دحضرت محمد (ص) تابعداري

دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم تابعداري :

مولوي عصمت الله عزام .
بسم الله الرحمن الرحيم :

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم ا مابعد:
الله جل جلاله دانسانانودلارښووني لپاره پيغمبران عليهم السلام را لېږلي دي.
داسلسله ترهغه روانه وه ترڅوچي الله پاک خپل آخري پيغمبردُنياته راولېږۍ دده مبارک په راتلوسره دپيغمبرانو
 لړی پاي ته ورسېده اوترده وروسته بل پيغبردې دُنياته نه راځي ځکه الله جل جلاله ده ته داسي دين ورکړچي ترقيامته پوري دانسانانودکاميابۍ لپاره پوره اوپه بشپړه توگه کفايت کوي.
 نوله دې امله اوس دټولي دُنيالپاره دايودين دنجات اوله عذابونوڅخه دخلاصون ذريعه ده،له دې دين اسلام څخه پرته بل دين دخلاصون ذريعه نه ده.
 کوم دبل دين پيروان که دجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ترمبعوث کېدلووروسته پرده ايمان رانه وړي نومخکينی دين يې له عذابه نه ژغوري بلکي دغه کس به دتل لپاره جهنمي وي اوکړي ټول عبادتونه يې عیث اوبې ځايه دي،نوله دې امله بايد ددغه سترشخصيت تابعداري وسي اودژوندپه ټولوبرخوکي يې بايد مبارکوسنتوطريقوته پاملرنه وسي ځکه هغه الله پاک دانسانانولپاره يوه نمونه گرزولې ده چي بايدټول انسانان دژوند په هره برخه کي ددې پيغمبرصلی الله عليه وسلم مبارکوطريقوته په پام سره عمل وکړي.
 دنبي صلی الله عليه وسلم پرمبارکوطريقوعمل کول دمسلمان لپاره اړين دي او له دې امله هم دی چي جنت ته دداخليدلولپاره دايوه لارده ځکه چي په حديث شريف کي راغلي دي:کل امتي يدخلون الجنة الامن ابی قيل ومن يأبی يارسول الله(صلی الله عليه وسلم)؟قال:من اطاعني دخل الجنة ومن عصاني فقدابی(رواه البخاري)
 يعنی زماټول امتيان به جنت داخلېږي پرته له هغه چاچي انکاروکړي!
چاپوښتنه وکړه چي اې دالله رسوله!(صلی الله عليه وسلم)داسي به څوک وي چي (جنت ته له تلوڅخه )ا نکارکوي؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چاچي زماتابعداري وکړله هغه به جنت ته ننوزي اوڅوک چي زمانافرماني وکړي نوهغه په حقيقت کي انکاروکړي.
 مطلب دادي چي څو ک دنبي عليه السلام تابعداري نه کوي هغه په حقيقت کي جنت ته تلل نه غواړي ځکه چي جنت ته دتلولپاره همدايوه لاره ده،نوچي دي په دې لار يون نه کوي،نوداسي معلومېږي چي دی جنت ته نه ځي،نوله دې امله به دغسي سړی له جنت څخه محروم وي.
 نوبايد په خپل ژوندانه کي درسول الله صلی الله عليه وسلم طريقي راولواوپه هروخت کي بايد متوجه واوسوچي په دې وخت کي زموږدنبي عليه السلام کومه طريقه ده اوبايدپلې يې کړو.
 وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين .

 

771 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*