْرَاهِيمَ وَ عَلَى آل سَيـّدنَا إِبْرَاهِيمَ فِي الْعَالَمِينَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد .

٣- نيکو کارونو ته دعوت

د خوږ نبي الکريم ص حديث مبارک دي چې فرمايلي يې دي:

ژباړه: هغه څو ک چې خلک د نيکو کارونو ترسره کولو ته رابولي، خداي ج به د همغه نيک کار د ترسره کوونکي هومره اجر او ثواب ورکړي. مسلم شريف

٤- له عبدالرحمن بن سمرة څخه روايت دي چي حضرت رسول الله (ص) ماته وويل: يا عبدالرحمانه آمريت (رسمي دولتي دنده) مه غواړه، ځکه که تاته آمريت د (تا) د غوښتني له وجې درکړي شي، د پاک خداي (ج) له خوا به مرسته درسره ونه شي، او که بې غوښتنې درکړي شي نو د پاک خداي (ج) مرسته به درسره ملګرې وي.
٥- څوک چې پر کوچنيانو شفقت ونه لري او د لويانو درناوي ونه کړې هغه زمونږ د ډلې څخه نه دي.
(مسلم، بخاري)
٦- د خپل مسلمان ورور مرسته وکړئ ، ظالم وي او که مظلوم، د مظلوم مرسته دا ده چې د ظالم له ظلمه وژغورل شې او د ظالم مرسته دا ده چې له ظلم څخه منع کړاي شې.
(ابن ماجه او مشکوه)
٧- له ميلمه سره د الله پاماني پر وخت تر دروازي پوري تلل سنت دي.
(بخاري او مسلم)
٨-  حضرت عمر(رض) فرمايلي:هغه پوه عالم غوره دي،چي خپله خبره په دليل ثابتوي اودليل يي قران شريف اوحديث وي.

٩- دحضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم(ص وفرمايل:دپيغلو انجونو سره دنکاح په معامله کي اجازت واخلئ(که دپوښتني کولوڅخه وروسته)که چپ خوله پاتي شوه نوددي دلوري څخه داجازت وركول ګڼل كيږي اوکه انکار يي وکړ نوپه هغي باندي جبرکول پکار ندي. (ترمذي (

١٠- دحضرت جابر رض څخه روايت دي چي نبي کريم ص وفرمايل:څوك چي ديوناروغ پوښتنه کوي،هغه درحمت په درياب کي داخليږي، تردي چي کښېني، کله چي دناروغ سره کښېناست نودرحمت په درياب کي ډوب شي. مالک،احمد

١١- حضرت انس رض څخه روايت دى چي نبي کريم ص وفرمايل :
معراج کښي زه الله تعالى پورته بوتلم هلته ما داسي خلګ وليدل چي د هغوى نوکونه د مسو وه په دې نوکانو سره به يې خپل مخونه او سينې ګرولې (ويني کولې) ،د جبرايل (ع) نه مي وپوښتل چي دا څوک دي ؟ هغه راته وويل دا هغه کسان دي چي د خلګو غوښي خوري (غيبت کوي او د هغوى عزت اخستلو پسي ګرځي!!! ابوداود

١٢- دحضرت ابن مسعود (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم(ص) وفرمايل:ښځه په پرده کي داوسيدلو شي دي کله چي هغه دباندي را وځي نوشيطان ورپسي شي(يعني د خلکوپه نظرکي يي راولي).(ترمذي)

١٣- له حضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم(ص) فرمايلي دي:ايمان مو تازه کړي،چا وپوښتل اي دالله(ج) رسوله!څرنګه ايمان تازه کړو؟نبي کريم(ص)وفرمايل:د لااله الا الله کليمه ډيروايئ. مسنداحمد

١٤- له حضرت ابوهريره (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم )ص(فرمايلي دي:له خپلو کورونو څخه هديري مه جوړوئ، ځکه چي په کوم کور کي سورت بقره لوستل کيږي له هغي کورڅخه شيطان تيښته کوي.

١٥- له حضرت عايشي (رض)څخه روايت دي چي رسول الله)ص(فرمايلي دي:مسواک دخولي دپاکولو يوه آله ده اودالله)ج(درضا اوخوښي لامل دي.)بخاري (

١٦- دحضرت ابن مسعود (رض)څخه روايت دي چي نبي کريم)ص( وفرمايل:دقيامت په ورځ به په خلکو کي ترټلو ماته نژدي هغه څوك وي چي پرمايي زيات درود ويلي وي. (ترمذي (

١٧- دحضرت عماره بن رويبه)رض(څخه روايت دي چي مادنبي کريم(ص)واوريدل: هغه مسلمان به هيڅكله په اورکي داخل نه شي چي دلمرختلو اولويدلو څخه مخکي لمونځ کوي يعني دسهار اومازديګر لمونځ.)متفق عليه(

١٨- حضرت عبدالله بن عمر)رض(څخه روايت دي:چي رسول الله)ص(د يوتن انصاري سړي خوا ته تيرشو چي هغه خپل ورور ته نصيحت کاوه چي دومره حياء ولي کوي؟رسول الله)ص( هغه ته وويل هغه په خپل حال پريږده ځکه حياء دايمان يو برخه ده.)بخاري(

١٩- رسول الله ص فرمايلي دي! آيا زه تاسو له هغه شي څخه خبر نکړم چي ما ته ېې د دجال څخه هم ستاسو د بربادي نه زياته ويره ده ؟ ويفرمايل : هغه خفي شرک دي . مثلا يو کس لمونځ کوي او خپل لمونځ دې لپاره اوږدوي چې خلک ما وويني. (يعني ريا کوي او ريا شرک دي که څوک د خلکو لپاره يو ښه عمل کوي او د الله راضاي مقصد نه وي هغه شرک وکوي او شرک داسي ګناه ده چې الله تعالي يې نه بښي

ابن ماجه

٢٠- له حضرت ابوهريره) رض( څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو پوهيږئ چې غيبت څه شي دي؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، حضرت ويې فرمايل: غيبت دې ته وايې چي تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل: که هغه خبره په هغه کي وي. نو حضرت بيا ويې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شو؛ او که په هغه کي هغه شي موجود نه وي، کوم چي ته وايي، نو پرهغه دي بهتان ولگوي چي ترغيبت نه هم لويه ګناه د  ) صحيح مسلم (

Bottom of Form 1

له حضرت ابوامامة )رض(څخه روايت دي چي له نبي کريم)ص( څخه مي اوريدلي دي چي فرمايل به يي: قران کريم لولي ځکه چي قران کريم به دخپلو لوستونکيو لپاره دقيامت په ورځ سپارښت کوي ) مسلم(

Top of Form 1

Bottom of Form 1

له حضرت انس بن مالک)رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(فرمايلي دي:يوځوان چي دمشرۍله امله ديوه سپين ږيري يامشر عزت وکړي نو دهغه دسپين ږيريتوب په وخت کي به الله(ج) داسي څوک وګوماري چي ددي عزت او درناوي وکړي)ترمذي (

٢٢- دحضرت ابوهريره )رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)رض( وفرمايل:دجنازي په وړلو کي تلوار کوي،ځکه که هغه دنيك سړي جنازه وي نوهغه دنيکي طرفته ژر رسول پكاردي اوکه هغه دبدکاره جنازه وي،نوهغه دخپلوغاړو څخه ژرکته کړي.)متفق عليه (

٢٣- دحضرت ابومرثد الغنوي(رض)څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(وفرمايل: پرقبرونو مه کښينئ اومه دقبرو په لور لمونځ کوي.  ) مسلم (

٢٤- له حضرت ابن عباس )رض(څخه روايت دي هغه وايي چي نبي کريم)ص(پرهغو نارينه وو چي له ښځو سره ځان مشابه کوي او پرهغو ښځو چي له نارينه ووسره ځان مشابه کوي لعنت ويلي دي.)بخاري(

٢٥- دحضرت عباس بن عبدالمطلب)رض(څخه روايت دي چي له نبي کريم(ص)څخه مي واوريدل چي فرمايل به يي:هغه چاد ايمان خوند او مزه وڅکله چي هغه په دي خوښ او راضي شو،چي الله)ج(دهغه رب،اسلام يي دين او محمد)ص( يي رسول دي.)مسلم(

٢٦- دحضرت طلق علي الحنفي(رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم)ص(وفرمايل: الله)ج(دهغه بنده لمانځه ته نګوري چي دخپل لمانځه په رکوع اوسجده کي خپله ملا نه سيده کوي.(احمد

٢٧- له حضرت عبدالله بن عمر(رض)څخه روايت دي چي نبي اکرم(ص)له دواړو اوږو څخه ونيولم او راته يي وفرمايل:په دنياکي داسي ژوند تيرکړه لکه يوغريب، مسافر اولاروي )بخاري (

٢٨- له حضرت ابوموسي اشعري)رض(څخه روايت دي،چي نبي کريم)ص(فرمايي: وريښميني جامي اوسره زر زما د امت ښځينه وته حلال کړي شوي دي اوپه نارينه وباندي حرام دي.)نسائي (

٢٩- له حضرت نعمان بن بشير)رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص(فرمايلي دي:اي دي دالله)ج(بندګانو!په لمانځه کي خپل صفونه سم او برابر کړي،که نه الله(ج)به مومخونه بدل كړي.)مسلم (

٣٠- دحضرت ابن مسعود )رض(څخه روايت دي چي نبي کريم)ص( وفرمايل:دقيامت په ورځ به په خلکو کي ترټلو ماته نژدي هغه څوك وي چي پرمايي زيات درود ويلي وي )ترمذي (

٣١- بېله حسابه او عذابه جنت ته تلل
د رحمت نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زما سره زما رب وعده کړې ده چي زما د امت څخه به اويا زره (۷۰،۰۰۰) کسان و جنت داسي داخلوي چي نه د هغو سره حساب کيږي او نه به عذاب ورکول کيږي او د هرو زرو سره به او يا زره نور کسان وي او زما د رب د لپو څخه به درې لپي (کسان وي چي و جنت ته به بېله حسابه او بېله عذابه داخليږي). رواه احمد و ترمذي و ابن ماجه
٣٢- ‎ ‎سبحان الله سبحان الله
جنت او دوزخ به خپله دعا درته کوي
رسول اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: که څوک د الله تعالي څخه درې ځله د جنت غوښتنه وکړي نو جنت وايي: يا الله! دغه نفر جنت ته داخل کړه او څوک چي د جهنم څخه درې ځله د ځان ساتني غوښتنه وکړي نو بيا د جهنم اور وايې: يا الله! دغه نفر د جهنم د اور څخه وساته. رواه ترمذي و نسايي .
٣٣- يوازې د الله تعالي په نوم قسم ( سوګند ) کول روا دي.

٣٤- : له عبد الله زوي د عمر رضي الله عنهما څخه روايت دي چې بېشکه رسول الله صلي الله عيله وسلم فرمايلي دي: بېشکه الله تعالي تاسې پر خپلو پلرونو د قسم کولو نه منع کوي، څوک چې قسم کوي يوازې په الله تعالي دې وکړي او يا دې چپ شي.
( متفق عليه کما في اللؤلؤ و المرجان) ( ۱۰۶۷ )

٣٥- په حديث کې د الله تعالي د نوم نه پرته په بل هرڅه باندې د قسم کولو نه منع ده او راز په دې کې دادي چې په يو څه باندې قسم کول د هغه د تعظيم او لويوالي غوښتنه کوي، او دا يواځې د الله تعالي صفت دي ، بيا د ټولو علماوؤ په دې اتفاق دي چې قسم د الله په ذات ، د هغه په نومونو او د هغه په ټولو سپيڅلو صفاتو سره روا دي !!

٣٦- رسول الله. فرمايي: درې دعاوي بېله شکه قبولي او مستجابي دي،
د مظلوم دعاء، د مسافر دعاء، او هغه دعاء چي مور او پلار يې خپل اولاد ته کوي. اخرجه ابو داؤد، والترمذي، و ابن ماجه. البته د دعاء د قبلېدلو شرط حلاله نفقه ده.
رسول الله. فرمايي: خاله د مور په درجه کي ده. يعني: کم ښه اخلاق، عزت او احترام، نېکي او احسان چي د مور سره کيږي د خاله سره بايد وسي.

٣٧- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: هغه شخص چي پرالله (ج) او د قيامت پر ورځ ايمان لري نو هغه شخص ته پکار دي چي معقولي او ښي خبري وکړي که نه نو چپ او خاموش دي وي سنن ابن ماجه ۳۹۷۱ جلد

٣٨- نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
کوم څوک چي جنګ (جنجال) پريږدي او په داسي حال کي چي دي پر حق وي نو دده لپاره د جنت په منځ کي تعمير جوړيږي
(يعني څوک چي د جنګ او جنجال د مخنيوي په خاطر تر خپل حق تير سي نو دده لپاره د جنت په منځ کي وداني ده).رواه الترمذي(
٣٩- حضرت ابوذر رضى الله عنه وايي چې : يو وارې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د مني په موسم كې د باندې راووت ، پاڼې له ونو ريژېدلې وې، بيايې ديوې ونې دوه څانګې ونيولې او ويې څنډلې چې په څنډلو سره يې پاڼې ورېژېدې، ابوذر رضى الله عنه وايي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ماته وويل: ابوذره! ما ورته وويل: حاضر يم دخداى رسوله! بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: كله چې يومسلمان يواځې دخداى د رضا له پاره لمونځ كوي نوګناوې يې ددې پاڼو په څېر رژيږي .
شننه : لکه څرنګه چې دلمروړانګې دمني دموسم بادونه دونوپاڼې وچې کړي اودهواډېرې کمزورې څپې هم يې هم له ونې لاندې راغورځوي دغه څېرکله چې دمسلمان دالله پاک لورته فکرواوړي اوټول کړه وړه يې دهغه دخوښي لپاره وګرځي په بدل کې يې دالله پاک درحمت څپې يې ګناوې دمنې دبادونوپه څېرريژوي اوله ګناوويې پاک کړي . معارف الحديث دوهم ټوک ١١٠مخ

٤٠- حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د قبرو پر زيارت کونکو ښځو او پر قبرو باندي مسجد جوړونکو او پر قبرو باندي د څراغ لګونکو لعنت ويلي دي.رواه ابوداؤد و الترمذي و النسائي (ښځه کمزورې ده، صبر نه لري او ژر متاثره کيږي، غير شرعي کارونه هلته کوي نو ځکه لعنت پر ويل سوي دي البته يوازي د سپين سرو لپاره اجازت دي که چيري دا کارونه نه کوي او فتنه نه وي ).

٤١- له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: تاسو پوهيږئ چې غيبت څه شي دي؟
صحابۀ کرامو وفرمايل: الله او د هغه رسول ښه پوهيږي، حضرت ويې فرمايل: غيبت دې ته وايې چي تاسو د خپل مسلمان ورور په داسي ډول يادونه وکړئ چي هغه پرې خفه کيږي صحابۀ کرامو وفرمايل: که هغه خبره په هغه کي وي. نو حضرت بيا ويې فرمايل:که په هغه کي هغه خبره موجوده وي چي تاسوئې کوئ نوداغيبت شو؛ او که په هغه کي هغه شي موجود نه وي، کوم چي ته وايي، نو پرهغه دي بهتان ولگوي چي ترغيبت نه هم لويه ګناه ده. (صحيح مسلم)
٤٢- د أنس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دي چي نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(( په تاسو کي هيڅ يو تن مسلمان نشي جوړيدلي تر هغه چي پوري خپل ځان لپاره څه خوښوي چي بل لپاره يي خوښ نه کړي )) امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله روايت کړي دي

٤٣-  حضرت ابوهريره(رض) فرمايي: ماته زما دوست رسول الله (ص) د دريو خبرو وصيت وفرمايه
(۱) هره مياشت درې روژي نيسه .
(۲) د څاښت دوه رکعته لمونځ کوه .
(۳) تر خوب کولو مخکي وتر کوه .
(مشکوة المصابيح : ۱۱۱، د بخاري او مسلم په حواله )

٤٤-  عَنْ جابِر (رض) عَنِ النبي (ص) قَالَ اَفْضَلُ الذِّکْرِ لَااِلَهَ اِلَّا اللهُ واَفْضَلُ الدُّعَآءِ اَلْحَمْدُ لِلهِ.(كذا في المشکواه و بروايه الترمذي)
ترجمه:جابر (رض) له پيغمبر (ص) څخه رواي کړي چي وايي: په ټولو ذکرونو کي بهتر لا اله الا الله دي او په ټولو دعا ګانو کي بهتره الحمدالله دي .

٤٥-  نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. ترمذي، جمع الفوائد
ژباړه: کوم شخص چي د خپل ورور د عزت دفاع وکړي الله به د قيامت په ورځ دده د مخ څخه اور ليري وساتي .
٤٦- انس بن مالك رض الله عنه نه روايت دي وايي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : (چا چه دسهار لمونځ  په جماعت سره وكو بيا كينا ستو أو دلمرختو پوري يي الله جل جلاله ياد كړو بيايي دوه ركعته لمونځ وكړو نو ديوه حج  او عمري په اندازه يي پوره پوره. اجر كيږي  ( ترمذي).
٤٧-  افضل الانبياء صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً. بخاري، ترمذي، نسائي
ژباړه: هغه قوم هيڅکله نه سي کاميابه کېدلاي چي هغوي خپل حکومت ښځي ته وسپاري.
٤٨-  ستاسو د هلاکت ذريعه (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: فَوَاللَّهِ لاَ الْفَقْرَ أَخْشَى عَلَيْكُمْ وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ عَلَيْكُمُ الدُّنْيَا كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَتَنَافَسُوهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ. متفق عليه
ژباړه: په الله قسم! زه ستاسو پر فقر نه بيرېږم مګر زه ددې څخه بېرېږم چي پر تاسو به د دنيا (ساز او سامان داسي) فراخ کړل شي لکه چي ستاسو څخه پر مخ خلګو پراخ کړل شوي وه، نو بيا به تاسو حرص وکړي لکه مخکي خلګو چي حرص پکښي کړي وو او هغه به تاسو داسي هلاک کړي لکه هغوي چي يې هلاک کړي وه.
٤٩- رسـول الله صلي الله عليه وسلم فرمائيلي دستاسو بهترينه ورځ هغه دجمعي ورځ ده په دي کي حضرت آدم ع پيدا شوي دي او په دي کي وفات شوي دي اوپه دي کي به اوله شپيلي داسرافيل ع وي او دويمه به هم وي په دي ورځ په ما باندي زيات درود وايي ځکه په دي ورځ دستاسو درود ماته پيش کيږي صحابو رض اوفرمايل يارسول الله صلي الله عليه وسلم زمونږ درود به تاته څنګه پيش کيږي ته خوبه خاوري شوي يي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم اوفرمائيل بيشکه الله تعالي دانبياو وجودونه دخاوري کيدلونه په زمکه حرام کړيدي (نه خاوري کيږي) په يوبل روايت کي راغلي دي يارسـول الله صلي الله عليه وسلم ته به مونږ ته څنګه دسلام جواب راکړي حال داچه ته به خاوري شوي يي؟ رسـوالله صلي الله عليه وسلم اوفرمائيل الله تعالي په زمکه دا حرام کړي دي چه زمکه دي دانبياو وجودونه خاوري کړي او هر څوک چه په ماباندي سلام راوليږي الله تعالي يي راته رارسوي تردي چه زه هم په هغه دسلام جواب ورکړم.
(تنبيه الغافلين)ص۲۲۲ نبوي ارشادات
٥٠- خالص د الله تعالي لپاره حج کول (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ. متفق عليه
ژباړه: که چا (خالص) د الله لپاره (داسي) حج وکړي چي (په دې کي يې) جماع (يا بل فحش کار) ونه کړي او نه يې (کومه) ګناه وکړه، نو (د ګناهونو څخه به داسي پاک) راګرځي لکه نن چي د مور څخه پيدا سوي وي.
٥١-  و عن انس (رض) قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم من خرج في طلب العلم فهو في سبيل الله حتّي برجع رواه التّرمذي
د انس (رض) نه روايت دي چې رسول الله (ص) فرمايلي دي څوک چې د علم په طلب پسې ووزي نو دا شخص د الله (ج) په لاره کې دي تر هغه چې کورته راوګرځي.
٥٢- قيامت په ورځ د عزت تاج (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:کوم شخص چي قران کريم ووايي او پر هغه عمل وکړي نو د قيامت په ورځ  به دده و مور او پلار ته داسي تاج ور پر سر کړل سي چي د هغه رڼا به د لمر تر رڼا لا هم ښه وي کوم چي د دنيا په کورو کي وي، نو چي (د مور او پلار لپاره يې) دومره ثواب دي نو خپله د عمل کونکي په اړه څه ګمان کوي (د هغه به څومره ثواب وي)؟           رواه ابوداؤد .
٥٣-  زنان ناشکر :
َعنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ ص: «أُرِيتُ النَّارَ فَإِذَا أَكْثَرُ أَهْلِهَا النِّسَاءُ يَكْفُرْنَ». قِيلَ: أَيَكْفُرْنَ بِاللَّهِ؟ قَالَ: «يَكْفُرْنَ الْعَشِيرَ، وَيَكْفُرْنَ الإِحْسَانَ، لَوْ أَحْسَنْتَ إِلَى إِحْدَاهُنَّ الدَّهْرَ ثُمَّ رَأَتْ مِنْكَ شَيْئًا، قَالَتْ: مَا رَأَيْتُ مِنْكَ خَيْرًا قَطُّ». (بخارى)
ترجمه: از عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما روايت است كه نبي اكرم ص فرمود: «دوزخ به من نشان داده شد، ديدم كه بيشتر اهل دوزخ، زنان هستند. زيرا ناسپاسي مي كنند». سؤال شد: آيا از خدا ناسپاسي مي كنند؟ رسول الله ص فرمود: «خير. از شوهرانشان ناسپاسي ميكنند». (يعني خدمت و محبت شوهران خود را ناديده مي گيرند). اگر تمام عمر به خانمت خدمت كني، ولي يك بار از شما، چيزي (خلاف ميلش) مشاهده كند، مي گويد: من هرگز از تو خيري نديده ام».

٥٤- -الطهور شطر الايمان . (مسلم)  ژباړه :پاك صاف ګرځيدل نيمايي ايمان دي .
٥٥-غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري)  ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولګوي .

٥٦- -الصلوة على وقتها (بخاري ) ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى )
٥٧- صل الصلوة لوقتها (مسلم)  ژباړه : لمونځ په خپل وخت ادا كوه .
٥٨- الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي )  ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي .
٥٩ -يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري )  ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته ګټه ورورسوي او صدقه وركړي .
٦٠ -ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري )
ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس ګټه خوړله .

٦٢- -من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري )  ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي .
٦٣-البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي)  ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي .
٦٤-من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي)
ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي .

٦٥- -اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري)
ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي .
٦٧ -والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري )
ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرګيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي .
٦٨ – لا تسألواالناس شيئا (بخاري )  ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو ) .

٦٩- -لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري)  ژباړه : هيڅ ګاونډي دې بل ګاونډي د ده په ديوال باندي دلرګي له ښودلو نه منع كوي .
٧٠ – مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري)
ژباړه :دګاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن ګمان مې وكړچې ګاونډي به زما وارث (ميراث خور) كړي .
٧١- والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري)
ژباړه : په خداي سوګند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خداي لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه ګاونډي بې غمه نه وي .
٧٢ -من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري)
ژباړه :څوك چې په خداي او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې ګاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي .
٧٣ -لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري)  ژباړه :هيڅ يوه ګاونډۍ ښځه دې خپلې بلې ګاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي .
٧٤  -اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم )  ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل ګاونډي خيال ساته .

٧٥ – يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري)
ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري .
٧٦ – ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم )
ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوي نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوي سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په ګرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟
٧٧ -من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري)
ژباړه :څوك چې له حلالې ګټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خداي جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خداي جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي .
٧٨ -طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان )  ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده

٧٩- -رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري)
ژباړه :دخداي جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي .
٨٠ -ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري)
ژباړه :زما دا ځوي (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوي خداي د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي .
٨١ -اماطة الاذى عن الطريق (بخاري)
ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي .

٨٢ -ادومه وان قل (بخاري)  ژباړه : (دخداي جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي .
٨٣ -مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري)
ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خداي جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ .
٨٤ -قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم )  ژباړه : ووايه چې ما په خداي ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينګ اوسيږه .:

٨٥ – ماانا عليه واصحابي (حاكم)  ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملګرو په لاره عمل كوي .
٨٦ – من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود)
ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو ګواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه .
٨٧ -انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم)
ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځاي وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي .

٨٨ -ولا تحاسدوا . ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ .
٨٩ – دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي)
ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي .
٩٠  -اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود)  ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرګي خوري .

٩٢ -الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري )  ژباړه :لويې لويې ګناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول .
٩١ -ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد)
ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه .

٩٢ – من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري)  ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼې كوي .
٩٣ – لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان ) ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي .
٩٤  -لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي)  ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي .

٩٥-  نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. رواه البخاري
ژباړه: ته به مؤمنان په خپل منځ کي په رحم کولو او محبت کولو او مهرباني کولو کي داسي ووينې لکه يو بدن چي وي، کله چي يې يو غړي په تکليف سي نو ټول بدن په بد خوابۍ، بې تابۍ او تبه مبتلاء کيږي.

٩٦- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا أَكْرَمَ شَابٌّ شَيْخًا لِسِنِّهِ إِلاَّ قَيَّضَ اللَّهُ لَهُ مَنْ يُكْرِمُهُ عِنْدَ سِنِّهِ. رواه الترمذي
ژباړه: کوم ځوان چي د يوه سپين ږيري عزت د هغه د عمر په خاطر وکړي نو الله دده د سپين ږير توب په وخت کي داسي څوک مقرر کوي چي دده عزت وکړي.
٩٧- رسول الله صلي الله عليه وسلم د عبدالقيس د قوم سردار ته وفرمايل:
إِنَّ فِيكَ لَخَصْلَتَيْنِ يُحِبُّهُمَا اللَّهُ الْحِلْمُ وَالأَنَاةُ.
رواه مسلم
ژباړه: په تاسو کي دوې داسي خبري دي چي الله تعالي يې خوښوي: (۱) حلم، زغم يا بردباري او (۲) تر غور او فکر وروسته کار کول.

 

٩٨- حضرت ابوبکر صديق (رض) روايت کوي چي رسول الله (ص)فرمايلي دي :کله چي دوه کسان خپلي توري را وباسي او يو دبل مقابلي ته ودرېږي نو دوي دواړه به په اور کښي وي ماورڅخه وپوښتل يا رسو الله (ص)د قاتل دوزخي کيدل خو فهمول کيږي مګر مقتول به ولي دوزخي وي نبي کريم( ص)وفرمايل د دي لپاره چي هغه هم د خپل مسلمان ورور حريص (د وژلو اراده درلوده )
رواه مسلم او بخاري

٩٩- د جهنم پر اور حرام سوي مخ (الحديث)
مهربانه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ ، وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ ، مِنْ خَشْيَةِ اللهِ ، ثُمَّ تُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حُرِّ وَجْهِهِ ، إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ. رواه ابن ماجه
ژباړه: د کوم مؤمن تر سترګو چي د الله د بيري څخه څه اوښکي وبهيږي که څه هم (په مقدار کي دومره کمي وي لکه) د مچ د سر برابر ، بيا هغه اوښکي دده پر مخ وبهيږي نو الله تعالي دا مخ د جهنم پر اور حراموي.

١٠٠-  «عن حسين بن على رضى الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من حسن اسلام المرء تركه ما لا يعنيه»
“له حسين بن علي رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د سړې د غوره اسلام نښه د بې ګټې څيزونو پريښودل دي”

١٠١-  إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ وَسَأَضْرِبُ لَكُمْ فِي ذَلِكَ مَثَلًا إِنَّ اللَّهَ حَمَى حِمًى وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَا حَرَّمَ وَإِنَّهُ مَنْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُخَالِطَهُ وَإِنَّهُ مَنْ يُخَالِطُ الرِّيبَةَ يُوشِكُ أَنْ يَجْسُرَ(ابوداود)
ژباړه : يقينا حلال څرګند دي او يقينا حرام څرګند دي د حلالو او حرامو تر منځ شبهې والا کارونه دي او د دې مثال به زه در ته بيان کړم يقينا الله جل جلاله ممنوعه علاقه ټاکلې ده او د الله ممنوعه علاقه هغه شيان دي چي الله جل جلاله حرام کړي دي . او خبره دا ده که څوک د ممنوعه علاقې ګردچاپېر رمه پيايي ژر به هغه په ممنوعه علاقه کي ور ګډيږي او هم دا چي که څوک په شکمن کار کي شکېليږي ژر به هغه پر حرامو هم جرئت کوي

١٠٢- إِنَّ الْحَلَالَ بَيِّنٌ وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ وَسَأَضْرِبُ لَكُمْ فِي ذَلِكَ مَثَلًا إِنَّ اللَّهَ حَمَى حِمًى وَإِنَّ حِمَى اللَّهِ مَا حَرَّمَ وَإِنَّهُ مَنْ يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُخَالِطَهُ وَإِنَّهُ مَنْ يُخَالِطُ الرِّيبَةَ يُوشِكُ أَنْ يَجْسُرَ(ابوداود)

ژباړه : يقينا حلال څرګند دي او يقينا حرام څرګند دي د حلالو او حرامو تر منځ شبهې والا کارونه دي او د دې مثال به زه در ته بيان کړم يقينا الله جل جلاله ممنوعه علاقه ټاکلې ده او د الله ممنوعه علاقه هغه شيان دي چي الله جل جلاله حرام کړي دي . او خبره دا ده که څوک د ممنوعه علاقې ګردچاپېر رمه پيايي ژر به هغه په ممنوعه علاقه کي ور ګډيږي او هم دا چي که څوک په شکمن کار کي شکېليږي ژر به هغه پر حرامو هم جرئت کوي

١٠٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: پزه دي يې سپېره سي (خوار او ذليل دي سي)، پزه دي يې سپېره سي، پزه دي يې سپېره سي. يو چا پوښتنه وکړل: څوک دي خوار سي؟ د چا پزه دي سپېره سي؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل : چي هغه څوک دي خوار او ذليل سي چي دده په ژوند کي دده مور او پلار او يا د دوي څخه يو يا دواړه بوډا توب ته ورسيږي او بيا دي د هغوي خدمت ونه کړي او د دوي د خدمت د نه کولو په سبب جنت ته داخل نه سي (کله چي د يوه مسلمان والدين ضعيفه سي نو بايد دي حتماً د مور او پلار د خدمت په وجه جنت ته ولاړ سي که نه نو خوار او ذليل دي سي).
رواه مسلم

١٠٤- له حضرت ابو موسي (رض) څخه روايت دي چي رسول الله (ص) وفرمايل: د مظلوم د ښيرا څخه ځان وژغوري ځکه د مظلوم د ښيرا او الله تعالي تر منځ هيڅ حجاب (پرده) نسته، سمدلاسه قبليږي. (رواه بخاري و مسلم)

١٠٥- قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «خَيْركُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآن وَعَلَّمَهُ». رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فرمود:ـ

***ستاسي بهترين هغه څوک دي چه قران زده کړ اونورته وروښوده *

١٠٦- عبدالله بن مسعود ر ضي الله عنه وايې : يو سړي مې وليد قران يې ويلې اوقران يې درسول الله صلي الله عليه وسلم په طريقه نه ويلې غلط يې ويلې ، ما هغه سړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ور ووست او هغه ته مې وويل چې دا سړي ستا په طريقه قران نه وايې. د رسول الله صلي الله عليه وسلم په څيره مبارکه کې د ناخوښې نښې څرګندې شوې او راته ويې ويل : تاسو دواړه يې سم اوصحي وايئ ، ګورئ په خپلو کې اختلاف مه کوئ ځکه ستاسو نه مخکې تيرشوې خلک د اختلاف لامله هلاک شوې دي . (رواه البخاري) .

١٠٧- په هغه حديث شريف کي چي امام مسلم يې د ابوهريره (رض) څخه روايتوي وايي رسول الله ( ص ) وفرمايل چي الله (ج)به دقيــامت په ورځ يوه مسلمان بنــده ته دملامتيا پر قسم ووايي:
اې انسانه ! زه مريض سوم ته زما پوښتني ته نه راغلې، هغه بنده به وايي : يارب ! زه څنګه ستا پوښتني ته در سم حال دا چي ته رب العالمين يې ، الله ( ج ) به و فرمايــــي : آيا ته نه سوې خبر چي زما فلانئ بنده مريض سو او ته پوښتني ته نه ورغلې ، ته نه يې خبر که ته دهغه پوښتنـــي ته ورغلي واي زه به دي دده سره پيدا کــــړي واي . يا ابن آدم ! ماستا څخه خواړه وغوښتـل او تا را نه کړل ، بنده به وايي : يارب ! زه څنګــه تاته خواړه در کړم حال داچي ته رب العالمين يې ، الله (ج) به وفرمايــــي : ته نه يې خبــر چي زما فلانئ بنــده ستا څخــه خواړه وغوښتــل خو تا خواړه ورنه کړل ، ته نه يې خبـــر که تا هغه ته خـــواړه ورکړي واي هغه خواړه به دي زما سره پيدا کړي واي.( امام مسلم )
١٠٨- دحضرت انس (رض) نه روايت دي چه نبي کريم (ص) باندي دمعراج په شپه باندي پنځوس
مونځونه فرض شوي وو، بيا پنځه کړي شول، بيا دالله تعالي دطرف نه اواز راغي، اي محمد (ص) زه خبره نه بدلوم بيشکه تاسو دپاره دي پنځو مونځونو کښي دپنځوس مونځونو اجر دي. (بخاري-مسلم)

١٠٩- د ايمان د کامليدو معيار (الحديث)
نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لَمَّا جِئْتُ بِهِ. رواه في شرح السنة
ژباړه: په تاسو کي هيڅوک تر هغه کامل مؤمن نه شي کيدلاي تر څو چي دده غوښتنه (خواهش) د دين تابع نه شي

١١٠- د رښتيا ويلو بدله او ثواب (الحديث)
نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:
مَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَصْدُقُ وَيَتَحَرَّى الصِّدْقَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقًا.
رواه مسلم
ژباړه: کله چي يو شخص هميشه رښتيا وايي او رښتيا (صداقت او رښتنولي) اختياروي نو هغه د الله په نزد په صديق ليکل کيږي
(چي تر نبوت وروسته لوړه درجه ده).

١١١- د رښتني عالمانو مرګ ستر زيان دي (الحديث)
افضل الانبياء صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: يقيناً الله(ج) علم د خلګو څخه نه پورته کوي مګر علم د علماؤ په مړ کيدلو سره يې پورته کوي تر داسي اندازې چي عالم به پاته نه شي نو خلک به جاهلان خلک خپل سرداران (حاکمان او مفتيان) جوړ کړي چي پوښتنه ځني وکړل شي نو بيله علمه فتوا ورکوي نو خپله هم بې لاري (ګمراه) شي او نور هم بې لاري کړي. رواه البخاري

١١٢- د جهنم پر اور حرام شوي مخ (الحديث)
مهربانه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يَخْرُجُ مِنْ عَيْنَيْهِ دُمُوعٌ ، وَإِنْ كَانَ مِثْلَ رَأْسِ الذُّبَابِ ، مِنْ خَشْيَةِ اللهِ ، ثُمَّ تُصِيبُ شَيْئًا مِنْ حُرِّ وَجْهِهِ ، إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ. رواه ابن ماجه
ژباړه: د کوم مؤمن تر سترګو چي د الله د بيري څخه څه اوښکي وبهيږي که څه هم (په مقدار کي دومره کمي وي لکه) د مچ د سر برابر ، بيا هغه اوښکي دده پر مخ وبهيږي نو الله تعالي دا مخ د جهنم پر اور حراموي

١١٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: “إن الله يرفع بهذا الكتاب أقواماً ويضع به آخرين” (رواه مسلم)

ملتونه تر هغه پورې آزاد، آباد او سرلوړي وي چې قرآن کريم يې د ژوندانه قانون او په خپلو ټولو چارو کې د الله جل جلاله ټاکل شوو پولو ته پابند واوسي.

١١٤- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: تاسو د نورو د کارونو پيروان مه جوړېږئ (په داسي ډول) چي تاسو به واياست: که خلګ احسان وکړي موږ هم احسان کوو او که ظلم وکړي موږ هم ظلم کوو بلکي د ځان سره ټينګ عزم وکړئ چي که خلګ احسان وکړي تاسو به احسان کوئ او که خلګ بد (سلوک) وکړي نو تاسو بيا هم ظلم مه کوئ. رواه الترمذي

١١٥-  اُمّ المؤمنين حضرت عايشه بي بي فرمايئ:
د رسول الله مبارک د رحلت په وخت کي رسول الله صلي الله عليه واله والسلام ته د اوبو يو لوښي پروت وو، ده مبارک (ص) به د درد د شدته څخه مبارک لاس په دغه اوبو ننه ايستي او بيا به يې پر مخ تيراوه او دغه به يې ويل: لا اله الا الله إنّ لِلمَوتِ سَکَرات. يعني: بې شکه چي مرګ دردونه او سختۍ لري.
مومنانو ! موژ تاسي د هغه رسول ص امتيان يي چي هغه پخپله د مرګ سختي د ليدلو پر مهال فرمايلي دي (بې شکه مرګ دردونه او سختۍ لري) نو پر مونږه امتيانو به څه حال وي؟
په والله قسم درته خورم که بل څه مو پکار شي بي د الله ج د رضايت نه د دنيا مال د ځان دپاره د کاميابۍ او خوشبختۍ سبب بولې، خو خبره داسي نه ده بلکه دغه مال ستا د ناکامۍ او بد بختۍ سبب ګرځي.

١١٦- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د خپلو ځانونو پر خلاف دعاء (ښېرا) مه کوئ او مه د خپلو اولادو پر خلاف دعاء (ښېرا) کوئ او مه د خپلو مالو (غلامانو، مينځيانو او حيوانانو…) پر خلاف دعاء (ښېرا) کوئ، هسي نه چي هغه د الله له طرفه يو داسي ساعت وي چي په هغه کي هره دعاء قبليږي نو بيا به ستاسو ښېراوي قبولي سي.!!! رواه مسلم، مظاهر حق، کتاب الدعوات.

 

١١٧- نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: حَصِّنُوا أَمْوَالَكُمْ بالزَّكاةِ، وَ دَاوُوا مَرْضَاكُمْ بِالصَّدَقَةِ، وَاسْتَقْبِلُوا أَمْوَاجَ الْبَلَاءِ بِالدُّعَاءِ وَ التَّضَرُّعُ. مراسيل ابوداؤد، ترغيب، (شعب الايمان)
خپل مالونه د زکات په ذريعه محفوظ کړئ او د صدقې په ذريعه د خپلو مريضانو علاج وکړئ او د مصيبتونو طوفانونه په دعا او زارۍ سره استقبال کړئ.

١١٨- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لِكُلِّ شَيْءٍ زَكَاةٌ ، وَزَكَاةُ الْجَسَدِ الصَّوْمُ. ابن ماجه، الترغيب
د هر شي يو زکات سته او د بدن زکات روژه ده.

١١٩- حضرت زيدبن خالدرضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل کوم څوک چي دروژه دارروژه مات برابرکړي ياديوه مجاهدلپاره سامان برابرکړي نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کيږي۔ (بيهقي في شعب الايمان، مشکوة شريف)

١٢٠-  حضرت اســود بن يزيد رضي الله عنه روايت کوي چي له حضرت عايشه رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم په کور کي څه څه کارونه کول، حضرت عايشې رضي الله عنها وفرمايل: آنحضرت صلي الله عليه وسلم د خپل آهل بيت په خدمت مصروف وي، او کله چي دلمانځه وخت راشي نو د لمانځه لپاره تشريف وړي .
( رواه بخاري )

١٢١- قال النبي صلى الله عليه وسلم: (تسحروا، فإن في السحور بركة     ( بخاري ۱۸۲۳)
نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : پشلمي کوﺉ ځکه په پشلمي کې برکت وي .

١٢٢- السحور برکة فلا ندعوه ولو ان يجرع احدکم جرعة من ماء ٍ فان الله و ملئکته يصلون علي المسحرين (مسند احمد ) .
په پشلمي کې برکت دي هغه هيڅ کله مه پريږدﺉ که بل څه نه وي نو دغه وخت د ابو يو غړپ وڅښئ ځکه چې په پشلمي کوونکو باندې د الله رحم نازليږي او فرښتي د دوي د پاره د مغفرت دعاوي کوي .
١٢٣- فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب، أكلة السحر”(مسلم ) (۱۰۹۶ ) 
زمونږ او داهل کتاب د روژې په منځ کې فرق پشلمي دي .

١٢٤- عن أَبي هُريرةَ قَالَ:- قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “قَالَ الله عزَّ وجلَّ: أَحبُّ عِبادِي إِليَّ أَعجَلُهُم فِطراً” (الترمذي ۶۹۶ ) .
له ابي هريرة (رض) نه روايت دي چې رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي : د الله تعالي ارشاد دي چې پخپلو بنده ګانو کې ماته هغه بنده خوښ دي چې په روژه ماتي کې بيړه کوي . يعنې چې کله ماښام شي نو بيا وخت نه تيروي .

١٢٥- لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر. (بخاري ۱۸۵۶)
څو پورې چې زما امت په روژه ماتي کې بيړه کوي نو هغوي به په ښه حال کې وي .
١٢٦- إِذَا أَفطَرَ أَحَدُكًم فَلْيُفطِرْ عَلَى تمرٍ فإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُفطِرْ عَلَى ماءٍ فَإِنَّهُ طَهُورٌ (سنن الترمذي ۶۹۱ ) .
په تاسې کې چې دچا روژه وي نو هغه به روژه په خرما يا کجوړه ماتوي که خرما نه وي نو بيا به يې په اوبو ماتوي ځکه چې الله تعالي اوبه (طهور) پاکي ګرځولي دي .

١٢٧- من فطر صآئماً او جهز غازياً فله مثل اجره ( رواه البيهقي – شرح السنه للبغوي ) .
چا چې روژه دار ته روژه ماتي د پاره څه ورکړل او يا چا مجاهد ته د جهاد د پاره وسله يا نور تجهيزات ورکړل نو هغه ته به د روژه دار يا مجاهد په مثل ثواب وي .
١٢٨- ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام اوحق غوښتونکي مظلوم .

١٢٩- افضل الانبياء صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: يقيناً الله علم د خلګو څخه نه پورته کوي مګر علم د علماؤ په مړ کېدلو سره يې پورته کوي تر داسي اندازې چي عالم به پاته نه سي نو خلګ به جاهلان خلګ خپل سرداران (حاکمان او مفتيان) جوړ کړي چي پوښتنه ځني وکړل سي نو بېله علمه فتوا ورکوي نو خپله هم بې لاري (ګمراه) سي او نور هم بې لاري کړي. رواه البخاري

١٣٠- عن ابي سعيد الخدري رضي الله عنه عن رسول الله صلي الله عليه وسلم قال : اذا رأيتم الرجل يعتاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالي انما يعمر مسجد الله من امن با الله . الايه (سنن ابن ماجه ج۱ ص ۳۵۴ )
١٣١- له ابي سعيد الخدري رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : کچيرې تاسې څوک وليده چې جومات ته د تلو عادت ولري نو تاسې د هغه د ايماندارۍ شاهدي ورکړﺉ الله تعالي فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

١٣٢- جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايي : د قيامت ورځ به رښتني مسلمان د يو لمانځه قدرې وي .
يخفف علي المؤمن حتي يکون عليه کالصلوة المکتوبة (رواه بيهقي في البعث والنشور
١٣٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي: تاسو ته د روژې داسي با برکته مياشت راغله چي الله تعالى يې پر تاسو باندي روژې فرض کړې دي، په دغه مياشت کي د آسمان دروازې خلاصيږي او د دوزخ دروازې بنديږي، په دې (مياشت) کي سرکښ شيطانان په ځينځيرانو تړل كيږي، په دغه مياشت کښي د الله تعالى يوه خاص شپه ده چي تر زرو مياشتو غوره ده، کوم څوک چي د دغي شپې د خير څخه بې برخي شو نو هغه (د هر خير څخه) بې بر خي شو.
مشکوة (احمد و النسائي)

١٣٤- جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايي : عَن اَبِي هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ قَالَ اللهُ تَعَلي اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .
دحضرت ابوهريره (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چه هربنده ته د الله تعالي دا پيغام دي چه اي د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلي خزاني نه تالره درکړم ( رواه بخاري او مسلم )

١٣٥- زما امت به دقيامت په ورځ په داسې حال کې رابلل کيږي چې د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي.
اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ
(بخاري ومسلم )

١٣٦- ستر لارښود حضرت محمد(ص) فرمايي چې
ماشومان مې په پينځه دلايلو سره خوښ دي ..
۱ـ ژړا کوي،ځکه چې اوښلنې سترګې د جنت کلي وي .
۲ـ غسه کوي،خو بيرته ژر پخلا کيږي ځکه چې زړونو کې کينه نلري.
۳ـ شيان ډير ژر خرابوي،ځکه يې خرابوي چې له دنيا سره زړه نه تړي.
۴ـ له خاورو سره لوبې کوي ځکه چې غرور نلري.
۵ـ هر څه چې لري خوري يې ځکه چې د سبا غم نه کوي.

١٣٧- بخاري او مسلم له زيد بن خالد جهني رضي الله عنه نه روايت کړيدي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې يو غازي ته د جهاد ساز او سامان ورکړ نو بيشکه هغه غزا وکړه. او چي چا په ښه ډول د غازي د کور خيال وساته نو هغه هم غزا وکړه.

١٣٨- جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم مونږ ته د غوره اسلام واله يا کامل مسلمان داسې را پيږني :
عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الإِسْلامِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ». (بخارى :۱۱ )
ژباړه :له ابو موسي نه روايت دي چې هغه وايي : (صحابه ) وپوښتل : اي د الله رسوله ! د چا اسلام (د الله تعالي په نزد ) غوره دي ؟ ويي فرمايل : د هغه چا اسلام غوره دي چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

١٣٩- عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صلي الله عليه وسلم قَالَ: «الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالْمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ». (بخارى:۱۰)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايي : مسلمان هغه دي چې د ده د لاس او ژبې له شر څخه نور مسلمان په امن وي ، او (رښتني ) مهاجر هغه دي چې هغه څه چې الله تعالي منع کړي وي هجرت وکړي (هغه شيان ترک کړي ) .

١٤٠ –  د يوې سجدې بدل (۱۵۰۰) نيکۍ تر لاسه کيداي شي:
ژباړه : حضرت ابوسعيد ( الخدري ) رضي الله عنه وويل : رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې د رمضان د مياشتي لومړۍ شپه داخله شي ، د اسمان دروازې پرانستلي شي ، چې له هغو څخه د رمضان تر آخرنۍ شپې پوري يوه هم نه تړله کيږي ، د لوي خداي هر مسلمان بنده چې د شپې لمخي لمونځ اداء کړي ، د هري سجدې په بدل کې دده لپاره ( ۱۵۰۰) پنځلس سوه نيکۍ ليکلي کيږي ، او په جنت کې له سرو ياقوتو څخه جوړ شوي داسي کور ورکول کيږي ، چې (۶۰۰۰۰) شپېته زره دروازې لري ، د هري دروازې ګارد نيزون له سرو زرو څخه جوړ شوي او د ياقوتو په غميانو سينګار شوي وي ، کله چې لومړۍ روژه اداء کړي ، له مخکنۍ روژې څخه بيا تر دې روژې پوري چې څومره ګناوي ترې صادري شوې وي ټولي بخښلي کيږي ، او هره ورځ دسهار له لمانځه څخه تر ماښام پوري دده لپاره ( ۷۰۰۰۰) اويا زره ملايکي استغفار غواړي ، او څوک چې د رمضان په مياشت کې که د شپې وي يا د ورځي ، لمونځ اداء کړي ، په جنت کې د هري سجدې په بدل کې يوه داسي درخته ورکول کيږي چې د هغې د سيوري واټن د آس سپاره د سفر پنځه سوه کلونه لاره اټکل کيږي,
. رواه البيهقي في شعب الايمان.

١٤١- نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ وَلَكِنِ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قَطَعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا. رواه البخاري
ژباړه: صله رحمي کونکي هغه نه دي چي (که دوستان صله رحمي وکړي دي يې کوي او که يې قطع کړي دي يې هم قطع کوي) بلکي صله رحمي کونکي هغه دي چي دده سره قطع رحمي وسي نو دي د هغه سره دوستي وساتي.

١٤٢- يوه ورځ پيغمبر صلي الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل : اي علي! مخکې لدې چي خپلې بسترې ته ولاړ شې نو دغه پنځه (۵) کارونه تر سره کړه.
.۱څلور زره (۴۰۰۰) ديناره صدقه ورکړه او بيا ويده شه
.۲د قرآن مکمل ختم وکړه او بيا ويده شه
.۳جنت بيه ادا کړه او بيا ويده شه
.۴دوه مرور کسان سره پخلا کړه او بيا ويده شه.
.۵يو حج وکړه او بيا ويده شه
حضرت علي رضي الله عنه وويل، اي د الله رسول دا کارونه خو زما له وسې ندي پوره ، زه به څنګه وکولاي شم چې دا کارونه تر سره کړم؟
نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته داسې ځواب وويل
۱. څلور (۴) ځله د فاتحې سورت ويل داسې لکه څلور زره ديناره صدقه چې ورکړې.
۲. دري (۳) ځله د اخلاص (قل هوالله احد) سورت ويل داسې دي لکه د قرآن پوره ختم چې وکړې
۳. دري (۳) ځله درود ويل (لنډ درود: صلي الله عليه وسلم ) د جنت بيه ده
۴. لس (۱۰) ځله استغفرالله (يا بل هر استغفار) ويل داسې دي لکه دوه خفه کسان چې سره پخلا کړې
۵. څلور (۴) ځله د دريمې کلمي (سبحان الله، والحمدلله، و لااله الالله، و الله اکبر، و لا حول ولا قوت الا بالله) ويل

١٤٣- د شيطان مال التجاره
يو وخت حضرت عيسي (ع) وليده چي شيطان پر څلورو خرو باندي دروند بار ايښي او روان دي . عيسي (ع) ورڅخه وپوښتل چي اې لعين او مردوده ! دا دې څه بار کړي دي ؟ شيطان داسي ځواب ورکړ : دا تجارتي مال دي يعني پر يو خره مي ظلم بار کړي دي ، پر بل مي خيانت او غولول ، پر درېيم مي مِکر او فريب او پر څلورم باندي مي هم غرور بار کړي دي .
عيسي (ع) بيا ځني وپوښتل چي : د دې مال رانيونکي څوک دي ؟ شيطان ورته وويل چي : ظلم د بيرحمو واکمانو د خوښۍ وړ دي ، خيانت او خطا ايستل تجاران او دکانداران راڅخه رانيسي ، د مکر او فريب اخيستونکي ښځي دي او غرور هم پر عالمانو او پوهانو باندي خرڅوم چي هغوي يې ډير شوقيان دي . په دې سره عيسي (ع) حيران سو او « والله حول و لا قوته الي بلا العليم العظيم » يې ووايه او ځني ولاړ .
هو ، که نن موږ ليري او نږدې وګورو ، نو په رښتيا هم عادل واکمنان خورا لږ دي ، صادق کاروباريان خورا لږ دي ، له مکره پاکي ښځي لږ دي او باالاخره بې غروره پوهان هم لږ دي . الله دي دا ټول اصلاح او متوجه کړي تر څو نور کسان يې له اذيته خلاصون ومومي او هم ډير ناوخته نسي .
١٤٤- رسول الله صلي عليه وسلم فرمايلي دي: تاسي سپيني ، جامي اغوندئ ځكه سپيني جامي ډير پاكيزه اوخوندوري
دي اومړو ته مو په سپينو جامو كي كفنونه وركوئ.                         ( رواه احمد، ترمذي، ابن ماجه نسائي )

١٤٥- په يوه حديث کي راغلي دي چي په قراٰن کريم کي يوسورت دي چي ديرش اٰياتونه لري، دخپل لوستونکي پرځاي يې جګړه وکړه تردې چي جنت ته يې داخل کړو، او دا تبارک الذي سورت دي!!! (ابوداؤد)

١٤٦- سول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: کله چي د روژې د مياشتي اوله شپه راسي نو شيطانان او سرکښه جنات بندي کيږي او د دوږخ دروازې بنديږي هيڅ دروازه يې خلاصه نه وي او د جنت دروازې خلاصيږي او هيڅ دروازه يې نه بنديږي او اعلان کونکې (ملکه) دا اعلان کوي چي اي د خير غوښتونکې! متوجه سه، او اي د بدو اراده لرونکې! د بدو څخه ځان وساته ځکه چي الله تعالي خلګ د اور څخه خلاصوي او دا (اعلان د روژې) په هره شپه کي کيږي. رواه الترمذي وابن ماجه (مشکاة)
١٤٧- دحضرت ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دي چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وسوه چي كوم كلام بهتر دي؟
نو ويي فرمايل چي هغه كلام كوم چي الله’ج’ دخپلو ملائكو لپاره غوره كړي دي. هغه سبحان الله وبحمده دي.
(رواه مسلم)

١٤٨- سوال : شب قدر شپه چي ډېره مهمه او اساسه شپه ده دا شپه د کومي نيټي څخه شروع کيږي ايا اوويشتمه ورځ ده او که يا کومه بله ورځ ده ؟
جواب : د شب قدر په تعين کي ( ٤٠ ) قوله ر اغلي دي، خوپه دغه ټولوکي صحيح قول دا دئ ، چي د روژې په اخري لسو شپو کي بيا خصوصاً په طاق شپوکي لکه (٢١، ۲۳، ٢٥، ٢٧، ٢٩ ) چي په دغه ( ٥ ) شپوکي د يوې شپې تعين په احاديثو کي نسته .
په بخاري شريف کي د بي بي عائشې رضى الله عنها څخه روايت دى:

١٤٩- عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ.
او د مسلم روايت دئ: عن ابن عمرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم َفاطْلُبُوهَا فِى الْوِتْرِ مِنْهَا.

انَّ مِن أفضَلِ أيَّامِكُم الجُمُعَة، فَأكثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاة فيه، فَإنَّ صَلاَتَكُم مَعرُوضَةٌ عَلَي ( رواه ابوداود باسناد صحيح )
يقيناً د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درود وايي ، ځکه ستاسې دردونه ما ته وړاندې کيږي

١٥٠- د قرآنکريم تلاوت
په دې باره کې ډير احاديث راغلي دي دلته يوازې څو احاديث نقل شوي دي
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلي الله عليه وسلم قَالَ: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ» (صحيح بخاري ۹ / ۶۶)
له عثمان بن عفان رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : په تاسې کې غوره او ښه سړي هغه دي چې قرآن زده کړي او نورو ته يي وروښيئ .
همدارنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : «اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لأَصْحَابِهِ»( صحيح مسلم باب فضل القراءة 1 / ۵۵۳).
د قرآن تلاوت کوئ ځکه قرآن د قيامت په ورځ د خپلو ملګرو ( چا چې د هغه تلاوت کړي وي ) شفاعت کوي .
وعن ابن مسعودٍ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ رسولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم: « مَنْ قَرَأ حَرْفاً مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ حَسَنَةٌ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أمْثَالِهَا، لاَ أقول : ألم حَرفٌ، وَلكِنْ: ألِفٌ حَرْفٌ، وَلاَمٌ حَرْفٌ، وَمِيمٌ حَرْفٌ » ( سنن ترمذي -۲۸۷۷)
د حضرت عبد الله ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دي چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکي و ګټله او يوه نيکي د الله د قانون د کرم او مهربانۍ مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دي ) چه آلم يو حرف دي ، بلکه الف يو حرف دي لام يو حرف دي او ميم يو حرف دي دغه شان آلم ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .
١٥١- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: الْمُؤْمِنُ غِرٌّ كَرِيمٌ، وَالْفَاجِرُ خَبٌّ لَئِيمٌ. رواه الترمذي و احمد و ابوداؤد

ژباړه: (نېک) مؤمن ډېر ساده او شريف وي (د خپل نرمۍ، ښه ګمان او عفوي له کبله يې چم بازه خلګ يې ژر خطاباسي) او بدکاره سړي ډېر چم بازه، بخيل او چالاکه وي

١٥٢- د بندګانو په توبه الله جل جلا له خوشحاليږي
وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلي الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلي الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس بن مالک انصاري رضي الله عنه خادم رسول الله صلي الله عليه وسلم نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي :
چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

١٥٣- د توبي دروازه ترمرګه خلاصه ده :
ان ابنِ عُمَرَ عَن الْنَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَليْهِ وسَلَّم قَالَ:- “إنَّ اللَّهَ يقبلُ توبةَ العبدِ ما لمْ يُغَرْغِرْ (ترمذي) .
له ابن عمر نه روايت دي چې : نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي چه د مرګ د آخري غرغري نه لږ مخکې الله تعالي د خپل بنده توبه هم قبلوي
١٥٤- له ابوذر غفــــاري (رض) څخه روايت دي چي رســـول الله (ص) وويل : الله تعـــــالي وايي :
څوک چي نېکي کوي نو دهغه لپاره د دغې نېکۍ په بدله کي (لس) چنده يا تر دې زيات
ثـواب ورکول کېږي او څوک چي ماته يوه لوېشت رانژدې شي نو زه هغه ته يو لاس ورنژدې
کېږم اوڅوک چي يو لاس ماته رانژدې شي ، نو زه هغه ته د دوو لاسونو دفاصلې په اندازه ورنژدې کېږم او څوک چي ماته راروان وي (تگ کوي) نو زه د هغه طــرف ته په منډه ورځــم
څوک چي دمځــکې په اندازه په ګنـاهـونـو لـــړلي وي چي له ماسره مــلاقات وکړي او له
ما ســــــره يې شـــــريک نه وي نېـــــولي نو زه په هغه انـــــــدازه د ده بخښنــــــــه کــوم
(الترمذي فيه جامعه باب سورة انعام ج ٢،ص١٨٠)

١٥٥- په حديث شريف کي راځي چي سل(۱۰۰) ځله ( سُبحَانَ الله وَبِحَمدهِ ) ووايي ، پاک خداي د هغه ګناهونه بخښي که څه هم د سمندر تر ځګ ډير وي، څوک چي هره ورځ دغه دعاوايي دقيامت په ورځ تر هغه ښه عمل نشته .(رواه مسلم و ترمذي ونسائي).
١٥٦- له دوزخ څخه خلاصون :
*اَلّلهُمّ اَجِرنِي مِنَ النَارِ*
په حديث شريف کي راځي ، څوک چي د ماښام لمونځ وکړي او د چاسره تر خبروکولو مخکي پورتنۍ دعا اووه(۷) ځله ووايي اوبيا په هغه شپه مړ شي هغه د هميشه لپاره د دوزخ له اوره د سهار تر لمانځه وروسته مخکي تر دي چي د يو چاسره خبره وکړي ووايي او په دغه ورځ مړ شي هغه هم د هميشه لپاره د دوزخ څخه خلاصون وموند (مشکوة عن ابوداود).

١٥٧- سخاوت او بخالت..
هره ورځ دوه ملائکي ځمکي ته راکښته کيږي يوه وايي خدايه سخي ته د مال په يوځ کي ثواب ور وپخښه او بله وايي خدايه د بخيل مال هلاک کړه .
بخاري او مسلم شريف

١٥٨- حديث شريف
ژباړه: له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دي چي رسول الله(ص) وفرمايل: پرمنافقينو باندي دسهار او ماخستن تر لمانځه بل هيڅ لمونځ نه دي دروند او که دوي دهغه په فضيلت پوه سي نو ضرور به پکښي حاضر سي که څه هم پر زنګنو يا څکېدو سره ورته راتګ پکار وي
(رواه البخاري

١٥٩- دجومات آداب
۱- جومات ته دننوتلو په وخت کې بايد اول ښئ پښه وړاندې شي او دا دُعا وويل شي اَللهُمَّ افْتَحْ لِي اَبْوَابِ رَحْمَتيکَ ((اي الله ! زما پر مخ دخپل رحمت دروازي پرانيزه )) .۲- د جومات له ننوتلو تر کيناستو مخکې دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دي ،درسول الله ص ارشاد مبارک دي ( په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړشي ترڅويې چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړي تر هغې دې نه کښيني ) بخاري او مسلم ) ۳- دجومات نه د وتلو په وخت کې به اول چپه پښه وړاندې کوﺉ او دا دُعا به وايي اَللهُمَّ اِنِّي اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِکَ (( اي الله ! زه له تانه ستا دفضل اوکرم غوښتونکي يم )) .۴- په جومات کې دزيات نقش او نګار کوښښ کول نه دي پکار.۵- جومات ته په داسې حال کې تلل چې اوږه،پياز،تنباکو او نور بد بويه شي يې خوړلي وي تلل مکروه دي لومړي دې خپله خوله ووينځي بيا دې مسجد ته داخل شي .۶- په جومات کې خبرې کول ،شورماشوکول او اخستل او خرڅول مکروه دي له بد ه مرغه د افغانستان په ډيرو برخو کې چې ژمي شي او يا هم د اوړي ګرمي وي او خلک وزګار شي نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .رسول الله ص فرمايې : څوک چې
په جومات کې خبرې کول پيل کړي ،نو ملائکې په لومړي ځل ورته وايي (اُسْکُتْ يَاوَلِي الله ) يعني اي د الله دوسته ! چوپ شه ،که بيا خبرو ته دوام ورکړي ،نو ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ يَابَغِيْْضَ الله ) چوپ شه اي د الله دوښمنه ! که بيا هم چوپ نشي نو په دريم ځل ملائکې ورته وايي (اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْکَ ) يعني چپ شه د الله ج لعنت وي پرتا .همدارنګه په مشکوة شريف کې د شعب الايمان په حواله يو روايت راغلي چې جناب رسول الله ص فرمايې : په آخيره زمانه به داسې خلک پيداشي چې جومات ته به راځي ،هلته به ډلې ډلې کښيني او دنياوي خبرې به کوي تاسې له داسې خلکو سره مه کښيني ،ځکه چې الله تعالي ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته (عمدة الاحکام ص ۷۵ ) .ابن همام رح وايي په جومات کې دنياوي خبرې نيکي داسې له منځه وړي لکه وچ بوټي چې اور خوري (فتح القدير) .۷- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دي پکار ځکه چې د نورو دلمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .۸- د جومات د روازه تړل نه دي پکار که د سامان د غلا خطر وي نو په هغه وخت کې يې تړلي شي چې د لمانځه وخت نه وي .۹- جومات ته د جنوب ،نفاس او حائض واله ننوتل ګناه ده .۱۰- په جمات کې لاره جوړل ناجايز دي که سخت ضرورت وي نو باک نلري .۱۱- په جومات کې چې کوم ځاي خالي وي هلته کيناستل په کار دي د خلکو په اږو تيريدل ګناه ده .۱۲- په پښو پوري که څه خټي نيښتي مخکي له ننولو جومات هغه وويځي .۱۳- په جومات کې د ننه آذان ويل مکروه دي .۱۴- جومات ته د داسې ماشومانوبول چې د متيازو حال نشي ويلاي يا داسۍ بې عقل او ليوني چې په پاکي او ناپاکي نه پوکيږي ننول پکار نه دي .داسې ماشومان چې د لمانځه سن ته نه وي رسيدلي د لمونځ کونکو د آزار سبب ګرځي .او هغه چې جومات تلل مشروع وي د جومات اهل بايد پر هغوي سخت ګيري ونه کړي (ابن عثيمين ) اسلامې فقه ،فتاوي اسلامية ،عمدة الاحکام فقه محمد يوسف اصلاحي ،فتاوي المحودي حنفي

١٦٠- ابوهريره رض روايت کوي چې رسول الله ص وفرمايل! زنا کار د زنا کولو په وخت کې مومن نه وي ( يعني ايمان نه لري) ، غل د غلا کولو په وخت کې مومن نه وي ، څوک چې شراب څکې د شراب څکلو په وخت کې مومن نه وي ، لوټ مار ( رهزن ) د خلکو مالونو د لوټولو په وخت کې مومن نه وي ……….. او ستاسو په منځ کې چې څوک خيانت کوي د خيانت کولو په وخت کې مومن نه دي ، تاسو خپل ځانونه له دې ګناهونو څخه ضرور وساتي.
بخاري مسلم

١٦١- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ. رواه احمد والترمذي والنسائي والدارمي (مشکوة)
ژباړه: کوم شي چي تا په شک کي اچوي هغه پرېږده، هغه شي چي تا په شک کي نه اچوي هغه وکړه.

١٦٢- حضرت ابودرداء رضي الله عنه فرمايې چي ما د نبي کريم صل الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي کله يو بنده پر يوه شي باندي لعنت کوي نو هغه لعنت آسمان ته خيژي نو داسمان دروازې بنديږي (يعني مځکه يي نه قبلوي ) بيا هغه راسته او چپه طرف ته ګرځي نو چي هيڅ ځاي لاره پيدانکړي نو چي پر چا لعنت سوي وي هغه ته ولاړسي نو که هغه په رښتيا د لعنت قابل وي نو پر هغه پريوزي که نه وي نو بيرته دې ويونکي ته راواپس سي او پرده پريوزي .(ابوداؤد بحواله مشکوة)

١٦٣- نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: إِنَّمَا شِفَاءُ الْعِيِّ السُّؤَالُ. رواه ابوداؤد (مشکوة)
ژباړه: يقيناً د ناپوهۍ علاج (د علماوو څخه) پوښتنه کول دي.
١٦٤-  انس ابن مالک رضي الله عنه فرمايي:
چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به په واده امر کولو او له گوښه کيدو يي کلکه منعه کوله او فرمايل به يي:
مينه ناکې او بچي زيږونکي ښځې سره واده وکړئ،
ځکه زه به د قيامت په ورځ د انبياو په منځ کې د خپل امت د شمير په زياتوالي فخر کوم).

١٦٥- مسند ابن حنبل روايت کړې

د ابو هريره (رض) څخه روايــــت دي چــــي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايــــــــل:
الله تعالى ستاسو اجسامو او صورتـو ته نه ګوري بلکه هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.
{رواه مسلم}

١٦٦- د خلګو سره د رويې کولو اصول (الحديث)
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: َنْزِلُوا النَّاسَ مَنَازِلَهُمْ. رواه ابوداؤد
ژباړه: د خلګو سره د هغو د مرتبې مطابق معامله وکړي
(کشر ته د مشر رتبه مه ورکوئ او مشر ته د کشر رتبه مه ورکوئ که نه نو د نړۍ نظام به فاسد شي).

١٦٧- د حضرت جابر رض څخه روايت دئ:
رسول کريم ص وفرمايل: که يو مسلمان د بل مسلمان پوښتني ته ورسي نو هغه په رحمت کي داخل سو او کچيري ورسره کښيني مجلس ورسره وکړي نو په رحمت کي ډوب کړل سي
(رواه احمد)
١٦٨- رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : د دريوکسانو ښيراوي قبولي دي :
۱ _ دمظلوم ښيرا .
۲_ دمسافرښيرا .
۳_ زوي ته د پلارښيرا.
(رواه الترمذي وابوداود وابن ماجه واحمدوالبخاري في الادب)

١٦٩-  دحضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دئ چي ستر لارښود جناب محمـــد رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: الله تعالي هره شپه چي دشپې يوه درېيمه تېره شوي وي د دنيا آسمان ته را کښته کيږي او وايي: زه پاچايم ، زه پاچايم ،څوک شته چي له ما دعا وغواړي او زه يې دعا قبـــوله کړم ؟ څوک شته چي له ما د ګناهونو بخښنه وغواړي او زه د هغه ګناهــــونه ور وبخښـــــــم ؟ او دا معاملــــــــه تر سهــــــــــاره روانــــــــه وي . (٦٥حديث قدسي صفحه ٧٢)

 

١٧٠- د حضرت جابر رض څخه روايت دئ: رسول کريم ص وفرمايل:
څوک چي بدبويه شيان وخوري (پياز او هوږه)نو د بدبويي تر ليري کيدلو د مخه دي زموږ مسجد ته نه راځي ځکه له کوم شي څخه چي انسانانو ته تکليف رسيږي فرشتې هم ورسره په تکليف وي
(رواه بخاري ومسلم)

١٧١- عن کعب بن عجرة(رضي الله عنه) ان النبي (صلي الله عليه وسلم) قال: إِن كَانَ يَسعَى عَلَى وَلَدِهِ صِغَارًا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى أَبَوَينِ شَيخَينِ كَبِيرَينِ فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى نَفسِهِ لِيَعِفَّهَا فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى عَلَى أَهلِهِ فَفِي سَبِيلِ اللهِ ، وَإِن كَانَ خَرَجَ يَسعَى تَفَاخُرًا وَتَكَاثُرًا فَفِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ. (طبراني شرح احياء ج ۵ ص ۴۱۵).

ژباړه: د کعب بن عجره (رضي الله عنه) په روايت کې راغلي دي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وويل: که انسان د دې لپاره په مال گټلو کې کوشش کوي چې اولادونه يې واړه دي، نو دي د الله (جل جلاله) په لاره کې دي او که وتلي وي د دې لپاره کوشش کوي چې مور او پلار يې زاړه او ضعيفان دي، نو دي د الله (جل جلاله) په لاره کې دي او که وتلي وي د دې لپاره کوشش کوي چې خپلې اړتياوې پوره کړي او چا ته محتاج نه شي، نو دي د الله (جل جلاله) په لاره کې دي او که وتلي وي د دې لپاره کوشش کوي چې په خپل اهل باندې يې مصرف کړي، نو دي د الله (جل جلاله) په لاره کې دي او که وتلي وي د دې لپاره کوشش کوي چې په خلکو باندې فخر وکړي او د مال ډېرښت وروښايي نو دي د شيطان په لاره کې دي.

١٧٢- حديث مبارک :
ژباړه : رحم په عرش پوري ځړيږي او وايي هر څوک چي ما وصل (پيوند) کړي الله (ج) به هغه په خپل رحمت سره وصل کړي او هر څوک چي ماپرې کړي الله(ج) به هغه هم پرې کړي (په هغه باندي به رحم او مهرباني ونه کړي ) .
بخاري او مسلم

١٧٣-  رسول اقدس صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: إِنَّ الله عَزَّ وَجَلَّ لَيَعْجَبُ مِنَ الشَّابِّ لَيْسَتْ لَهُ صَبْوَةٌ. رواه احمد
ژباړه: يقيناً الله عزوجل هغه ځوان ته تعجب کوي چي (د ځوانۍ په وخت کي باطل) او د نفس او هوا خوا ته مېلان نه لري.

١٧٤- له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دي چي ماله نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه واورېدل چي هر مسلمان سړي چي مړشي او داسي څلويښت کسان د ده د جنازې لمونځ ادا کړي چي له الله جل جلاله سره يې هيڅ شريک نه وي نيولي، نو الله جل جلاله د مړي په باره کي د دوي سپارښت قبلوي.
(رواه مسلم )

١٧٥- عن ابن مسعود رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم: «مَنْ قَرَأَ الآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ كَفَتَاهُ».
ابن مسعود رضي الله عنه مي‌گويد: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمود: «هر کس، دو آيه پاياني سوره بقره را بخواند، او را (از هر بدي) کفايت مي نمايند»[۱].صحيح بخاري و مسلم.

١٧٦-  وَفِي حديث ابن عباس رضي الله عنهما – السابق- قول الملك «أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِىٌّ قَبْلَكَ فَاتِحَةُ الْكِتَابِ وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلاَّ أُعْطِيتَهُ».
در حديثي که از ابن عباس رضي الله عنهما روايت گرديد، آمده است که فرشته به نبي اکرم صلي الله عليه وسلم گفت: تو را به دو نور مژده مي‌دهم که به تو عنايت شده اند و به هيچ پيامبري قبل از تو عنايت نشده اند؛ آنها سوره فاتحه و آيات پاياني سوره بقره (دو آيه آخر) هستند؛ هر حرفي از آنها را که بخواني، دعايت اجابت مي شود[۱].
 صحيح مسلم.عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم: «إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ كِتَابًا قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ بِأَلْفَىْ عَامٍ أَنْزَلَ مِنْهُ آيَتَيْنِ خَتَمَ بِهِمَا سُورَةَ الْبَقَرَةِ وَلاَ يُقْرَآنِ فِى دَارٍ ثَلاَثَ لَيَالٍ فَيَقْرَبُهَا شَيْطَانٌ».
نعمان بن بشير رضي الله عنه مي‌گويد: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمود: «خداوند دو هزار سال قبل ازآفرينش آسمان ها و زمين کتابي نوشت و دو آيه از آن را نازل فرمود و با آنها سوره بقره را به پايان رساند؛ در هر خانه اي که سه شب خوانده شود، شيطان به آن خانه، نزديک نمي شود»[۱].
۱. روايت ترمذي و نسائي و ابن حبان؛ و اين حديث در صحيح ترغيب وترهيب مي باشد.
عن أبي ذر رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم: «أُعْطِيتُ هَذِهِ الآيَاتِ مِنْ آخِرِ سورة الْبَقَرَةِ مِنْ كَنْزٍ تَحْتَ الْعَرْشِ لَمْ يُعْطَهَا نَبِىٌّ قَبْلِى».
ابوذر رضي الله عنه مي‌گويد: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمود: «آيات پاياني سوره بقره از خزانه اي در زير عرش به من عنايت شده اندکه به هيچ پيامبري قبل از من عنايت نشده اند»[۱].
۱. روايت احمد؛ و حديث صحيح مي باشد چنان چه در سلسله صحيحه آمده است
١٧٧- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ. رواه احمد والترمذي والنسائي والدارمي (مشکوة)
ژباړه: کوم شي چي تا په شک کي اچوي هغه پرېږده، هغه شي چي تا په شک کي نه اچوي هغه وکړه.

١٧٨- دحضرت عدي بن ثابت دخپل پلار څخه او هغه دخپل پلار څخه مرفوعا روايت کوي چي
رسول الله ( ص ) وفرمايل :
ترچۍ کول ، ارږمۍ کول ، حيض جاري کيدل ، قي وهل او دپزي څخه وينه راتلـــــل په
لمانځه کي دا ټول دشيطان عليه لعنة دلوري دي . ترمزي(مشکوة المصابيح جلد ١ ص ٣٢٣)

١٧٩-  روايت دي عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب رض په هغو روايتونو کښي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم د الله تعالي د طرفه نه فرمايلي وي (يعني حديث قدسي ) ٠ حضور ( ص) و فرمايل چه الله تعالي نېکۍ او بدۍ مقرر کړي دي (دا ښه کارونه دي او دابد کارونه دي ) او بيا ئې خلکو ته ښه واضح کړي دي (د پېغمبرانو په ذريعه ) نو کله چه يو بنده د يو نېک کار اراده وکړي ، خو هغه کار ؤ نه کړي نو الله تعالي (صرف د دې نيت په وجه )ورته د يوې کاملي نېکۍ ثواب ور وليکي ، او کله چه نېک کار وکړي نو لس چنده څخه تر انتر اوه سوه چنده بلکي ددې نه هم څوچنده زيات ثوابونه ورلولي سي او چه د بدۍ اراده وکړي او بيا هغه بدي ؤ نه کړي ، نو ديوې نېکۍ ثواب ورته ليکي سي ٠ (ځکه چه د بدۍ ځان ساتل نېکي ده )-او که بدي وکړي نو صرف د يوې بدۍ کناه ورته وليکل سي ٠ (بخاري او مسلم )

١٨٠- جناب رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل امت ته د پيدا کيدونکو فتنو په اړه خبرداري ورکړي دي تر څو مسلمانان دغو فتنو ته متوجه وي او له دغو فتنو څخه ځان وساتي .
په امت کې پيدا کيدونکي فتنې ډيرې دي په دې مطلب کې يوازې دوو دريو فتنو ته اشاره شوي ده .
اول : د قرآن او سنتو څخه مخ اړول ، کفارو يهودو او نصاراؤ تقليد ، اطاعت او هغوي د قوانينو عملي کول :
جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړي دي : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟ -البخاري!»
ژباړه : يقيناً به داسې کيږي چې تاسې (زما د امت خلک ) به د هغوي لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوي به د هغوي څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: اي رسول الله صلي الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
دوهم : پر مسلمانانو او اسلامي امت به د کفارو نړيوال حشر جوړ شي :
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقي ) .
ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکي ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلي الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلي الله عليه وسلم وهن څه شي دي ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .
دريم : د مال او دولت فتنه :
الله سبحانه و تعالي فرمايي : [وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ ] (انفال: ۲۸) يعنې : او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمښت دي ( د تاسې د هلاکت سبب ګرځي کچېري د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړئ ) .
داسې وخت به راشي چې د دنيا د لږ فائدې او قدرت په مقابل کې به ايمانونه خرچيږي :
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي : بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا ( المسلم ) .
ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي ( حال به دا وي چې ) سهار به يو کس مسلمان وي او چې کله ماښام شي نو د ايمان نه به محروم وي او ماښام به هغه مؤمن وي او سهار ته بل کافر وي . د دنيا د لږې ګټې د پاره به هغه خپل دين او ايمان خرچوي .
او دا فتنې اوس عصر کې ټولې موجودې دي ، خو خبردار چې د دنيا د لږې ګټې او قدرت منزلت او څو ورځو عيش په وجه خپل ابدي ژوند تباه نه کړئ .
اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِيْ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ

١٨١- وعن ابي هريرة رضي الله عنه ان رجلاشکي الي النبي صلي الله عليه وسلم قسوة قلبه قال امسح راس اليتيم واطعم المسکين(رواه احمد\مشکاة المصابيح ص۴۲۵ج۲)
له حضرت ابوهريره رضي الله عنه روايت دي چي يوه سړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دزړه له کلکوالي شکايت وکړ!
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل:ديتيم پرسرلاس تېروه اومسکينانوته ډوډۍ ورکوه.!!
له حضرت ابوالدراء رضي الله عنه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يوسړئ راغي اودخپل زړه له سختوالي يې شکايت وکړ.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته غواړي چي ستازړه نرم اوخپل مقصد ترلاسه کړې؟
پريتيم رحم کوه،پرسريې لاس تېروه،له خپله خوراکه هغه ته هم خوراک ورکوه ستازړه به نرم اوخپل حاجت به ترلاسه کړې.!!
۴:دفرضي لمونځونوپابندي کول:
۵:دحلال کسب هڅه کول اودامانت اداءکول.
۵:نفلي لمونځونه اونورعبادتونه زيات کول.
۶:دزړه دنرمېدلولپاره لوي سبب دالله جل جلاله ذکرکول دي
دالله تعالي ذکرچي کوم انسان کوي دهغه زړه به نه سختيږي،څوک چي څومره دالله تعالي له بندګي اوذکره غافل شي هغومره به يې زړه سختيږي .
۷:دخبروکمول داهم دزړه په نرمېدلوکي ډېرمؤثرعمل دي .
۸:مسخرې اوګپ شپ پرېښودل،له دې امله له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه په ټول عمرکي يوازي شل ځله مزاح رانقل شوې دي، سره ددې چي دپيغمبرصلي الله عليه وسلم ګپ هم حق وي.
۹:دمرگ يادول:دمرگ ياد انسان له ټولوگناهونوڅخه راگرزوي اودانسان په زړه کي له دې امله ډېره نرمي پيداکېږي.
۱۰:دقبرونوزيارت کول:
دقبرونوزيارت کول دادانسان زړه نرموي ځکه چي دقبرونودزيارت په مشروعيت کي غرض دادي چي انسان ته آخرت ورپه يادشي اوله دُنياسره يې مينه کمه شي .
کله چي دانسان ددُنياسره مينه کمه اوآخرت ته توجه زياته شي نوپه زړه کي يې نرمي پخپله راځي.
۱۱:جنازي ته حاضرېدل:
۱۲:سخاوت اودخلگوسره نېکي کول.
۱۳:توبې اواستغفارونه زياتول اوپرگناه باندي له اصرارکولوڅخه ډډه کول.
۱۴:دديني علم اودذکرپه مجلسونوکي گډون کول.
۱۵:دنېکانوخلگوسره مجلس اودعلماووسيرت ته پام کول.
۱۶:له دُنياسره مينه کمول،ددُنيوي ژوندانه په کموالي کي،دحالاتوپه بدلېدلوکي يې فکرکول اوالله پاک چي کوم نعمتونه نېکانوته تيارکړي دي دهغوسره مينه اورغبت کول.
۱۷:دمريضانو،مصيبت وهليواومرگ ته نږدې کسانوزيارت کول اوددوي له حال څخه نصيحت اخيستل .
۱۸:دقرآن تلاوت دفکراوسوچ سره زيات کول:

١٨٢- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللّٰهِ فَقَدْ اَشْرَکَ. رواه الترمذي
ژباړه: کوم شخص چي د الله ماسېوا په بل شي قسم واخيستي نو هغه شرک وکړي!

١٨٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لاَ بَأْسَ بِالْغِنَى لِمَنْ اتَّقَى اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ.
رواه احمد
ژباړه: د هغه شخص لپاره غني کېدل هيڅ پروا نه لري چي د الله عزوجل څخه بيريږي (متقي وي).
١٨٤- نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِى فَلَيْسَ مِنِّى. متفق عليه

ژباړه: کوم څوک چي زما د سنتو څخه مخ واړوي (په ټيټه درجه ورته ګوري او يا ځني منکره وي) هغه زما څخه نه دي.
١٨٥- عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (من حج هذا البيت، فلم يرفث، ولم يفسق، رجع كيوم ولدته أمه). بخاري مسلم ،ابن ماجه ،نسائي ).
له حضرت ابي هريرة رض څخه روايت دي هغه وايي چې ماله رسول الله ص څخه واوريدل چې فرمايل ئي :
څوک چۍ د الله ج لپاره حج وکړي د شهوت او ګناه خبري ونه کړي دي به داسې پاک را وګرځې لکه په کومه ورځ چۍ دي مور زيږولي وي

١٨٦- عن أبي هريرة رضي الله عنه:
أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة). بخاري ، مسلم ،ترمذي اونسائي ).
له حضرت ابي هريرة رض څخه روايت دي چې رسول الله ص وفرمايل :
يوه عمره تر بلي عمري دهغه ګناهونو کفاره ده چې د دوي تر منځ وي او دقبول شوي حج بدله پرته له جنت څخه بل شي ندي (د مبرور معني هغه چې ګناه پکې نه وي ،قبول شوي وي ،هغه چې ريا پکې نه وي يا هغه چې ورسته ورڅخه ګناه ونشي ) .

١٨٧- عَنْ عَائِشَةَ؛ قَالَتْ: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ عَلَى النِّساءِ جَهَادٌ؟
قَالَ ((نَعَمْ. عَلَيْهِنَّ جِهَادٌ لاَ قِتَالَ فِيهِ: الْحَجُّ وَالْعُمْرَةُ)) (ابن ماجه ) .
له عائشي رض نه روايت دي چې له رسول ص څخه موپوښتنه وکړه آيا په ښځو جهاد شته ؟
رسول الله وويل هو : په ښځو داسې جهاد دي چې په هغه کې قتال نشته هغه حج او عمره ده .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم؛
أَنَّهُ قَالَ ((الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللهِ. إِنْ دَعَوْةُ أَجَابَهُمْ، وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ)) ( ابن ماجه ).
له حضرت ابي هريرة رض څخه روايت دي چې يقيناً رسول الله ص وفرمايل :
حاجيان او عمره کوونکي دالله ميلمانه دي که هغوي خداي ج ته دُعا وکړي هغه قبليوي (ځکه چې د ميمه خواهش ضرور پوره کيږي ) او که هغوي د خداي ج څخه عفوه وغواړي هغه بخښل کيږي .

١٨٨-    اِ نَّ لِکُلِ شَئٍ شِرَّةً وَلِکُلِ شِرَّةٍ فَتْرَةٌ
(ترمذي ) [تخريج:مشکواة،ص:۴۵۵،س:۵، عن ابي هريرة رض ]
ترجمه: بي شکه د هرڅيز د پاره تيزي وي، او د هر تيزئ دپاره سُستي وي
تشريح: د حديث مطلب دادي کله چه بنده په عبادت کښي مبالغه کول شروع کړي يعني په شروع کښي ډير زيات عبادت کوي او بيا سست شي داسي نه ده پکار په دي دين کښي نه افراط شته چه ډير زيات والي اوکړي شي او نه تفريط شته چه کوتاهي اوکړي شي بلکه زمونږ په دين کښي ميانه روي ده ميانه روي اختيار کړي شي او اعتدال سره کار او کړي شي نفلي عبادتون کم اوکړي شي ليکن هميشه اوکړي شي دابهتر ده ددينه چه ډير زيات عبادت اوکړي شي ليکن هميشه ئي نه کوي.
١٨٩- نبي کـــــريم صلي الله عليه وسلم فــــــرمايلي دي:
مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِىَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِىَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللَّهُ النَّارَ.
رواه الترمـــذي
ژباړه: کـــــوم شخص چي ددې لپاره علم زده کړي تـــر څـــو د علماوو ســره مقابله وکــــړي او يا د بې عقلانـــو ســـره جګـــړه پـــه وکـــړي او يا خلک خپل طـــرف تـــه متوجه کـــړي نـــو الله تعالي به دي په اور کي داخل کــــړي.
١٩٠- رســـول الله صلي الله عليه وسلم فــرمــايـــلي دي: إِذَا قَضَى اللَّهُ لِعَبْدٍ أَنْ يَمُوتَ بِأَرْضٍ جَعَلَ لَهُ إِلَيْهَا حَاجَةً.
رواه احمـد و الترمـــذي
ژباړه: کله چي الله تعالي د يـــوه شخص مــــرګ پـــه کــــومــه مځکه کي مقـــدر کــوي نــو د هغې مځکي خـــوا تـــه دده حاجت پيدا کـــوي.

١٩١- (د سحر او ماښام او بعضې نورذکرونه او دعاګانې)
بسم الله الرحمن الرحيم
١-. سورة الفاتحه ٧ ځله : دزهرو او مرضونو دشفاء او علاج لپاره( بخاري او ترمذي).
٢- اية الکرسى : ( سورة البقرى ٢٥٥ اية)
فضيلت : ١- اية الکرسي چې څوک د شپې ولولي نو د الله تعالى څخه ورته ساتونکې مقرر شي او شېطان ورته نشي نژدې کېدې .( بخاري حديث نمبر ٢٢٥٤)
٢- څوک يې چې د فرض لمانځه څخه وروسته ولولي نو جنت ته د تللو څخه هېڅ شى نه شي منع کولاى بغېر دمرګ څخه (چې کله مړ شې روح به يې جنت ته ځي. (مشکوة المصابيح ١/ ٨٩ ).
٣- د سورة البقرى اخري دوه ايتونه :امن الرسول …لايکلف الله… فضيلت : دا دوه ايتونه چې څوک دشپې ولولي دا ورته پوره کيږي (د هر شر،زهريله حېوان او دارنګه دنور قرا‌ءةڅخه ). بخاري حديث نمبر ٥٠٠٨
٤- سورة الاخلاص ،سورة الفلق او سورة الناس هر سهار او ماښام درى درى ځله لوستل کيږي
فضيلت : ١.رسول الله صلىالله عليه وسلم فرمائيلي دي چې دادهر شئ څخه پوره کيږي .ابوداود حديث نمبر ٥٠٨٢
٣- دخوب کولو په وخت کې به نبي عليه السلام دا درى واړه سورتونه لوستل او بيا به يې په لاسونه کې چف کولو او په ټول بدن به يې راښکل .(.فتح البارى مع البخاري٩/٦٢.)
٥- هره شپه سورة آلم، السجدة او سورة الملک لوله د عذاب قبر څخه به نجات او خلاصې مومې مشکوة ١٨٨
٦ . بِسْم اللهِ الذِىْ لاَ يَضُرُ مَعَ اَسْمِهِ شِئْ فِىْ الاَرْضِ وَلاَفِىْ السَمَاءِ وَهُوْ السَمِيْعُ الْعَلِيْمُ.
فضليت : څوک چې سهار او ماښام دا ذکردرې درې ځلې ولولي نو دهر شر او ضرر، جادو اوسحر څخه به الله تعالى ورته امن ورکړي. ترمذي حديث نمبر ٣٣٨٨
٧-د ويده کېدلو دعاء : اَللهُمَ بِاسْمِکَ اَمُوُتُ وَاَحْيَا. (بخاري ٢/٩٣٤،مسلم ٢/٣٤٨ )
٨- خوب نه د رابيداريدلودعاء :
اَ لْحَمُد ُلِلهِ الًذِىْ اَحْيَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَاِليْهِ النُشُوُرُ (بخاري ٢/٩٣٤،مسلم ٢/٣٤٨
٩- سېدالا ستغفار : اَللهُم اَنْتَ رَبىْ لاَ اِلَهَ اَنْتَ خَلَقْتَنِىْ وَاَنْاعَبْدُکَ وَاَناَ عَلى عَهْدِکَ وَوَعْدِکَ مَااسْتَطعْتُ اَعُوْذُبِک مِنْ شَر مَا صَنَعْتُ اَبوُءُلََک بِنِعْمتِک علَىْ وَاَبُوءُلَکَ بِذَنْبِىْ فَاغْفِرْلِىْ فَاِنهُ لاَيَغْفِرُالذُنُوْبَ اِلاَ اَنْتَ .
فضليت : داسېدالا ستغفار چې څوک سهار ولولي اودماښام څخه مخکې مړ شي نودا د جنت والو څخه دى( په دېن فطرة او توحيد مړ شو) چې ماښام يې ولولي اود سهارنه مخکې مړ شي نودا د جنت والو څخه دى ( نو په دين فطرة او توحيد مړ شو). بخاري ٦٠٦١ ابوداود ٥٠٧٠ ترمذي ٣٣٨٣
١٠- لآ اِلَهَ اِلا اللهُ وحْدَهُ لاَ شَرَيْکَ لَهُ المُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُوَهَوْ عَلى کُل شَىْءٍ قَدِيْر سل ځله لوستل کيږي.
فضليت : د لسو مريانو ازادولو برابر ثواب دى سل نېکۍ به ورته وليکل شي او سل ګناهونه به يې معاف شي او تر ماښام پورې به د شېطان ضررڅخه ساتل کيږي او هيڅ څوک راتلل نشي کولاې مګر هغه څوک چې دده څخه دا عمل زيات وکړي (مشکوة جلد١/ ٢٠١ )
١١- اعُوذُبِکلَمَاتِ اللهِ التامَاتِ مِنْ شَرمَا خَلَقَ.( صحيح مسلم ٢/٣٤٧. ابوداود ٣٨٩٨)
فضليت: څوک چې ماښام دادرې ځلې ولولي نو دشپې به د زهريله حېوان ،مار، لړم څخه په امان وي.
١١- د هر فرض لمانځه څخه وروسته چې څوک دا ذکرونه ولولي ٣٣ځلې سبحان الله ،٣٣ ځلې الحمدالله ،٣٣ ځلې الله اکبر او بيايو ځل .
لآ اِلَهَ اِلا اللهُ وحْدَهُ لاَ شَرَيْکَ لَهُ المُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُوَهَوْ عَلىکُل شَىْءٍ قَدِيْر.
فضليت :الله تعالى به يې ټول ګناهونه معاف کړي اګر که د درياب د زګونو په اندازه وي .(مسلم ١/٢١٩ . مشکوة ١/٨٩.)
١٢- حَسْبىْاللهُ الاَاِلَهَ اِلاَ هُوْ عَلَيْهِ تَوَکلْتُ وَهَوْرَبُ الْعَرْشِ الْعَظِيْمِ .
فضيلت: دا ذکر چې څوک سهار او ماښام٧ ځلې ولولي نو د ټولو غمونو ددنيااوخرت څخه به خلاصې ومومي. (ابوداود حديث نمبر ٥٠٨١ )
١٣- اَللهُم اَکْفِنِىْ بِحَلَالِکَ عَنْ حَرَامِکَ وَاَغْنَِنِىْ بِفَضْلِکَ عَمَنْ سِوَاکَ. فضيلت : نبي عليه السلام علي رضىالله عنه ته وفرمائېل چې دادعا لولې نو ستا قرضونه به الله تعالى خلاص کړي اګر که دغره په اندازه وي.(ترمذي ٣٥٦٣وقال ا لالباني سنده صحيح)
١٤- بِسْمِ اللهِ اَللهُم جَنِبْنَاالشَيْطَانَ وَجَنِبِ الشَيْطَانَ ماَرَزَقْتَنَا.
فضليت: رسول الله صلىالله علېه وسلم فرمايلي دي کله چې يو انسان اراده وکړي دجماع کولو د خپلې ښځې سره او دا دعا ولولي او ددې جماع څخه الله تعالى داولاد دپېداکولو تقدير اوفيصله کړي وي او پېداشي نو هېڅ کله به شېطان ضرر ورنکړي .(بخاري ٦/١٤١،مسلم ٢/١٠٢٨ )
١٥- د اودس څخه وروسته دعاء: اَشْهَدُاَنْ لاَاِلَهَ الاللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرْيکَ لَهُ وَاَشْهُدُ اَنَ مُحَمَداً عَبْدُهُ وُرَسُوْلُه ُاَلْلَهمَ اِجْعَلْنِىْ مِنَ الْتَوابِيْنَ وَاْجعَلْنِىْمِنَ المُتَطَهرِيْنَ .
فضليت: څوک چې داودس څخه وروسته دا دعا ولولي نو د جنت ٨ اته واړه دروازې به ورته خلاصې وي هر يوې څخه چې خوښه يې وي نو ور داخل به شي (.ترمذي،مسلم)

١٩٢- د ابو امامه رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:زه د يوه كور ذمه وار يمه د جنت په منځ كې د هغه چا لپاره چې جګړې او جنجالونه يې پريښودل اګر كه په حقه هم وه او د جنت په منځ كې ديوه كور ذمه وار يم د هغه چا لپاره چې درواغ يې پريښودل اګر كه په ټوكو هم وي او د جنت په اعلى درجه كې ديوه كور ذمه وار يمه د هغه چا لپاره چې خپل اخلاق يې درست كړل!!!    رواه سنن ابي داود.

١٩٣- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الأَيَّامِ.   رواه ابوداؤد
ژباړه: داسي ورځي نشته چي عمل صالح په هغه کي الله ته ډېر محبوب وي تر دغو(لسو) ورځو (د ذو الحجې)

١٩٤-  انس رض له نبي کريم صلي الله عليه وسلم څخه نقل کوي چي فرمايي: د ايمان په خوند به هغه څوک پوه سي چي لاندي درې صفات پکښي پيدا سي:
۱. الله تعالي او د هغه رسول صلي الله عليه وسلم ورته تر هر چا زيات محبوب وي.
۲. د هر شخص سره يوازي د الله تعالي د رضا په خاطر محبت ساتي.
۳. له کفر څخه د نجات اخيستلو وروسته بيا ورګرځېدل داسي بد ګڼي لکه په اور کي چي غورځېدل بد ګڼي.
بخاري شريف ، ۱ ج ، ۱۰ ص
١٩٥- داخترى ثواب: حضرت عائشة رضي الله عنها فرمايي :چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د اختر په ورځ د ابن آدم هيڅ يوعمل تر ويني تويولو زيات الله جل جلاله ته نه دى محبوب او دغه اخترى به دقيامت په ورځ دميزان په تله کي دخپلو ښکرنو، ښنګرو او ورېښتانوسره راځي او پرمځکه باندي يې د ويني دلويدو څخه مخکي الله جل جلاله په خپل دربارکي قبلوي ځکه نوتاسي په ښه خوښى سره اخترى وکړئ. (رواه ابن ماجه باب ثواب الاضحية :ص ، ٢٢٦ : قديمي) …

١٩٦- ه عبدالله بن زبير څخه روايت دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به کله لمونځ ختم کړ نو ويل به يي : لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شئ قدير، لا حول ولا قوة إلا بالله، ولا نعبد إلا إياه، أهل النعمة والفضل والثناء الحسن، لا إله إلا الله مخلصين له الدين ولو كره الكافرون ( د الله جل جلا له نه بغير بل لائق د عبادت نشته ، يوازې دي، اوشريک نه لري پاچاهي او ستاينه خاص ده لره ده ، او په هر څه قادر دي ، الله جل جلا له لره نه مثل شته او نه هم بل قوت ، او يوازې د هغه عبادت کوم ، هغه د نعمت او فضل څښتن دي او بغير له الله جل جلا له څخه بل څوک د بخښنې او ستاينې وړ نه دي ……….. (المسلم ۵۹۴ – ابوداود ۱۵۰۶ ) . والسلام

١٩٧- د ابو امامه رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:زه د يوه كور ذمه وار يمه د جنت په منځ كې د هغه چا لپاره چې جګړې او جنجالونه يې پريښودل اګر كه په حقه هم وه او د جنت په منځ كې ديوه كور ذمه وار يم د هغه چا لپاره چې درواغ يې پريښودل اګر كه په ټوكو هم وي او د جنت په اعلى درجه كې ديوه كور ذمه وار يمه د هغه چا لپاره چې خپل اخلاق يې درست كړل!!!   رواه سنن ابي داود.

١٩٨- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِى يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ. متفق عليه
ژباړه: طاقت ور (يا پهلوان) هغه نه دي چي خلګ چپه کوي (ځغواروي) بلکي طاقت ور (يا پهلوان) هغه دي چي د قهر په وخت کي خپل نفس اداره کړي.

١٩٩- له عبدالله زوي د عباس رضي الله عنهما څخه روايت دي چې بې شکه نبي صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي، نيک حالت, ښکلي اخلاق او په ټول کارونو کې ميانه روي کول د پيغمبرۍ د پنځه ويشتو برخو څخه يوه برخه ده!!! ابو داود ( ۴۷۷۸ )

٢٠٠- عن أبي هريرةرضي الله تعالى عنه أن رجلاً شتم أبا بكر والنبي صلى الله عليه وسلم جالس، فجعل النبي صلى الله عليه وسلم يعجب ويتبسم، و أبو بكر ساكت، فلما أكثر رد عليه بعض قوله، فغضب النبي صلى الله عليه وسلم وقام، فلحقه أبو بكر فقال: يا رسول الله! كان يشتمني وأنت جالس، فلما رددت عليه بعض قوله غضبت وقمت! قال: (إنه كان معك ملك يرد عنك، فلما رددت عليه بعض قوله، وقع الشيطان، فلم أكن لأقعد مع الشيطان (رواه الإمام أحمد)
أبو هريره رضي الله تعالى عنه روايت کوي: چې يوه سړي أبو بکر ته ښکنځلي پيل کړې. او رسول الله صلى الله عليه وسلم ناست دي تعجب کوي اوخاندي، اوأبوبکر پټه خوله وو خو چې ډېري يې ورته واورولې أبوبکر رضي الله تعالى عنه يې هم د ځېنو ځواب ورکړ  ،  رسول الله صلى الله عليه و سلم په غسه کي شو او ولاړشو  ، أبوبکر پسي ورغلي او ورته ويې ويل چې يارسول الله کله چې هغه ماته پرله پسې ښکنځلي کولې ته ناست وې اوچې ما يوڅه ورته وکړې ته په غسه شوې او ولاړې! رسول الله ورته وفرمايل: له تاسره يوه فرشته وه هغې يې ځواب وايه خو چې کله تا ځيني وربياکړې شيطان راغي او ما نه غوښتل چې له شيطان سره کښينم!!! (رواه الإمام أحمد)

 

 

2289 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG_9616

نبوي احاديث او امام اعظم (رح)

نبوي احاديث او امام اعظم رحمه الله : ابو داؤد.   نعمان د ثابت زوي ...