آيا روانه جگړه جهاد دی ؟

آيا روانه جگړه جهاد دی ؟
مفتي کمال الدين کابلی
دا دی د افغانستان شخړي داسي حد ته ورسېدې ،چې نږدې ټول افغانان نور په دې پوه سول ،چي د دې شخړي لامل څه دی ؟
ولي په افغانستان کې جگړې پای ته نه رسېږي ؟
د دې لاملونه نن سبا ماشومانو ته هم معلوم سول . ماشومان هم په دې پوه سول چې د دغو کارونو تر شا د پاکستان د ظالم او خونخوار آی اس آی لاس دی پخپله پاکستاني چارواکو هم پدې اقرار کړی دی.
خو ليکن افسوز او صد افسوز پدې چي زموږ ډېری ملايان صاحبان لا هم پدې نه دي پوه سوي .
هغوی لا هم د غفلت په خوب بيده دي او د جهاد فتواوي صادروي . هغوی چي قېمتي عمرونه يې د يونان په منطقو کي ضائع کړل.
هغوی چې نومونه پرې د علماوو يادېږي خو تر اوسه يې د الله عزوجل په کتاب ځانونه خبر کړي نه دي.
زه پدې باوري يم چې زموږ د ناخوالو يو لامل بې علمه ملايان دي.
که زموږ ملايان د جهاد تعريف سم مطالعه کړي، په سوچ او فکر سره ، بيا به له ډېرو جگړو خلاصون پيدا کړو.
اوس دا خبره هر چا ته معلومه ده چې طالبان خپلواک نه دي بلکې د آی اس آی تر کنټرول لاندي دي.
د دوی مشر هغه څوک کېدای سي څوک چې ور ته آی اس آی مشر وټاکې .
همداراز نوره پوره قومنده يې د آی اس آی لخوا په مخ وړل کېږي.
نو چې د آی اس آی تر امر لاندي دي، نو بيا دي دا جواب ولټول سي چې آيا د آی اس آی تر مشرۍ لاندي جگړه جهاد دی او کنه ؟
په نيت کي خو د امير نيت معتبر وي، د مامور نيت ته اعتبار نسته ، جهاد او هسي جگړه يوازي په نيت سره توپير لري،جهاد هغه وي چې د اعلاء کلمة الله لپاره وي.
نو د آی اس آی نيت خو اعلاء کلمة الله نه دی . ځکه که د دوی نيت دا وي، نو بيا ولي په پاکستان کي اسلامي قانون نه جاري کوي . دا دليل دی چې آی اس آی په افغانستان کي اسلامي قانون نه بلکي يوازي ورانی غواړي.
د اسلام او جهاد نوم يوازي د خلگو د تېر ايستلو لپاره استعمالېږي، اصلي هدفونه د پردې تر شاه نور دي.
نو افغانان بايد لږ سر خلاص کړي، تر څو به مو نور ورور وژني ته تېر باسي . خپله خو هم بايد له عقل څخه کار واخلو.

1726 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG22015916

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې ليکنه : سرخط پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو ...